راځئ دخاین په مخ تو کړو- طنز

طنز
محمود نظری
۵-۰۷-۲۰۱۵

راځئ دخاین په مخ تو کړو

باران دی د وطن پلورنې، جاسوسي او خیانت
توری وریځي تاو بلا کیږي دي صاحب د حشمت
دا دنړۍپر نخښه د یو وطن د ورکیدو ده علامه
چې غل جاسوس خاین ته په کښې نه وی عزت
زموږ د وطن خاینان صاحبان دي ډیرنیکمرغه
هره ورځ شهید یږی بیا هم تر اخیره وي روغ رمت
شکر هیڅوک غل ، خاین ته څه ویلای نسي
په غلو څنګه ملامتولای سې بل غل ته ملامت
رباط افغاني یې وپلوره د قرباني پیسې یې تا کړې
په لندن کې دا بې اودسه لا دافغانانو کوي امامت
په افغانستان کې په هیڅ ښه کار بندیز نسته
لاکن په غلا، زنا، او وژولو کې کله پاته دی برکت
په چا کې پاته نه سود یو اصیل افغان خاصیت
په غلا او خیانت کې پاته نه سو چندان صداقت
غلا دلته لکه د ګازرو خوړل ګرانه ده خړپ خړپ
د باتور غله په غاړه اخیرځړول کیږي مدال د خدمت
بله واوره چې زوړ بزرګ مړسي کشر یې سي مشر
په دې وطن کې دوام لري د غلو صاحبانو وراثت
په هغه هیواد کې به خود راځي هر وخت شامت
چې خلک یې نه مني د غلو صاحبانو کرامت
راځې نور پریږدو اصلي خاینان په غیږ کې ونیسو
که پښتون دی که تاجک دی هغه چې لري قدرت
***
ددې ټولوغلا مبتکر هغه پخوانی چپنکي دی
یوازې لویو غلو ته ددولت هر څوکۍ وه ضمانت
چې به وموښت په لومه کې یو، دهغه لاس یې نیوه
همدا یو ښه کاربوله دهغه یو لوی چوپړ او نزاکت
وطن یې دعلی بابا څلویښتوغلوپه لاس ورکړ
هغه ناهله دی ددې ولس اصلي لعنت ملامت
ټوله موشه خره یې دیوې غوجلې واکمن کړه
تر اوسه ددولت په چاروکې د هغو غلو دی برکت
هره نیکمرغي چې راسي د هغه په کې لاس دی
د ولس په جنازه کې هر وخت دهغه دی اقامت
خدای دي دا هیوادد خاینو اوغلو خلاص کړي
چې دا غله وي تر هغه به دا دولت وي قبضیت
***
یو سل بل شل میلیونه د ولس خوري لکه جغندر
ولی دا زموږشته سوه دوی ته داسې وړیاغنیمت
دلته تر شمشیر زن کوستیزن خورا سر لوړ ګرځي
هم غلا کوي هم خیانت کوي هم ګرځي په عظمت
دوی ولي ژر تر ژره نه معرفي کیږي محاکمو ته
دهغو لا زیاتیږي د هرې ورځي په تیریدو ضخامت
موږ یې د پښتنو او تاجک په شخړه اخته کړي یو
چې دهر قوم غله ته څه ووایې ، جوړوي قیامت
که موږ لاس تر زنې لاندې ناست یو غلو ته خاندو
نو مه غواړئ په ژوند کې له الله برکت اورحمت
که نور هیڅ نه وي چې غل وینې اخ تو پر توکه
هغه مخامخ ښکنځه مه اوسه لکه بت صامت
خدای د هغه قوم برخلیک نه بدلوي ګوره افغانه
که دغله پر مخ تو نه کړي د ولس هر سړی یو کرت
«نظری» چې تر څودي توره چلیږي د خاین پښې وهه
څوک چې د خاین ننګه کوي یاچپ دی دی بې غیرت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button