زلزله څه ده؟

رحمت الله جمالزی

زلزله د ځمکې د سطحې لړزېدل دي، چې په قشر کې یې د ناڅاپه درزونو یا ماتېدنو او یا د ډبرینو کتلو له امله رامنځته کيږي. زلزله، د ځمکې د ننه لایو د ماتېدنې او ځای پر ځای کېدو له امله د ځمکې ناڅاپه او چټکه لړزېدنه ده.

دا ډول لړزېدنه کولای شي د ودانیو، پلونو د ماتېدو او ویجاړېدو د ښاري ګاز د کېناستلو، او د برېښنا او تلیفون په شبکو کې د اختلال لامل شي. له همدې امله باید په زلزله کې، د ویجاړۍ له مخامخ عوارضو سربېره، باید د اور لګېدنې، د ګاز له امله د خفګۍ، چاودنې او نورو پایلو په تمه هم وو. هغه ودانۍ چې له مناسبو ساختماني اصولو نه دي برخمن او یا په ناسمو ځمکو او د اوبو په لمنو کې جوړ شوي دي، له هر څه ډېر له ګواښ سره مخ دي. زلزله د شپې ورځې یا کال په هر وخت کې کېدونکې ده. په سم ډول د وړاندوېینې وړ نه ده او باید په داسې ډول خپل ژوند او چاپېریال برابر کړو، چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې، د لږ زیان لیدونکي وو.

په افغانستان کې د زلزلې لاملونه:

  • په ځمکه کې د تکتونيکي ځواکونو له امله د یو شمېر انرژۍ ناڅاپه آزادېدنه، (د ځمکې د پوړونو د ساختمان اړوند)، دغه انرژي په اوږدمهال کې د ځمکې په پوړونو کې رامنځته کیږي.
  • د ځمکې لاندې حفرونو پرځېدل.
  • د ځمکې لاندې حفرو د پرځېدو له امله زلزله ډېری د ځمک لاندې اوبو له جریان سره تړاو لري.
  • په افغانستان کې ډېری په پسرلي موسم کې د واورو له اوبه کېدو سره ځمک لاندې حفرونه پرځیږي او په پایله کې یې زلزله رامنځته کیږي.

نور کوم ځایونه له ګواښ سره مخ دي؟

افغانستان د نړۍ د زلزله خېزو سیمو له ډلې دی. که څه هم غرنۍ سیمې د زلزلې له ډېر ګواښ سره مخ دي، خو د هېواد یوه سیمه هم د زلزلې له ګواښ نه ده خوندي. نو ښايي له دغې ښکارندې سره د مقابلې یوازېنۍ لار د ښار جوړونې او ودانۍ جوړونې د اصولو مراعاتول او د ژغورنې له مهمو ټکو سره پېژندګلوي او له زلزلې سره د مخ کېدو په صورت کې مناسب کړن وي.

د زلزلې د شدت د سنجش مقياس:

د زلزلېد کچې کولو معیاري واحد په ۱۹۳۵ زیږدیز کال کې د چارلېز رېښتر له خوا جوړ شو. د رېښتر کچه، د زلزلې په جریان کې د آزادې شوې انرژۍ لګاريتمي کچه کونه ده. معمولا د ۵/۴ رېښتر په کچه ځواکمنې زلزلې چې د نړۍ د ډېری زلزلېمعلوموونکو له خوا حس شي. هر کال د ځمکې په کره کې زرګونه زلزلې ثبتیږي. زلزله، ناڅاپه، بې رحمانه او له کوم مخکې خبرداري پرته رامنځته کیږي. د خطر د لاملونو پېژندنه، او د زلزلې له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو او مرګ ژوبلې د کچې راټیټولو لپاره د ټولنو او ښارونو چمتو کول ډېر زیات اهمیت لري.

