راځی چې جاسوسان وپيژنو

محمدآصف خواتی

 دبرهان الدین رباني  دوژنې دڅلورم تلین په مراسمو کې دملي یوالي د  بې سره حکومت دچارواکو په ویناووکې  عجیب اودپام وړڅرګندونې وشوې۰  ښاغلي محمدیونس قانوني برهان الدین رباني چې هغه ته باید بحران الدین بربادي وویل شي دنلسن ماندیلا په شان یوشخصیت وباله چې داپه واقعیت کې ماندیلا ته سپکاوی و۰ ماندیلا د یوه ژمن مبارز په توګه د سولې ، دموکراسۍ  ، پیوستون  او تیریدنې الګو و خوپه رباني کې دپورتنیو ځانګړتیاو دکوچنۍ  نښې څرک نه لګیږي ۰ ماندیلا د اپارتاید پرضددمبارزې له امله دجنوبي افریقا دوخت دنژادپال رژیم دحامي ( متحده ایالتونو) له لوري دترهګرپه نامه یادیده اوسي آی اې دماندیلا دپټیدو څای نژادپال رژیم ته په ګوته کړی و چې نوموړی ۲۷ کاله زنداني شو خورباني بیا دامریکایي- انګریزي خونړي یرغل له برکته له سمڅو اوغارونو راووت او ارګ ته ورسول شو۰ ماندیلا دخلکوپرمټ واک ته درسیدووروسته نژادپال واکمنو سپين پوستوته  دپخلاینې اودوستۍ لاس ورکړ ،هغوی یې وبخښل اوکله یې چې ددې اړتیا ولیدله چې له واکه ګوښه شي له واکه ګوښه اودخیرښیګڼې په چارولګیاشو ۰ رباني دهغه مهال دخپلوپاکستانی حامیانوهغې پریکړې ته چې نوموړی یې دڅلورومیاشتولپاره دافغانستان دواکمن په توګه ګومارلی وشاه وګرزوله، دخپلو جهادي اوحتي ائتلافوملګروغوښتنوته چې له واکه ګوښه شي منفي ځواب ورکړاودهغوی په وړاندې یې جهاداعلان کړ۰ دپوهیدو وړنه ده چې په کوم حساب ښاغلي قانوني داسې دوې متضادې څیرې سره پرتله کوي؟

 درباني په تلین کې ښاغلي عبدالرب رسول سیاف  په دولتي اداروکې دجاسوسانو دشتون له امله خپله اندیښنه څرګنده کړه  چې په دې اړه په رسنیو کې دبحث لړۍ پیل شوه اولا دوام لري ۰ البته  چې مخکې هم ښاغلي سیاف اویوشمیر نوروچارواکو په حکومت کې د جاسوسانوشتون ته ګوته نیولې خو  هیچا  جاسوسان معرفي نکړل۰ څوکاله مخکې ښاغلي علي احمدجلالي دوخت دکورنیوچارووزیر دوزارت څخه دګوښه کیدوپرمهال ژمنه کړې وه چې په دولت کې به قاچاقبرمعرفي کوي چې معرفي یې نکړل۰

په نورو هیوادونو کې کوم چې د سیاسي ثبات څخه برخمن دي  دپنځم ستون اویا جاسوسانوپیژندل خورا ستونزمن دي ۰ خوزموږ په هیواد کې پدې وروستیوڅلورولسیزوکې دپیژندل شوویا دکندهاریانو په خبره دنامي جاسوسانوپیژندنه خورا آسانه ده ۰ داځکه چې هیوادمو دپردیو دڅرګندو لاسوهنواو تیریو هدف ګرزیدلی دۍ اوځینې واکمنۍ بیا  دپردیو د یرغل زیږنده  دي۰ پدې کړکیچن زماني پړاو کې دوه ځله افغانستان ددوو زبرځواکونودخاینانه یرغلونو موخه وګرزیدچې واکمن حکومتونه یې نسکور اودخپلې خوښې زعامتونه اوحکومتونه یې دواک په ګډۍ کینول۰  

