زکام او نزله درملنې ته اړتیا لرې؟

اکتر بشیر احمد

زکام د نړۍ تر ټولو زیاته پساري ناروغي ده چې لویان په کال کې لږترلږه له شپږو تر ۸ څلونو او کوچنیان تر دې زیات ورباندې اخته کیږې.

زکام ویروسي ناروغي ده چې له ۲۰۰ زیات ویروسونه د دې ناروغۍ سبب بلل کېږي خو رینو وایروس (rhinovirus) یې تر ټولو عمده عامل دی.

هغه وګړي چې شخصي د بدن مقاومت یې کم وي، سیګرېټ څکوي، هغه کسان چې له خاورو او ګدوړو سره سر او کار لري او هغه وګړي چې د وجود دفاعي سیستم یې د ناروغیو او یا هم د درملو له امله کمزوری وي، تر نورو زیات په نزله یا زکام زیات اخته کیږي.

د زوکام نښې او درملنې ته یې اړتیا:

۱: د ستونې او پزې خارښت او درد.
۲: د پزې بهیدل
۳: ځان دردې او سنړیا
۴: تبه، ناروغ کیدای شي تر ۳۸،۵ درجو پورې تبه ولري

زکام درملني ته اړتیا لري خو درملو ته ډیره اړتیا نه لري.

د زکام درمل یا درملنه

زکام کیدای شي یوه اوونۍ یا هم لس ورځې دوام وکړي.

زکام او نزله پخپله ډیره مضره نه ده خو دا زموږ د وجود عکس العمل دی چې کله مو ناروغي ډېر ځوروي او کله لږ.

ناروغي درملني ته اړتیا لري خو درملو ته ډیره اړتیا نه لري. یعنې کوم ځانګړی درمل نه شته چې زکام هغه د چا خبره ټک و پتری کړي خو د درملنې لارې چارې یې شته چې د ناروغۍ ځوروونکې علایم کموي او د ژر رغیدو زمینه برابروي.

د زکام پر مهال هڅه وکړئ ګرم مایعات ډیر وڅښئ، چې د بدن اوبه مو پوره او د وایروس په وړاندې مو د وجود مقاومت زیات شي.

د ناروغۍ په درملنه کې لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

۱: له ډېر او دروند کاره ځان ساتل په ځانګړې توګه هغه وخت چې د ناروغۍ شدت ډېر وي.

۲: د ګرمو مایعاتو څښل

څو د بدن اوبه مو پوره شي.

۳: شخصي روغتیا ساتنې او پاکۍ ته پام کول.

۴: له وچې او یخې هوا ځان ساتل.

۵: د پزې او خولې ماسک کارول.

۶: د تبې او درد ضد درملو کارول.

۷: ځیني در مل چې د هستامینو او التهاب ضد دي ستاسو د ناروغۍ شدت راکمولی شي.

۸: د تړمو مالګینو اوبو غړغړه او د پزې مینځل.

۹: له دوړو، لوګیو او سګریټ څکولو ځان ساتل.

۱۰: له ډیرو سړو مشروباتو، مرچ او پیازو له خوړو ډډه کول.

څنګه په کورنۍ او چاپیریال کې د زکام د خپریدو مخه ونیسو

زکام ساري ناروغي ده چې یو بل ته سرایت کوي نو باید ناروغ له نورو کسانو ځان لېرې وساتي.

ډاکتر له زکام وهلي سره څه مرسته کولی شي؟

۱: ډاکټر باید هغه حالتونه چې له زکام سره ورته والی لري او نورو درملو ته اړتیا لري سره بیل او درملنه یې وکړي.
۲: هغه ناروغۍ چې دزکام له بابېړې وروسته منځته راځي باید وپیژندل شي او درملنه ېې وشي.

۳ : ډاکټر باید ناروغ ډاډه کړي چې په یوه عادي ناروغۍ اخته شوی.

۴: پر دې ناروغۍ انتي بیوتیک یا د بکتریا ضد درمل هیڅ اغېز نه لري.

۵: د ویروس ضد درمل له یو پلوه ډېر ګران بیه او له بل پلوه کیدای شي تر درملنې څه چې تر ناروغۍ یې هم زیان زیات وي. نو ښه دا ده چې ناروغ د زکام پر مهال استراحت وکړي او داسې لارې چارې خپلې کړي چې د وجود دفاعي ځواک یې پیاوړی او پر زکام په طبیعي توګه غلبه حاصله کړي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button