د زلزلې له رامنځته کېدو مخکې:

د ټولنې په چمتو کولو کې زموږ هر یوه ونډه:

موږ هر یو په خپل وار کولای شو، د زلزلې پر وړاندې د خپل ښار د خلکو په بیدارۍ او چمتووالي کې اغېزمن و اوسو:

  • له پوره مطالعې او تمرین سره کولای شو، له زلزلې سره مخ کېدو ته چمتو شو، تر څو لږ تر لږه، د زلزلې کېدو پرمهال، له نورو مرسته رسوونکو سره د خلکو په ژغورنه کې ونډه واخلو.
  • کولای شو د خپلو اولادونو او د کورنۍ د غړو له مناسبې روزنې سره د هغوی له چمتووالي ډاډ ترلاسه کړو. د کور د اخیستلو او چمتو کولو پرمهال او همدا راز د وسایلو ځای پرځای کولو او ډېکورشن کې تل په یاد ولرو چې ښايي هر څه ژر زلزله رامنځته شي.
  • اړین وسایل، لومړنۍ مرستې، د اړینو تلیفونونو دفترچه او نور توکي په امن او د کورنۍ د ټولو غړو په لاسرسي وړ ځای کې وساتو.
  • خپلو ګاونډیانو، ملګرو او خپلوانو ته د معلوماتو او تجربو په ورکړه کې هڅه وکړو.
  • د زلزلې په اړه د آوازو او نا مطمینه خبرونو له خپرولو ډډه وکړو. د زلزلې د رامنځته کېدو پرمهال، له خطر سره ډېر مخ سیمې عبارت دي له پخوانیو او زړو ودانیو، ودانیو او د ودانیو بهرنیو دېوالونو ته نېږدې سیمې.
  • په لویو ښارونو کې چې ډېر پکې لوړې او څو پوړیزه ودانۍ وي، د زلزلې له امله ډېری مرګ ژوبله د هغو کسانو متوجه ده، چې په بيړې سره له کور څخه د بېرون تېښتې هڅه کوي او د درنو وسایلو، غورځېدنو او یا ښيښو د غورځېدو له امله زیانمن کیږي. د زلزلې پر مهال د ساتنې ښه لاره، د درنو او پیاوړو شیانو لکه د مېزونو لاندې یا د ورونو تر چوکاټونو لاندې ځایونو ته ځان رسونه ده.

په کور، د کار په ځای او ښوونځیو کې ساتندویه کړنې:

  •  له دېوال سره د قفسونو (الماریو) نښلېدنه پیاوړې کړئ.
  •  ستر وسایل د الماریو په ښکته خانو کې ځای پرځای کړئ.
  •  ماتېدونکي لوښي، لکه بېټرۍ، ښیښه يي او چیني لوښي، له لوی تر وړو په ترتیب په الماریو کې ځای پرځای کړئ، او هڅه وکړئ په داسې قفسو کې یې وساتئ چې ور ولري او کولپ شي.
  •  درانده لوېدونکي شیان لکه، سترې تابلوګانې او د ښيښه یي عکسونو چوکاټونه د خوب له تخت، مبل او صندلۍ او نورو داسې سیمو چې د خلکو پر سر د لوېدو امکان یې وي لېرې ولګوئ.
  •  راځړېدونکي څراغونه او لوسترونه له چت سره کلک ولګوئ. د برېښنا زړه سیم کشي او د ګاز او اوبو نا ډاډمنه لوله کشي اصلاح کړئ ترڅو د اور لګېدنې، چاودنې او خفګۍ په ګډون نور خطرات ټیټې کچې ته ورسیږي.
  •  د کور اوبه ګرموونکی له دېوال یا ځمکې سره په بشپړ ډول کلک کړئ.
  •  د بهرکېدنې له بېړنیو لارو په ځانګړې توګه ښوونځیو او عمومي مرکزونو کې خبر ولرئ.
  •  د دېوالونو او چتونو ټولې لوېدلي ځایونه او زیانمن شوې ګچ کارۍ اصلاح کړئ. څرنګه چې په تړک کې ژورې ستونزې شته دي، حتما یې په اصولي ډول ورغوئ.
  •  ماشې کشوونکي، ګیاهي سموم او د اشتغال وړ توکي په ډاډمنو او کولپ لرونکو ځایونو، کې ترجېحا د ځمکې له سطحې سره نېږدې وساتئ.

په هره سیمه کې د ساتندویه ځایونو پېژندګلوي:

  1. د سترو او پیاوړو وسایلو لکه مېز یا څوکۍ لاندې، د کور د داخلي دېوالونو په څنګونو او د خونو په کونجونو کې.
  2. له پنجرې، هندارې، تابلو، لوړو او درنو الماریو یا وسایلو چې د پرځېدو احتمال یې وي لېرې سیمو کې.
  3. د خپل کور او کار ځای په شاوخوا کې د ساتندویه سیمو په پام کې نیول.
  4. له وانیو ونو او د برېښنا او تلیفون له لیکو لېرې، پرانیستې فضاوې. مسطح سیمې چې تر لاندې یې خالي فضا یا د اوبو لمنې نه وي.
  5. د اړینو وسایلو ساتنه.
  6. د قوې څراخ او له اضافي بېټرۍ سره رادیو، د لومړنیو مرستو جعبه، کنسور شوي خواړه او قوطی پرانیستوونکی، اړین درمل، لږ نغدې پیسې، پېژندکارت او پیاوړي او مقاوم بوټونه او دستکشونه.
  7. څه ډول د کوررنۍ غړي ومومو؟
  8. له هغه ځایه چې د ورځې په ډېری ګړیو کې د کار له امله مور او پلار او د ښوونځي له امله ماشومان، د کورنۍ غړي د یو بل پرڅنګ کې نه دي، تل باید پوه شئ چې د پېښو د رامنځته کېدو پرمهال، څرنګه او چېرې له یو بل سره ملاقات وکړو.
  9. د زلزلې له پېښېدو وروسته، ښایي، له ښار د باندې اړیکه په ښار دننه اړیکې آسانه وي. د کورنۍ له ټولو غړو سره همغږې کړئ چې د اړتیا پرمهال، په یو بل ښار کې له یو ځانګړي کس سره اړیکه ونیسي. ماشومانو ته روزنه ورکړئ چې تل اړین تلیفونونه له ځان سره ولري او وکولای شي ګټه ترې واخلي.
  10. ماشومان هم ستاسو په شان باید وکولای شي له لاسي رادیو کار واخلي. تر دې چې ورسېږي چې له زلزلې وروسته له بهر نړۍ سره د اړیکې لپاره یو کس ته یوازې رادیو پاتې شي.

عمومي کړنې:

د اړینو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، د رادیو خبرونو ته غوږ کېږدئ. د خپلو ګاونډیانو، په ځانګړې توګه ماشومانو، مشرانو او معلولینو په فکر کې اوسئ. ښايي ستاسو مرستې ته اړتیا ولري. تر هغې مو چې د ودانۍ له سلامت ډاډ نه وي ترلاسه کړی، دننه یې مه ځئ. له تلیفون څخه یوازې په ډېرو مهمو مواردو کې کار واخلئ. درمل، سوندتوکي، او پاکوونکي توکي راټول او په مناسب ځای کې یې وساتئ. کله مو چې د ګاز یا اورلګېدونکو توکو بوی حس کړ له سیمې لېرې ولاړ شئ. د قفسو او کموډونو دروازې په احتیاط سره پرانیزئ. د اوبو او ګاز له لوله کشۍ او د برېښنا له شبکې څخه ډاډ ترلاسه کړئ. تل په یاد ولرئ چې د ناورین ځپلو تر ټولو مهمه اړتیا، روحي او رواني ملاتړ دی.

د خلکو مرستې:

          د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پرمهال، د ټول هېواد او ان نړۍ وګړي، لېواله دي، چې له زیانمنو سره مرسته وکړي، له دغو دوستانه مرستو د پرځای ګټې اخیستنې لپاره، لاندې ټکو ته پاملرنه اړینه ده:

  1. مالي مرستې، د زیانمنو کسانو له سملاسي او ګټورو اړتیاوو دي. د مالي مرستو د ورکړې لپاره، یوازې مسوولو رسمي سازمانونو ته مراجعه وکړئ.
  2. د خوراک او جامو د ورکړې لپاره د عمومي بنسټونو د اعلان منتظر اوسئ. له زلزلې وروسته په لومړیو ساعتونو کې، مرسته رسوونکي بوخت دي، چې وکولای شي دا ډول مرستې د زیانمنو کسانو د ژغورنې لپاره ورسوي، خو د دا ډول مرستو د بې ځایه تلو شونتیا هم ډېره وي.
  3. له زیانمنو سره د مرستې داوطلبان، باید مسوولو سازمانونو ته مراجعه وکړي، ځپل شوو سیمو ته خپل سرې مراجعه، له کچې څخه د ډېرې ګڼې ګوڼې او ارتباطي لارو د پرې کېدو لامل کیږي.
  4. مرستې ته لېواله خصوصي سازمانونه او بنسټونه هم باید په لومړۍ درجه کې له اړوندو سازمانونو سره اړیکه ونیسي او خبر ترلاسه کړي چې کومو مرستو ته اړتیا ده.

