زړورتوب او دهغه بریمنې پایلې

زړورتوب او دهغه بریمنې پایلې
زړور انسانان تل له زمروسره پرتله کیږي او د ځنګله په ټولو ژویو زمری لاسبری اولامل یې زړورتوب او جسارت دی.
د بشریت له بډای اوستر تاریخ څخه دوه ستر انسانان د هغو د هیښوونکي اوڅرګند زړورتوب له کبله په دې لنډه کی لیکنه کې د هیواد د روانوستونزواو خپل سریو د کابو کولو په موخه دیادولو وړبولم.ښایې د عبرت اغیز وشیندي اوهغه داچې:
د یونان پاچا فلیپ مقدوني چې پخپل وخت کې مقتدراو پیاوړی پاچا ود هغه دربار ته یوچا شاهانه آس چې ډیره لوړه بیه یې درلوده راووست.آس د خپل بې ساري غښتلتوب اوځواکمنی له کبله د هیچا سواری ته غاړه نه ایښوده اوسرکښه و.
د فلیپ زوی سکندرچې نوی د ځوانۍ په منګ وله خپله پلاره د مکر رې او پر له پسې غوښتنې له کبله اجازه ترلاسه کړه چې یاغې آس کابوکړي لکه عقاب مرغه دآس له پاسه کیناست اود خپل پلار د پلاز په مخکې یې لکه تالنده بریښنا وځغلاوه اود اوږدې ځغاستی په پای کې آس د سکندر په وړاندې خپل سر ځوړند نیولی و.
فلیپ مقدوني خپل نازولی زوی سکندرپه ټنډه ښکل او ورته ویې ویل:
زویه ! ستا لپاره مقدونیه اواټن خورا کوچني اوتاسوبه د خپل زړورتوب په برکت پراخ ملکونه ایل کړی.
فلیپ مقدوني د میلاد دمخه په ۳۳۶ کال تروراوومړاوپرځای یې زړور بچی ۲۰کلن سکندر د پاچاهی په ګدی کیناست.
سکندرچې په ۳۵۶مخ زیږدیز کال کې زیږدلی تر ۱۶ کلنۍ پوري د خپل استا ذ ارسطوڅخه یې زده کړې کړي اوتر ۳۰ کلنۍ دمخه دنړۍ تر ټولو ستر امپراطورشو.پخپل آس یې د بوکفالوس نوم کیښود چې د غټ سري غوایه مانا یې درلوده .ده هغه په شایې له یونانه تراوسني پاکستان ترسیموپوري مزلونه وکړل اوله یونانه تر همالیا غرونوپوري یې فتوحات ترسره کړل .بوکفا ل نومی آس په دیرش کنی کې د جهلم په غاړو کې ومړ او دهغه په نامه یې د بوکفال ښا ر جوړکړ.
سکندر له سترو سوبواوفتوحاتو ورورسته د میلاد دمخه په ۳۲۳ کال د ۳۳ کلونوپه عمرپه بابل کې ومړاوستره نړیواله امپرا توري یې په میراث پریښوده.
بل بې ساری زړورانسان پښتون سوري شیر شاه یادوم چې ار نوم یې فرید و چې په ۱۴۸۶زیږدیزکال کې زو شوی اوپه ۱۵۴۵کال دمی په ۲۲ نیټه د کالنجر په کلا کې داور لګیدنې په پیښه کې ټپي او وفات شو.
شیرشاه سوري د یوه لوړ پوړي پلاوي سره د مغولي امپراتوربابر په سلطنتي دربار کې په یوه مجلله میلمستیا کې ګډون درلود .د سترخوان پر سر دهغه په غابونو کې د خوراک لپاره کاچوغې نه وي ایښودل شوي .موظف ګارسون ته یې د کاچوغو د راوړلو اشاره وکړه خو میلمه پال کاچوغې رانه وړې.شیرشاه په ډیر زړورتوب له خپلې ملا ،کرچ او کوچنی توره را وایسته په داسې حال چې دتوري دایستنې کړس د بابر غوږو ته چې د دسترخوان په سر کې ناست و،ورسید شیرشاه د توري په څوکه ډوډۍ خوړل پیل کړل او بابرد هغه لورته په ځیر،ځیر وکتل او په څنګ کې ناست کس څخه دهغه په اړه پوښتنې کرویږنې وکړې اودهغه د نیولوپه تابیاشول.
