زما خوږی موری

: شاعر احمد نواز بنګښ

زما خوږی موری

ای موری ما نه ولی ته جدا شوی

په خنده خنده کی ولی ته خپه شوی

ازغی ازغی شو ژوند بی له تا ای موری

ژوندونه څومره بی رونقه بی مانه شوی

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوس به چا نه زه دعا غواړم

خپل درد به چا نه زه دوا غواړم

چپی چپی غمونه چی وریږی په ما

خوشالی او وفا به اوس د چا غواړم

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ–     

زړه می ټوټی ټوټی په کی ساه نشته

بی له تا ای موری د ژوند مزه نشته

اوس به چا په غیږ کی سر کیږدم

دی ستړی ژوند کی می هیڅ آسره نشته

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دردونه شو برسیره غمونه شو سیوا

اوښکی تویومه شپه ورځ یم په ژړا

زړه نه می وینی څاڅی سترګو نه اوښکی

ژوند بی له تا ای موری شو عجیبه

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په هر ځای کی د ماتم جوړ کړو

زما په زړه کی د تورتم جوړ کړو

اوس به شپه ورڅ شوګیری کومه

ما تا دی ژوند اوس جهنم جوړ کړو

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څنګه دا ژوند به اوس تیرومه زه

څنګه یادونه د ستا به هیرومه زه

دی ستړی او غم لړلی ژوند کی

اوس زخمونه د زړه به همیش ګنډمه زه

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځان کی می ځان پاتی نه شو

د زړه ټکور او درمان پاتی نه شو

خدایه ستا په دی لوی جهان کی

د مینی ډک انسان پاتی نه شو

ای زما خوږی موری ای زما درنی موری

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټول عمر غمونه می په نصیب شو

سوړ اسویلی او دردونه می نصیب شو

اوس به ټول عمر ژړاګانی کوم

ویر ژړا او دزدونه می نصیب شو

ای زما خوږی موری ای زما درنی مور

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button