ذهني فشار مو داسې کابو کړئ

ژباړه: محمد حامد اکبري

سترس يا ذهني فشار داسې يوه ناروغي ده چې نن ورځ زيات خلک ورسره لاس او ګرېوان دي دا ستونزه له زيات کار او ښاري وېرو څخه رامنځته کيږي چې بايد د ساده لارو په مرسته او له درملو پرته يې مخنيوی وشي،په انسان کې د دې ناروغۍ پراختيا کولی شي له ځان سره بدې پآيلې ولري،له دې کبله مو ستاسې لپاره نهه کړنلارې چمتو کړې چې د ليکنې په دوام کې به يې ولولی.

  1. ژور تنفس کول:

لومړنۍ کړنلاره چې له سترس يا ذهني فشار سره د مخ کېدو په صورت کې يې کارولی شی ژور تنفس دی،په حقيقت کې ژور تنفس د سترس د کمښت لپاره يوه غښتلې تګلاره ده،ځکه چې د بدن مثبت غبرګونونه فعالوي او له بېلابېلو پېښو څخه رازږيدلي عصبي غبرګونونه دروي.

  1. د اندېښنې منل:

په ياد ولرئ چې سترس يا ذهني فشار يوازې يو حس او د بدن د احساس ځواب دی او تاسې بايد هغه ومنی دا ځکه چې د هغه نه منل مو حالت نور هم ترينګلی کوي،د اندېښنو منل په هېڅ ډول د دې منفي احساس سره د مينې په مانا نه دي بلکې د هغه په منلو سره د خپل حالت له ښه والي سره مرسته کولی شی.

  1. د ذهن کنټرول:

زيات شمېر د زړه حملې له وېرو او د سترس له پېښو څخه رامنځته کيږي نو اجازه مه ورکوئ چې ذهن مو د بدن کنترول په لاس کې واخلي بلکې تاسې د ذهن د کنترولو په واسطه کولی شی د خپل بدن روغتيا مدېريت کړی.

  1. منفي فکرونه تر پوښتنو لاندې راوستل:

هغه مهال چې خلک له سترس يا ذهني فشار سره مخ کيږي له عجيبه فکرونو سره لاس او ګريوان وي چې دا فکرونه سترس ته سختوالی وربښي نو په ياد ولرئ چې دا حالت يو ستونزمن وضيعت نه دی او په دې حالت کې له ځان څخه لاندې پوښتنې وکړئ.

آيآ دا اندېښنې منطقي دي؟ څومره احتمال لري چې دا اندېښنې به په واقيعت بدلې شي؟ که بده پېښه هم رامنځته شي تر کومه حده د اندېښمن کېدو ارزښت لري؟ آيا دا پېښه واقعا منفي ده او که زما تصور همداسې دی؟

  1. دا آراموونکو ذهني تصويرونو څخه مرسته اخيستل:

له آراموونکو ذهني تصويرونو څخه مرسته اخيستل مو په چټک ډول آرامۍ ته رسوي،فکر وکړئ چې د سيند پر غاړه ياست،هغه فضاوې تصور کړئ چې مينه ورسره لری تر څو د سترس کچه مو راټيټه شي.

  1. د پرېکړې  پر ځای کتنه:

هر هغه څه چې تصور يې کوی،وينی يې او احساسوی يې له قضاوت پرته يې يوازې وګورئ،دا تمرين مو ذهن آراموي.

  1. د وجود د ننه مثبت خبرې اترې:

سترس د تفکراتو او په پايله کې د داخلي منفي خبرو اترو سبب ګرځي،نو له ځان سره مثبت جملې استعمال کړئ،داسې جملې چې د دې اندېښنو په مدېريت کې مو مرسته وکړي.

  1. د سترس په اوسنيو شېبو تمرکز کول:

هغه مهال چې خلک له سترس سره مخ کيږي،معمولا په دې شېبو کې يې فکر د راتلونکې په اړه وي،د دې بېځايه فکرونو پر ځای ژورې ساه ګانې وباسئ او په اوسني حالت فکر وکړئ که څه هم سختې پېښې هم رامنځته کېدونکې وي،په اوسني حالت باندې فکر کول د اوسنيو شرايطو پر وړاندې ستاسې د مديريت وړتيا لوړوي.

  1. د فکر کولو پر ځای خپلو ورځنيو چارو ته ادامه ورکول:

د اندېښنو پر مهال خپلې هغه چارې تر سره کړئ کوم چې په عادي ورځو کې يې سرته رسوئ ځکه چې کښېناستل او د اندېښنو په اړه فکر کول مو سترس يا ذهني فشار لاپسې سختوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button