زړور او باتور پنجابیان ډارن او بې نــنګه پښتانه !؟

زړور او باتور پنجابیان ډارن او بې نــنګه پښتانه !؟
سترخان صيب شهید خان عبد الصمد خان بابا ، لروبرافغان پښتنوته ټولمنلی او آزمویلی مشرپخپل کور کې په شهادت ورسید . اودادی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مطرح او مبارز غړی محمد عثمان کاکړ صیب هم پخپل کورکې د مرګونې ګوزارپه پایله کې په شهادت ورسید .
د زړور پنجاب په لاسونو د پښتنو مشرانو او کشرانو دا وروستی هدفي وژنې نه بلکې د لروبر پښتنو د جنوسایډ مرګ ژوبلې لوبه په ډیر څرګند غروراوفرعوني تکبرد پنجابي پوځیانو اوای ،اس،ای د حرفوي قصابانوله خوا ډانګ پیلي اوڅرګنده روانه ده .
دریغه ! دریغه ! پښتانه په مړواوشهیدانوسوي کوکارې اوژړا ګانې ګاندې . خو بیا د ژوندیو مشرانود ژوند په بهیر کې هغوته د تور توت ارزښت نه ورکوي اوپه لوی لاس یې خپل دوښمنان پرځانونو لاسبري اوزړور کړي دي . او همدا لامل دی چې کابو۷۰ میلیوني پښتانه د بد مرغه برخلیک سره مخامخ دي . یا به وژل کیږي اویا به په جیلخانوکې لکه فخرافغان پاچا خان څه ناڅه ۳۵ کاله په جیلخانوکې په پښوزولنې اولاسونوکې اوسپنیزي اتکړۍ شرنګوي. اوځکه د پښتون وینه بابیزه او ارزانه ده .
د شهید عثمانخان کاکړ په شهادت په لروبرد غم ماتم خپور دی. خو د غه سترمبارز میړه په رښتیني توګه ځانته شهادت غوښته څو د بې نـنګې اوبې پروایې په خوب ویده پښتانه را ویښ اوپه دې وپوهوي چې خورو،ورو، درپه درو پښتنو که یوموټۍ ، یوسوک او یوه خوله نه شوی . خپل کوراوخپله سیمه به هدیره اوناپایه قبرستان شي . نوبیا په مړو اوشهیدانو ویرژړا ،اوژوندیو مشرانو ته بې پروایې اود پنجابیانو بد ماشي اوزړورتوب ښه په تکبر سره روان وي .
کاکړصیب! په زرګونو،زرګونوپښتنوشهیدانودرته سرې جنډۍ تاسو زړوراوشمله ورویاړلي شهید ته په درنښت پورته کړي . د خان شهید بابا په پله دې پخپل کور کې شهادت مبارک شه .
ډاډ درکوم چې ستا د میړانې اوجسارت بیرغ به ستا ارمانونوته ګروهمن اوژمن بچی شاه ځلمی خوشال کاکړتل رپانده اولوړوساتي . سپیڅلي غیرتي اروا دې ځلبلاند اوښیرازه اوسه .
۲۳/۶/۲۰۲۱
بسم الله اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button