د ګندنې روغتيایي ګټې

روغتيا ویب پاڼه

ګندنه سبزیو په ډله کې د ځانګړي ځای څخه برخمنه ده. خلک یې د مناسب قیمت او ښه خوند له کبله ډېر خوښوي. په بېلابېل ډول یې کاروي. د سبو، سلاد او بولاني په شکل ورڅخه ګټه اخلي. په دې لیکنه کې به یې پر روغتيايي ګټو هم پوه شئ.

غذايي ارزښت
روغتیاپوهان وایي؛ په ۱۰۰ ګرامه ګندنه کې لاندې مواد شامل دي:

د ګندنې روغتيايي ګټې
روغتياپالان وایي، چې په ګندنه کې پر “۹۰” سلنه اوبو سربېره ویټامین A، ویټامین بي، ویټامین سي، کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، مګنېزیم، اوسپنه او کلورین شتون لري چې د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې خورا اغیزمن ثابتېږي.
دوی پر دې باور هم دي، چې ګندنه د اعصابو په قوت او د شریانونو د نرمښت لپاره مفید درمل دي. نو باید په غذایي رژيم کې خاص ځای ولري.
همداراز هغو کسانوته چی د بندونو له دردونو کړېږي او یا هم د روماتېزم په ناروغۍ اخته وي زیاته ګټه لري.
ګندنه د سل ناروغۍ د کنترول، د قولنج د کمولو، د جنسي طاقت په زیاتولو، د بلغمو په له منځه وړلو همداراز د کولمو په پاکولو، او ترڅنګ یې د وینې له کمښت څخه د رنځمنو ناروغانو لپاره اغیزمنه دوا ده.
ګندنه د اواز د صافولو لپاره هم کارول کیږي او د ګېډې د چینجیو په له منځه وړلو کې هم ښه رول لري.

څه وکړو؟
تاسو هڅه وکړئ، چې په خپل غذايي رژيم کې ګندنې ته ځای ورکړئ او په دې توګه د خپل بدن اړتیا وړ توکي له همدې سبزۍ ترلاسه کړئ.

Exit mobile version