شیرشاه سوري دلوړ ذکاوت او نبوغ خاوند و ا ود خپلې پوهي په وسیله په ځانګړي هنرد بابر له درباره ووت اوخپلې سیمي ته یې ځان ورساوه .اود مغولو پرضد یې د لودیانو دسترې امپراتوری تاریخي غرورپه زړه کې موجونه وهل.یوه ورځ یې په ځنګله کې د بیلابیلوپښتنو قومونو مشران او مخور را وغوښتل اوهغو ته یې په زغرده او زړورهوډ د مغولو دامپراتورۍ دنړولو وړاندیز وکړ.ناستو مشرانو وخندل اودا کاریې نا شونی وباله.
شیرشاه بې له ډیله د ځنګله یو وچ لرګی راپورته کړ او پښتنو ته یې وویل:په خدای قسم چې د مغولو ماتول هسې راته ښکاري لکه دغه وچ لرګی.شیرشاه لرګی مات کړ.خو په دې شرط چې تاسو پښتانه د اتفاق اواتحاد لاسونه سره ورکړی.ناستو مشرانوپه همدغه غونډه کې شیرشاه ته د پیوستون اوهمکاری بیعت اوژمنه ورکړه چې په پایله کې شیرشاه سوري د بابر زوی همایون د امپرتوری له پلازه رانسکور او پخپله د ډیلي د سلطنت په ګدۍ کیناست او په لږه موده کې په ټوله نړۍ کې د لوړ برم اوځواکمنی خاوندشو.
شیرشاه سوري په عدالت او لوړتدبرکې ساری نه درلود .د مساپرو د تګ راتګ داسانتیاو لپاره یې په لیو لارو کې ۱۷۰۰ رباطونه اوکاروان سرایونه چې د خوراک ،څښاک او راحت ټولې اسناتیاوې یې درلودې جوړکړل. دپوست او اطلاعاتو درسولو په موخه یې۳۴۰۰درې زره څلورسوه زین کړي آسان په رباطونو کې ولاړو.
دغه بشرپال او انسانیت روزونکي پا چا هر سهار د خپلې سلطنتي هسکې ماڼۍ څخه د ښار کورونه څارل له کومه کوره به چې لوګۍ نه پورته کیده سملاسي به څوک ورلیږل چې که چیرې د پخلي لپاره څه نه لري باید دخوراک توکي دهغو په واک کې ورکړي اوکه په سفر تللي وي هغه باید له حاله خبر وي.
شیرشاه شپه اوورځ د خپل رعیت په چوپړ بوخت و.د کرکیلي چارو او دکروندګرود ژوند ښه والي ته یې تل پاملرنه درلوده اود خپلو اوامرو د جدي تعمیل څار یې کاوه او د ظالمانو په وړاندې یې غوڅ دریځ درلود او دهغو له سزا نه تیریده.
دغه دپښتنو لوی اوبې ساری عادل پاچا دمړیني وروسته په خورا درنومراسمود بیهار ایالت د ساهسرام په سیمه کې هغه ځای چې په کې زوشوی اولوی شوی خاوروته وسپارل شو.دهغه سپیڅلي اوپرتمینه مقبره د لوی هند د اووهنري عجایبوڅخه شمیرل کیږي او هرڅوک د درنښت په سترګه ورته ګوري.
د شیرشاه اروا دی تل خوشاله او برمیال تاریخ دی تل ځلانده وي.
په خورا درنښت: اکبري
۱۸/۱/۲۰۱۸

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button