ګرانه وطنواله ! کله چې اشغالګر درته زعامتونه  ټاکي او حکومتونه درته جوړوي  معنا یې داده چې  دا زعامتونه اوحکومتونه دپردیواراده تمثیلوي۰ پردي هغه څوک واک ته رسوي چې پرهغوی بشپړ باورولري۰ داباوریوازې اویوازې داوږدې ګډې همکارۍ په پایله کې منځته راتلی شي چې هغه جاسوسي اواطلاعاتي اړیکې اویادپردیوپه دستورد واکمن نظام خلاف ورانکاره کړه وړه  دي۰ پردې بنسټ هغه افغان سیاستوال اوهغه سیاسي ډلې چې دپردیو دوسلوال تیري په پایله کې واک ته رسول شوې دي بیله کومه شکه دپردیودڅارګرو اداروسره یې تړاودرلود یعني داچې دهغوی جاسوسان وواود لاسپوڅو اوګوداګیانوپرته بل رول نشي لوبولی ۰ دادجاسوسۍ لومړۍ نښه ده۰ دجاسوسانو بله څرګنده نښه دهغوي قاروني شتمنۍ دي۰ دافغانستان په شان خواراوبیوزلي هیواد کې دننیوځینو سیاستوالو اوچارواکوپریمانه شتمنۍ یوازې اویوازې دپردیوله لوري دجاسوسي خدمتونوپه بدل کې دورکړل شووحق الزحمې پرته بل څه نشي کیدای۰ که چیرې دننیوواکمنوڅخه دریو ښاغلو( عبدالرب سیاف ،  عطامحمدنور اوحاجی محمد محقق)ته چې پخوایې دښوونکودندې لرلې وګورو ، نن قاروني شتمنۍ لري۰ دلته داپوښتنه راپیداکیږي چې دې پرونیو خواروښوونکوداپانګې له کومه کړې؟ ټولوته څرګنده ده چې په دولتي مامورینوکې ښوونکي خورا بیوزلې ووخووینوچې استادسیاف، معلم عطا اومعلم محقق داسترمجاهدین اودمقاومت اتلان!؟ نن سبا کومې سترې پانګې لري ۰ نوموړوداسترې پانګې یا دخپلوخارجې حامیانو دلوریینې  یا داچې دملي  شتمنیو دچوراوچپاوله برکته ترلاسه کړې چې په دواړوحالتونوکې هغوی  نه بخښونکي سترجرمونه  کړي چې داډول کسان پردیوته دجاسوسۍ اویادملي شتمنیو د چوراوچپاو اوپه اداروکې دفساداوبډواخیستلوله امله شتمن شوي بایدچې دخلکو د    محاکمې میزته ودرول شي۰  اړینه بریښي وویل شي چې ځکه مې پورتني دری تنه دبیلګې په توګه راوړي دي چې هغه لوستونکي کوم چې سیاستوالوته دقومي ،ژبني  اومذهبي تړاوونوله دریځه ګوري وویني چې په هرقام اومذهب  کې هم ښه شته اوهم بد۰ پردې اساس دهیوادپیښواوحالاتوته دقومي ، ژبني، مذهبي اوسیمه ئیزوتړاوونوله دریځه کتل معقول اومنصفانه کارنه دۍ۰ پښتون هم ښه سیاستوال لري اوهم ناوړه، تاجک ، ازبک ، هزاره اوبل هرقوم ورته حالت لري۰ داډول تفکرچې دقومي ، ژبني اومذهبي تړاونوله امله د سیاستوالوپه ملاتړاویا مخالفت کې و دریږوهم دپردیوخورا ګواښمنه دسیسه ده چې دهغې په وړاندې هوښیاري له لاسه ورنکړو۰   

 څرنګه چې خبره درشوت اوفساد څخه راغله اونن مهال د افغانستان په دولتي اداروکې هغه خپل معراج ته رسیدلی دۍ پدې هکله  دنورمحمدتره کی  دیوې خبرې یادول بې ګټې نه بریښي۰ تره کی واک ته په رسیدوسره  دښوونې اوروزنې درئیسانو اودمعارف مدیرانوسره کتنه لرله اودوینا په پای کې یې دګډونوالوپوښتنوته ځوابونه ورکړل۰ دپوښتنوپه ترڅ کې دهلمند  ولایت دمعارف مدیروپوښتل چې په افغانستان کې رشوت یودودګرزیدلی دۍ څه ډول کولی شوچې درشوت مخه ونیسو۰ تره کی ورته وویل:« بچیه خپله یې مه خوره بلا ورکیږي»۰ دې خبرې دا معنا لرله چې دفسادمنبع  لوړپوړي چارواکي دي۰ په رښتیا سره کې دیوې ادارې مشرپاک نفس وي اوتقوا ولري په نوموړې اداره کې څوک داجرئت نه کوي چې دخپل مقام اوڅوکۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړي ،بډې واخلي اوهلته فسادپه یوه دود واوړي څرنګه چې نن په هیوادکې فساد په یوه دوداوښتی دۍ۰ داچې نن سبا په افغانستان کې فسادخپل اوج اومعراج ته رسیدلی دۍ لامل یې دادۍ چې دطالبانو وروسته واکمني دپردیوپه خوښه اواراده په بن کې جوړه شوه۰ پردیوهغه کسان دبن غونډې ته ورسول چې  دپخواڅخه یې ورسره اړیکې لرلې،  پانګه یې پرې اچولې وه اوپرهغوی یې بشپړباور درلود چې دملي ګټوپه پرتله خپلوشخصي اودخپلو حامیانوګټو ته  لومړیتوب ورکوي نه داچې دهغوی تقوااووړتیا ته وګوري۰

پای   

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button