زړور او مبارز شخصیت نیلسون ماندیلا وایې چې:

زړور او مبارز شخصیت نیلسون ماندیلا وایې چې:
په ځنګله کې کله چې هر سهار هوسۍ له خوبه پاڅیږي . په دې تکل کې وي چې باید له زمري څخه په ځغاسته کې ګړندی اوچابکه وي . څو د زمري د ښکار په منګولو کې پرې نه وزي .
خوبیا کله چې په ځنګله کې زمری له خوبه را پاڅي نوپه دې هوډ او تکل کې وي چې باید په ځغاستلو کې تر هوسۍ لا ګړندی اوچابک وي . څووږی پاتې نه شې .
دا اړینه اومهمه نه ده چې تاسو هوسۍ اوسي اوکه زمری . خوپام کوه د لمر د څرک سره سم ځان ځغاستې ته چمتو کړه .
ژباړه
خوزما ځانګړي اوغوره سپارښتنه ټولو ګرانو هیوادوالو ته داده چې هر سهار له خوبه را پاڅیدوسره سم پوره سوچ وکړي څو د هیواد په روانوکړکیچنوحالاتو، ترهګريزواو هدفي مرګ ژوبلي اوبمې چاودنوڅخه څنګه ځان اوخپله کورنۍ وساتی . او هیره مو نه شي چې د کورونا د وژونکي وبا څخه د ژغورنې تدبیر ستاسوپه لاس کې دی . د انساني کورونا اوویروسي کورونا څخه تل په آمان اوخوندي اوسی.

اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button