د زلزلې اغېزې:

د زلزلې زیانونه د هغې له ځواک سره تړلي دي:

  • د ټکنۍ زلزلې په صورت کې ودانیو ته اوښتي زیانونه لږ وي.
  • په داسې حال کې چې یوه نسبتا ځواکمنه زلزله وشي، ودانیو او همدا راز انسانانو ته یې د اوښتي زیان کچه متفاوته وي.
  • د زیانونو کچه، د ودانیو د پلان له طرحې سره تړاو لري (ټکنۍ، بې ثباته او یا پیاوړې طرحه) یا د پېښو او د خلکو د زیانمنېدو او نورو پر وړاندې د بې حفاظ والي کچه.
  • د ډېرې ځواکمنې زلزلې په صورت کې یې، ودانیو ته د اوښتي زیان کچه زیاته وي.
  • ډېرې ځواکمنې زلزلې د انسانانو ژوند ته ډېرې ویجاړوونکې اغېزې اړوي، چې دغه اغېزې ډېری په لاندې بڼو ښکاري:
  1. د استوګنې او عامه ګټو د ودانیو په ګډون د نورو ودانیو ویجاړېدل.
  2. ځمکې ښویېدنه.
  3. د خټې د آبګین کېدو عملیه ذوب کېدل (Liquefaction) .
  4. د اوبو ککړېدل، د فاضلابو د شبکې لیک کېدل او له منځه تلل.
  5. د خلکو ترمنځ وحشت او وېره.
  6. د خلکو د تېښتې لارو زیانمنېدل او یا تړل کېدل.
  7. د سطحي اوبو ټیټېدل.
  8. د ځمکو ویجاړي.
  9. یادې شوې ټولې اغېزې د انساني مرګ ژوبلې او د ژوندانه د سرچینو د تخریب لامل کیږي.
  10. ډېری مرګ ژوبله او بدبختۍ په خلکو د ودانیو د غورځېدو له امله کیږي.

د زلزلې د خطر او زیانمننې د کچې ټیټولو لپاره اقدامات:

افغانستان د زلزلې له خطر سره مخ دی او هر کله یې د رامنځته کېدو شونتیا شته، خو بدبختانه لږې لارې یې د وړاندوېینې لپاره شته دي. دا ډېره مهمه ده، ترڅو زده کړو د زلزلې له پېښېدو مخکې څه دول چمتووالي ونیسو. د زلزلې پر وړاندې د مناسبو چمتووالو په نیولو او د اغېزو د ټیټولو لپاره، کولای شو د زلزلې خطر او زیانمننه په پام وړ ډول را ټیټه کړو.

د زلزلې له پېښېدو مخکې په جریان کې یې او وروسته کړنې:

له زلزلې مخکې کړنې:

  1. په هره خونه کې خوندي ځایونه وپېژنئ.
  2. په هره خونه کې خطرناک ځایونه وپېژنئ لکه (د کړکیو نږدې ځای، هنداره، راځړېدونکي څيزونه، ناخوندي فرنیچر، له درندو شیانو سره المارۍ).
  3. له خونو بهر د خوندي ځایونو موندنه.
  4. د شونې وتنې دروازې مشخصې کړئ، لکه هغه ممکنې لارې چې په بېړني حالت کې یې د بهر کېدو لپاره وکاروئ. د بېړنۍ وتنې دغه لارې باید تل صافې او پر وړاندې یې کوم خنډ نه وي موجود.
  5. د برېښنا د سوچونو، د اوبو او ګاز شیردانونه باید وپېژنئ او هم وپوهېږئ چې څه ډول یې وکارئ.
  6. د لومړنیو مرستو د رسولو طریقه زده کړئ.
  7. درانده فرنیچر، لکه د لوښو المارۍ، د جامو المارۍ او نورې په خوندي ډول کلکې وکړئ ترڅو یې له غورځېدو څخه مخنیوی وشي.
  8. ستر، درانده او ماتېدونکي شیان د الماریو په ښکتنیو پوړونو کې ځای پرځای کړئ ترڅو یې د لوېدو له امله له ژوبلولو مخنیوی وشي.
  9. په کور کې ټول اور اخیستونکي او خطرناک مایعات په بوشکو او مناسبو لوښو کې له ودانۍ څخه لېرې وساتئ.
  10. درانده شیان، لکه ستر چوکاټ شوي تصویرونه، ښيښې او نور د خوب له تخت، کوچونو او د ناستي او ویده کېدو له نورو ځایونو لېرې وساتئ.
  11. چتي ګروپونه ښه کلک کړئ ترڅو یې د زلزلې پر مهال له لوېدو مخنیوی وشي.
  12. د دروازو او کړکیو د ښیښو له پارچه خپرېدو د مخنیوی لپاره، د زلزلې پرمهال د خونې ّټولې پردې په ځانګړې توګه د کړکیو او دروازو کش کړئ.
  13. اړین توکي تل چمتو وساتئ:
  14. خوراکي توکي او د څښلو اوبه.
  15. د لومړنیو مرستو بکس او اړین درمل
  16. له اضافي بالتیو سره لاسي څراغ.
  17. د خبرونو او اعلاناتو د اورېدو لپاره له اضافي بالتیو سره د وړې رادیو ساتل.

