ذهني ناروغان څوک دي؟

دولت وزیري

خدای مې دې غاړه نه بندوي، هغه افغانان چې ځانونه تر هر چا هوښیار او د نظر خاوندان ګڼي، فکر کوم د ذهني ناروغانو شمېر په دغه کتګورۍ کې ډېر وي، ځکه چې په هېڅ خبره يې سر نه خلاصېږي او یا په زور په خبره ځان نه پوهوي.

د بېلګې په توګه:

همدغه ډېر هوښياران کسان په ټولنیزو رسنیو کې یو او بل ته ښکنځلې کوي، یو او بل رټي او هر څه ته او هر چا ته د شک او دښمن په سترګه ګوري. که دا چېرې حساب کړو وبه ګورو چې هغه شمېره چې د ژبې په نامه یو او بل ته بد او دښمن وايي شل سلنه ونیسو، او د مذهب پر بنا لس سلنه حساب کړو، د قوم په لحاظ هم شل سلنه ونیسو، د سمت او طرف په حساب، لس سلنه ونیسو، د ګوند او تنظیم له پلوه هم شل سلنه ونیسو او لس سلنه نور هم د سلیقوي او تربګنۍ له مخې حساب کړو دا ټول نوي سلنه کېږي. پاتې لس سلنه فکر کوم هغه یوازې به هغه څوک وي چې نه د چا په ښه کې کار لري او نه په بده کې، یانې دغه کسان مانا دا چې له رسنیو، مطبوعاتو او سیاست سره سر و کار نه لري.

په هېڅ شي ځان نه پوهوو او هر څه په میخانیکي توګه منو او د عملي کولو لپاره يې هلې ځلې کوو. د بېلګې په توګه، یو وايي حجاب چادري اغوستلو ته وايي، بل وايي چې حجاب د یهودیانو په څېر تورو کالیو او توره عینکو استعمالولو ته وايي، درېیم بیا وايي چې په حجاب کې مخ، لاسونه نه راځي او نور يې بیا لا نورې خبرې پسې اضافه کوي. اوس هغه کسان چې بورقه او حجاب کاروي او هغه کسان چې نه یې کاروي پر یوه دوه لاري ولاړ دي.

مشکل په څه کې دی چې په اتفاق ووايي چې حجاب دغه شکل دی او څوک د هندوانو، څوک د ایرانیانو او څوک د یهودیانو او عیسویانو په څېر ترې جلا جلا تعبیرونه ونه کړي. دا به له يوې خوا د هېواد لپاره ملي او اسلامي لباس وي او بله دا چې د یوه واحد لباس له مخې به په نړۍ کې هم افغاني مېرمنې له لیرې پېژندل کېږي.

د ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو لپاره د ازادۍ کچه باید کاملا روښانه وي. د ازادۍ په نامه هېڅوک باید د دې حق ونه لري چې د چا پر شخصي حریم تجاوز وکړي، انتقاد او نیوکه په ساده جملو کې د هر چا حق دی، خو د چا پر شخصي حریم ور دانګل د هېچا حق نه شي کېدای. اوس افغانستان هغه د تېرو ۲۰ کلونو مخکې افغانستان نه دی، د خلکو فکر بدل شوی، خلک له نړۍ سره اشنا شوي او په خپلو ارزښتونو هم پوهېږي.

وايي: شاه یې ورکوي خو شاه قل يې نه ورکوي.

اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې ده او وايي، چې هېڅوک په ږیره، موسیقۍ، لباس او یا په بله بهانه څوک نه شي ځورولی، کله چې ګورو بیا ځینې کسان د شخصي دښمنۍ په نامه او یا د عقدې له مخې نیول کېږي، توقیف کېږي او وژل کېږي یا هم زورول کېږي. ځینې بیا د ږیرې او موسیقۍ د اورېدلو له کبله ډبول کېږي او سپکاوی یې کېږي، یا د موسیقۍ، افغاني وسایل لکه ډول، رباب، سرنی او یا باجه ټوټه- ټوټه کېږي. دوی له دې هم بې خبره دي چې دول او سرنی په غزاګانو کې پخوانیو افغانانو به د شور او ځوږ لپاره غږول او د ډول او سرني تر اواز لاندې به يې پر دښمن غورځنګونه کول.

له انګرېزانو سره په دویمه جګړه کې د پیواړ کوتل پر سر انګرېز جنرال خپلو ملګرو ته وویل:

«د دې لعنتي ډول اواز راباندې داسې بد لګېږي، لکه د ټوپک ګولۍ چې زما په غوږ کې لګېږي. خپله نه معلومېږي خو د ډول اواز يې نور زموږ زړونه خوړین کړل.»

په همدې توګه نورې مسالې هم در واخله، د خدای لپاره سره اشتي وکړي، سره واحد شي، یو او بل ته درناوی وکړي، په مختلفو پلمو یو او بل مه زوروئ، لږ ځانونه د اسلام په حقیقي لاره روان کړي.

دین د خدای ج دی، دنیا د خدای ج ده، وژل او هست کول د خدای ج واک دی، لطفا ځانونه د اسلام پر حقیقي لاره برابر کړئ او هغه حقیقي لاره چې د بخښلو، یو بل ته د درناوي او یو او بل سره د مرستې لاره ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button