زما یتیم او غمګین وطنه!

هو! یتیم ما شومان هم ببر سري،څیري ګریوان ،چاودې ،چاودې یبلې پښې،خیرن لاسونه اوغمجن سپیره مخونه،خوړین او ټپي،ټپي زړونه او ویرجن صورتونه لري.
دریغه،دریغه! زما خوږه اوغمجن وطنه ،زما تنه اوختنه ،راته یتیم ښکارې هیچا درباندې پیرزوینه اوخواخوږي ونه کړه .تل تاړاکونه ،ویجاړوونکي یرغلونه اوترخې،درنې،درنې څپیړې دې په مخ لګي نه دې چا په جغرافیه او نه دې چا په تاریخ رحم وکړاو لا دې د چور،تالان ،ورانولواوویجاړولوپه شیطاني لوبوکې ښکیل یې. ستا په غیږه کې زو شوي اورا لوی شوي ولسونه د پردیوپه لاسونوبل شویواورونوکې سوځي له هرې تړې هرې درې،هرې بانډې،کلي اوکروندې دې د سویو ساندوزړه بوږنوونکي غږونه اوفریادونه پورته کیږي.ستا په ارته سینه کې پراته هرڅه په امن کې نه دي.غرونه،سیندونه،ځنګلونه،کانونه اود شنه اسمان بازان اوګوربت،د سپین غراو پامیر دسردرواو هسکو څوکوغرڅنۍ هوسۍ او دفراه د دښتوښکلي مرغان اوزریني سپیني کوترې د دوښمنانوپه کرغیړنولاسونوښکار او لوټ کیږي .
زما یتیمه وطنه! ستاجنتي غیږه ستا بچیو ته دوزخ او سور تنورګرځیدلی کلي،کروندې ،دښتې اوبیدیاوې،د غرونودرې او سردرې .لویې لارې اوګودرونه په بمونوپوښل شوي او ستا د هربچې په سر په ټول هیواد کې ۳۵ میلیونه افغان وژونکي ماینونه اوچاودیدونکي توکي دمرګ اوژوبلې په کمین کې ځای پرځای او هره ورځ په لسګونوماشومان،ځوانان،سپین سري اوسپین ږیري بوډاګان او په شنو کروندو کې کروند ګران پرې وژل اوسټیږي.
زما یتیمه وطنه! لښکر،لښکرخپل او پردي غله او لوټماران دې د کانونو په چور او تالان بوخت اوهر څه دې لوټ کیږي د غرونوځنګلونه اوښیرازه درې دې د نښترو په لوټلو سپیره کیږي. ستا بچیان دسیند په غاړه تږي او پردي د څپانده سیندونوپه رڼو اوبوخپلې دښتې او بیدیاوې خړوبوي.
زما یتیم وطنه! ستا دکلواو بانډو خټین کورونه د تورپنجاب د توپونواوتوغندیوپه ګوزارونولوټه،لوټه پراته له هرې کوڅې شنه لوګي اوسرې لمبې پورته کیږي او درنې پښتنې میرمنې د خپلو سر سرتورو ما شومانو سره د نامالوم برخلیک په لوري خوځیدلي او په تنارو پوري شوي ډوډۍ ترې پاتې او دباروتو په لوګیو کې هر څه ورک او هیر شوي دي.
زما یتیم وطنه! هغو چې په تشواوغولوونکود دوستۍ په ژمنو،لاپو،شاپوکلونه،کلونه زموږ د افغان ولس ویني وبهولي هغو پوهیږي چې یتیم یې او لا به یتیم یې ځکه واکداران دې بلواکان اوبې ضمیره اوبې نـنګه لاسپوڅي اوغلامان دي.
زما یتیم وطنه!
درته لاس لپه کوم چې د یتیمانو منګولې دې پولادي سوکان شه څو د بلواکواو مستکبرو زورواکوفرعوني ماڼۍ نسکوري او یوځل بیادې د عظمت او پرتم جنډه په غرو رغو ورپیږي.
هو!ملتونه نه مري خوویښتیا اوملي خوځښت یې د ژوندون او پایښت لاملونه دي.او دا دروند رسالت دټولوافغانانوپه تیره بیا د ژمنواوهوډمنووطنپالوځوانانو په غاړه دی.
اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button