د زلزلې په لړ کې کړنې:

1       د زلزلې رامنځته کېدونکي شوني وخت پرمهال له کور څخه ووځئ او یوې آزادې سیمې ته ولاړ شئ. له ونو، لوحو، ودانیو د برېښنا له مزو، ستنو او نورو واټن ولرئ.

2       له کور څخه د بهر کېدو پرمهال، له زینې کار واخلئ نه له لېفټ څخه.

3       د زلزلې پرمهال په سړکونو او کوڅو له منډې وهلو ډډه وکړئ، ځکه ښايي څراغونه، د اعلانونو تختې او نږدې دېوالونه درباندې را وپرځيږي.

4       که چېرې تاسو په څو پوړیزه ودانۍ کې ژوند کوئ چې سملاسي وتل درته ستونزمن وي، باید په لاندې ډول عمل وکړئ:

       ځان د مېز یا د خوب د تخت لاندې پټ کړئ ترڅو د درندو شیانو له پرځېدو خوندي وئ. د مېز یا تخت ستنې کلکې ونیسئ او د خپلو سترګو او مخ د خوندي ساتلو لپاره یې د مټو ترمنځ ونیسئ.

       خپل سر مو د بالښت یا کوم بل نرم شي په وسیله خوندي کړئ.

       دروازه پرانیزئ

       داش، شمع، د ګاز پېکنیک او ټول برېښنایي وسایل مړه کړئ.

       له کړکیو، دروازو، الماریو او همدا راز ماتېدونکو درنو وسایلو لېرې اوسئ.

5       که د زلزلې پرمهال په موټر کې وئ:

       موټر ودروئ او د زلزلې تر درېدو پورې همالته پکې اوسئ.

       د ودانیو څنګ ته، د هوایي سړکونو لاندې یا د پاسه، پر هوايي پلونو، برېښنایي مزو ته نږدې، په تنګو درو او همدا راز د سړک په هغو برخو کې چې غرونو او غونډیو ته نېږدې وي او د ځمک ښویېدنې ګواښ وي خپل لېږدوونکې وسیله مه دروئ.

       د زلزلې پرمهال د سړک ویجاړو برخو ته متوجه اوسئ.

له زلزلې وروسته کړنې

خپل بدن چک کړئ ترڅو ټپونه ونه لري

له لستوڼي لرونکو کالیو، سخت تلي لرونکو بوټونو او دستکشو څخه په استفادې، د زلزلې له امله له ماتو شوو شیانو ځان وژغورئ.

نور هم وګورئ ترڅو ټپي نه وي. په هغه صورت کې چې څوک ټپي وي، لومړنۍ مرستې ورته ورسول شي، ټپ یې له بنداژ سره وتړل شي.

د ودانۍ ټولې برخې له نظره تېرې کړئ، چې کوم ځای یې زیانمن شوی نه وي. په هغه صورت کې چې ودانۍ په جدي ډول زیانمنه شوې وي او د یو شمېر برخو د پرځېدو ګواښ یې موجود وي، ترې ووځئ..

په ودانۍ کې د اور لګېدنې په صورت کې ترې بهر شئ او د شونتیا په صورت کې اطفایې ته خبر ورکړئ.

د درمل، تېلو او نورو اور اخیستونکو مایعاتو د چپه کېدو په صورت کې هغه سملاسي پاک کړئ. په هغه صورت کې چې د ګاز یا نورو کمیایوي خطرناکو توکو بوی خپور شوی وي، له سیمې (کور) ووځئ.

د زلزلې شالړزو ته چمتووالی ونیسئ او باید پوه شئ چې د شالړزې په صورت کې یو ځای ولاړ شئ.

نور ښکاره کړئ
Back to top button