زما طالب و مولانا فضل الرحمان څه کوي؟

 

مولانا فضل الرحمان سياست کوي، خو زما بېچاره له ځانه ناخبر ځکه خو يې له خپل مشرتابه نه هم دوه نيم کاله وړانده وناخبره ساتلي وو. مولانا وايی چې موږ د طالبانو له نوي مشره خبر يو چې طالبانو خپل نوی اميرالمؤمنين ټاکلی، خو له مخالفته يې خبر نه يو. په بله مانا څارگرې اداې روښانه کړه چې موږ ته له ملا منصور پرته بل څوک د اعتبار وړ نه دی امارت، خلافت او نبوتبيعت له امارت وخلافت سره ځي، خو ايمان له نبوت سرهخلافت يې په بُغداد، امارت يې په افغانستان او پښتونخوا او نبوت يې په پنجاب کې. د تاريخي واسلامي لاسوندونو پر اساس لومړی نبوت بيا خلافت او بيا ورپسې امارت دی. خبره چې امارت وامامت ته ورسېده، نو بيا سخته خرابه شوه. د مسلمانانو خونده هم خرابه شوه، خو دلته لُف نشر غيرمرتب ترسره شوی چې لومړی نبوت په پنجاب، بيا امارت په افغانستان وپښتونخوا او ورپسې خلافت بيا په بُغداد کې وزږېده، چې نبوت وي خلافت وامارت مدار د اعتبار نه دي، نو دوی بيعت د کوم اعتبار له مخې کوي؟ ايمان چې نه وي، نو بيعت خو کومه گټه نه لري. زموږ سياسي حزبيان و د جوماتونو چړيان يې پر مودوديت او ديوبنديت څنگه په اسانه تېر ايستلي وو.

د رسنيو پر حواله خو د طالبانو د قطر شوری سياسي مشر سيد طيب اغا خپله استعفا په دې پار وکړه چې له د خپل مشر له مرگه ناخبره ساتل شوی وو او هم د ملا منصور ټاکنه ستره تېروتنه ده وړاندې کړه. سملاسي ورپسې ملا عباس ستانکزي خپل بيعت له نوي مشر ملا منصور سره وکړ او هملته د قطر د سياسي دفتر مشر ټاکل شوی دی. له شرعي پلوه خلافت له نبوت وروسته او امارت بيا له خلافت وروسته راغلی، نو چې خلافت وي بيا خو امارت ته څه اړتيا ده؟ خليفه البغدادي ورسره هلته په خوا کې، خو له هغه ځايه بيا په کوټه کې له ملا منصور سره بيعت کوي. دا خو بيا اقتداء د ضعيف (کمزوري) پسې راځي او د اقوی په شتون کې د اضعف پسې جايز يا درست نه ده. داسې برېښي چې پاکستان هغه هم تر خپل کنترول لاندې راوست. لومړی خو له پيله دا بيعت د اعتبار وړ نه وو. دا ځکه چې مشر ملا صاحب له بيعته مخکې معذور وو او قرآني مزاحمت موجود وو، خو ولې هم بيا طالبانو د اکوړي په نوم چې دا يو ديوبندي ديني بنسټ دی د خپلو دوو تنو سياسي ملايانو يا مشرانو او استاذانو په نغوته او هڅونه ورسره بيعت ته وهڅول، خو خپله يې ورسره تر پايه بيعت ونه کړ. دا ځکه چې هغوی ته يې په سياسي ډگر کې کومه گټه نه لرله. له همدې وجهې هغوی بيا د خپلو څارگرو ادارو په لارښوونه خپل لوری له پنجابه دېخوا افغانستان ته راوگرځولو، نو د خپلو نظاميانو او استخباراتو د نيابتي او نااعلان شوې جگړې لپاره يې د جهاد تر پر پوښښ لاندې مشروعيت وربښه او هلته يې جگړه فساد وبلله او مرتکبين يې مفسدين يا ورانکاري وبلل چې هوبهو همدا خبره د افغانستان د تباهۍ مسوول ونظامي تيوريسن له خوا هم په رسنيو کې راپورته شوه. پوښتنه دا ده چې دا څنگه امارت وامير المؤمنين دی چې څوک يې نه گوري، خو څوک ترې مخالفت بيا هم نه شي کولی؟ حال دا چې د موسی عليه السلام غوندې جليل القدر پېغمبر چې خپل هارون عليه السلام يې د قوم د لارښوونې لپاره پرېښووه، د تورات باوجود ترې خلک د سامري په وسيله د خوسي عبادت يا بُت پرستۍ ته واوښتل، خو له مشر ملا صاحب نه بيا هېچا ښکاره سرغړونه نه شوه کولی. ښکاره خبره ده چې د موسی وهارون عليهما السلام او د ملا مځمد عمر ترمينځ د زمکې واسمان هومره توپير دی، نو څنگه بلا منازغې مشر پاتې شو؟ دويم دا چې زموږ له وړندو طالبانو خو هغه جنيات هم ښه شول. هغوی خو د حضرت سليمان عليه السلام پر مړينه يو کال وروسته پوه شول چې لکړه يې ورته وړو حشره وو خوړلې وه. هغوی خو داسې وخت پوه شول چې د بيت الاقصی چارې هم سرته رسېدلې وې، خو دلته بيا هر څه نيمگړي او همداسې نيمگړي پاتې شول. مشر ملا صاحب ترې دوه نيم کاله مخکې کوچېدلی وو، خو دوی يې اعلاميی هم نشرولې او پته ورته نه وه چې له کومه خپريږي او څوک يې خپروي؟ که حکومتي و استخباراتي مقاماتو دا خبره رسوا کړی نه وای، نو خدای خبر چې دوی به نور څو کاله د مشر ملا صاحب په نوم اعلاميې نشرولی او ولس ته به يې دروغ ويلی؟ داسې برېښي چې دروغ دوی ته کومه گناه نه برېښي. درېيم دا چې د پېغمبر عليه الصلاة والسلام له وفات وروسته د راشده خلفاو دوره راغله چې هلته هم د څلورو واړو خلفاو په مقابل کې اختلاف وبغاوت رامينځته شوی. د حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی په مقابل کې عبادة بن صامت مخالفت وکړ او له هغه مبارک سره يې د ژوند تر پايه بيعت ونه کړ او هغه مبارک هغه هم په زور سره پر بيعت مجبوره نه کړ. کله چې هغه وفات شو، نو بيا دويم خليفه حضرت عمر رضی الله تعالی  عنه ورته وويل چې : که موږ دې ښه نه راځو، نو ته موږ پرېږده. يعنې بلې خوا ته لاړ شه، نو هماغه وو چې هغه بيا سوريه ته ولاړ او مدينه يې خوشې کړه. له پاتې درېواړو سره اختلاف وبغاوت پېښ شو چې د همدغو اختلافونو او بغاوتونو له امله شهيدان شول. البته دومره خبره ده چې عبادة بن صامت مخالف وو، خو هېڅکله يې نه پخپله بغاوت وکړ او نه يې نور بغاوت ته وهڅول او خپل عادي ژوند يې کاوه. نو زما پوښتنه دا ده چې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته له راشده خليفه ګانو بل څوک بهتره ((غوره)) نه ول، نو مشر ملا صاحب لکه چې له راشده خلفاو نه هم بهتره وو چې د هغوی مخالفت او هم ورته بغاوتونه پېښ شول يعنې خلکو يې پر وړاندې په مخالفت لاس پورې کړ، خو له ملا صاحب نه هېچا مخالفت ونه کړ او نه يې خلکو پر وړاندې بغاوت وکړ. نه يې چا په مخالفت کې سر راپورته کړ چې دا د لږ تأمل او د فکر وړ خبره ده چې ولې هلته مخالفت وبغاوت کيږي او دلته نه؟ دا چې زموږ معتصم آغا هم له بهره په خپل تسليت کې مشر ملا صاحب بلا متنازعه شخص بللی وو، خو د دې خوارانو لا تراوسه هم د سر ماغزه پر دې استخباراتي لوبې نه دي خلاص شوي چې دوه تنه نور ديپلوماتان يې په کابل کې ناست دي چې د هغې خوارانو سر لا بيا هم نه دی پرې خلاص شوی چې له دوی سره څنگه غريبه وعجيبه لوبه ترسره شوه؟ زما له خوارکيو وړندو تېر ايستل شويو طالبانو نه خو د لبيد لورگانې هم ښې شوې، هغوی خو د خپل پلار قاتلان د شعر له يو بيته وپېژندل چې :يا بنتا لبيدٍ أن أباکما – قد قُتِل، والقاتلان أتاکماخو زما خوراکيو په دوه نيمو کلونو کې دا درک نه کړه چې دا اختريزې اعلاميې يې د مشرتابه دي او که د هغه په نوم يې بله استخباراتي مرجع د ملا منصور په نوم نشروي؟ تر څو چې له استخباراتو روښانه شوې نه وه هېڅوک په دې سور وبور نه پوهېدل چې اعلاميې له پوځي واستخباراتي مقاماتو راوځي او که د هغه له قبره؟ يوه عجيبه غوندې معما وه. دېته سياست او د استخباراتو لوبه وايی. له دې جوتيږي چې حکومت کونه د سياستمدار کار دی نه د ملا و  وړندو نيمچه چړيانو. ته گوره هغوی ته چې کله له کوره بهر په کوڅه کې چې هغوی پر لاره په کوڅه کې تېرېدل غږ کړ چې ((يا بنتا لبيدٍ أن أبا کما)) نو هغوی پوی شوې چې له دې بيت سره ((قد قُتِل، والقاتلان اتا کما)) ځي بل شی او هم دوی زما د پلار قاتلان دي، نو له کوره راووتې او غږ يې کړ چې دوی زموږ پلار وژلی او زموږ د پلار قاتلان دي او خلکو بيا ونيول. کيسه داسې وه چې کله هغوی لبيد وژلو، نو هغه ورته ويلي وو چې ما مه وژنئ! خو بيا هم که تاسو مې وژنئ، نو زما له مرگ زما د کور په کوڅه کې چې تېرېږئ، نو هلته تاسو همدومره ووايی چې : ((يا بنتا لبيدٍ أن أبا کما …)) او له دې ويلو سره يې ځانته کار وليده. https://www.youtube.com/watch?v=YXRPfpQQZFkhttps://www.youtube.com/watch?v=DsQhFkZ45d4https://www.youtube.com/watch?v=K5hAg1sulls په بله مانا حکومت کونه، اداره او مديريت سياسي پوهه او درايت غواړي نه نيمچه ملايي. د پاکستاني مقاماتو د دې دوه مخې لوبې له برکته نه سم ملايان شول او نه يې درست او معقول سياست زده کړ، نو ځکه خو يې داسې بېځايه ډغرې هم وخوړلې چې ساری يې په تاريخ کې نه تر سترگو کيږي. نتېجه :مهم عمل دی چې په کلام پاک او په سُننو کې ورته روښانه اشاره شوې. عمل چې نه وي بيعت کومه گټه نه رسوي. البته يو له اسلامي سپارښتنو نه دی، خو په دې شرط چې امير د بيعت له شرايطو سره برابر وي. ولې بيا هم اصل کتاب الله او سنة رسول الله صلی الله عليه وسلم دي. تر څو چې زموږ کړه وړه له دې دواړو سره برابر نه وي بيعت کومه گټه نه رسوي. نه داسې بيعت د اعتبار وړ دی چې د نورو د چتر لاندې د هغوی د نيابتي او نااعلان شوې جگړې د پرمخبيولو لپاره د سيالۍ په توگه رامينځته شوی وي. هيله ده چې زما تېروتلي طالبان له دې وروسته خپله اصل مدعا وپېژني. د طالب پروژه له پيله د اسلامي ارزښتونو او د اسلامي نظام لپاره نه وه رامينځته شوې دا چې څه ورته په مغز کې پيچکاري شوي وو او څه ورته په خوله کې اېښوول شوي وو د دوی له دعوی او د نورو له غوښتنو سره په ټکر کې راغله. خپلو مشرانو استاذانو او سياسي ملايانو يې خپل فرضي جهاد پرېښی  وو چې هلته په پنجاب کې د ميرزايانو مخه ونيسي، نو ځکه يې خپل وړانده شاگردان د خپلو پوځي او استخباراتي مقاماتو په لمسونه افغانستان ته د جهاد په نوم رامرش کړي وو چې بلاخره د پروېز مشرف له خولې په رسنيو کې راووته چې ما طالبان د هند په مقابل کې د خپلې نيابتي جگړې او د ښاغلي کرزي د کمزوري کولو لپاره رامينځته کړي وو. بيا هم سروخت دی چی له خپل حکومت سره په خپل کور کې مخ پر مخ کښېني او خپلې ستونزې د افغاني دود سره سمې حل کړي. له نامعلوم ادرسه ورته خپل معلوم ادرس ښه دی او د نورو له ملايانو به ورته خپل سيکولر هېواد مشر ډېر ښه وي. دا ځکه چې سوله يوه الهي غوښتنه ده چې ((والصلح خير)). په درنښتسيدحسين پاچا

مولانا فضل الرحمن وايي ملامنصور سولې ته لېواله دیhttp://www.pashtovoa.com/content/taliban-leadership-mullan-fazul-rahman-/2900601.htmlمومند: پاکستان بايد افغانستان کې له تېروتنو عبرت واخليhttp://www.pashtovoa.com/content/pakistan-afghanistan-taliban-leader-/2900661.html 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button