ذهن څه شی دی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ذهن یو حیرانوونکی غړی دی. دغه غړی د هغه اطلاعاتو خپروونکی دی، چې تاسو یې د خپلو حواسو په وسیله راټولوی. ذهن د مغز په وسيله کنټرولېږي. ټول فعاليتونه لکه فکر، حافظه، احساسات او تخیل د مغز په نوم په یوه تشکیل کې راټول دي. فرمانونه له مغز څخه د یوې نخاع په وسیله په چټکۍ سره د میلیونونو سلولونو په مرسته د بدن ټولو غړو ته رسېږي.

لیدل
انسانان اړ دي، چې مسایل او اطلاعات په خپلو سترګو وویني، درک یې کړي او له هغه وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

اورېدل
ځینې کسان د اورېدلو له لارې د یو څه په اړه پرېکړه کوي او وایي: «دغه څه زما په اند ښه دي.» یا «دغه څه زما په اند ښه نه دي.»

د لمس قوه
بل حس چې له انسان سره د اشیاو په پېژندلو او درک کولو کې مرسته کوي د لامسې حس دی. دغه نه یوازې له ړندو کسانو سره مرسته کوي بلکې له هغه کسانو سره هم د اشیاوو په پېژندلو او درک کولو کې مرسته کوي، چې سترګې یې روغې وي. انسان چې کله د یوه شکل په اړه فکر کوي او ګوري یې هغه لومړی په ذهن کې د یوه دوه اړخیز یا دوه بعدي شکل په څېر ګوري، خو د ړندو کسانو لپاره هر شکل یا جسم یو اړخیز ښکاري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button