په موټر کي عيسی خان ، عبدالحلیم استاذ، ښاغلي بریالی هلمند، محترم محمد داود فرهنګ هم ورسره ملګري وه، دوئ زما په لارښوونه د حاجي صالح محمد استاذ داوري دوکان ته ولاړل او دوې هندوانې مو د لاري له پاره ورڅخه را واخیستې.
کله چي د شیشک تر دروازه تېر سولو نو بیا ښاغلی مسعود ځلاند او انجینیر مطیع الله بهیر، ښاغلی استاد محمد هاشم نوراني هم راسره یوځای سول. دا وخت مو د سفر ملګري هم پوره، غوټه مو بسته او د سفر لاره مو خپله کړه.
په لاره کي مو د یوې او بلي خوا ښه خوږ بانډار راپیل کړئ وو او خپلي ډېري خبري به مو په یوه یوه کیسه هم پنډي کړې او د خندا سره به مو بدرګه کړې، خوند به ئې یو په دوه سو. لاپوهېدلي هم نه يو چي د میوند په سیمه کي مو سترګي ولګېدلې، دا وخت مو د خوږ بانډار پاڼه د تاریخ پر لور واړوله او د ملالۍ شهیدي د شجاعت فصل مو په ټولو په زیاته څېړنه تر کتلو لاندي ونیوئ. ښاغلي فرهاد داوري نور مخاطب کړل او وئې ویل چي په فیسبوک کي مو ولیدل چي د ملالۍ قبر اوس هم سلامت او په سور شال پوښلی دئ، موږ وویل چي پر پښتنو دا هم ډېره ده.
دا وخت د کشک نخود بازار منځ کي روان وو یوه دوکان ته ودرېدو څه ناڅه مشروبات مو را واخیستل، دوکان دار هم شناخته وختی او بیا چي کله ښاغلي فرهنګ صاحب د پنځه سوه افغانیو نوټ ورکړئ نو هغه دوکان موږ ته پرېښود او د نوټ په ماتولو پسې ولاړئ څه ګړی وروسته ئې نوټ مات کړئ وو او بیا ئې زموږ پاته پيسې بیرته را وسپارلې او په سفر مو پیل وکړئ.
د لاري په اوږدو کي مو د تاریخ لړۍ بیا هم د بحث په پوښ کي وغزوله. تر حوض مدد بازار پوري ښه ټوکر دښت مځکه مو د موټر تر ټايرونو ووتله او د حوض مدد بازار ته ورسېدو. په بازار کي ونه درېدلو، مګر د حوض مدد پر نوم او په همدغه بازار کي یوه لویه مسجدجامع وه ورباندي مو د بحث ټغر وغوړاوه.
سنځري ته رسېدلو، مو د سنځري سیمي په کلیو او بانډونو او په همدغه سیمه کي پاخه سړک ته څېرمه پرتې هدیرې کي د جهاد پر شهیدانو زیات بحث وکړئ. شا او خوا ۵ بجې او ۱۵ دقیقې وې چي کندهار ښار د احمدشاه بابا په نوم لوبغالي اړخ ته له موټرونو راکښته سولو.
هلته مو د قاضي مسلم صاحب انتظار کاوه تر څو هغه راغلئ او موږ ورسره د هغه تر کوره ولاړو، قاضي مسلم د … حاجي ډاکټر اخندزاده اوسنی زوی او د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اصلي او د کندهار ښار د چاوڼۍ سیمي اوسېدونکی دئ، د ښو اخلاقو خاوند، ځوان او تکړه مېلمه پال وو. په هلمند ولایت کي د ښاري محکمې د رئیس په توګه ئې دنده درلوده او اوس اوس د کندهار ولایت محکمې ته بیرته تبدیل سوی وو. موږ هم د نوي دندي مبارکي ورکړل. د هغه د پلار الحاج ډاکټر اخندزاده صاحب سره مو د پخوا څخه پېژندله او یو ځل بیا موږ ور وپېژندل سولو، هغه هم ډېر خوشحاله سو، هلته مو د مازدیګر لمونځ اداء کړئ، چای مو وچښلې، بیا مو د قاضي مسلم صاحب د پلار کتابتون څخه کتنه وکړه، د کتابتون شمال ختیځ لوري ته سړک، جنوب لوېدیځ لوري ته مېلمستون او مخ ته ئې یو ښه کوچنی چمن او د چمن یوې او بلي خوا ته ګلونه وه، چي د کتابتون د علمي پانګي ترڅنګ ئې د نندارې له پاره هم د ښکلا یو جاذبه انځور ئې درلوده.
په کتابتون کي د ښاغلي بریالي هلمند یو کتاب زیات خوښ سو چي دوه ټوکونه کتاب وو.
کله چي مو وخصت اخیست د قاضي صاحب پلار موږ ته زیات ټینګار وکړئ تر څو مېلمانه ئې سو او په دې اړه ئې څو د ټوکو په ډول کیسې هم وکړې خو د فرصت د مساعدیدلو پر مهال که وو نو وعده مو ورکړه چي ورځو به او د خدای پاماني کولو سره مو دا ځای پرېښود.
عینو میني ته ولاړو هلته د العزیز مسجد جامع اړخ ته د الحاج صديق الله پوپل کور ته ولاړو هلته څو دقیقې تم سولو، ډېر ښه په عصري وسایلو سمبال ځای ئې وو او مېلمه پالني ئې تر دا ښایسته تعمیر لاهم زیاته مزه وکړه.
دا وخت ناوخته ماښام وو چي الحاج صديق الله پوپل صاحب راغلئ اود شپې له پاره ئې خپل مېلمستون ته بوتلو.
ډېر جالب مېلمستون وو، د مستطیل بڼه ئې درلوده، دروازه ئې اوولسم سړک (وي/V) فرعي جادې د ختیځ لاس ته لومړۍ دروازه، دننه د مېلمستون د شرق لوری ټوله باغ ته ځانګړی وو، جنوب ته ئې د مېلمستون اطاقونو ته سړک مخ پر ختیځ غزېدلی پروت وو او د سړک راسته اړخ دېوال ته د هراتي ونو نیالګي کښېنول سوي وه او د دېوال پر سینه ئې خپلي څانګي غوړولي وې او د دېوال سره ئې د نندارې او مېلمه له پاره په خپله مینه خپله ښکلاء غبرګه او یو په دوه کړې وه، د پلي سړک شمال لور د باغ او سړک ترمینځ د ګلونو بوټي وه، چي ګلاب او ختمي، فتوني او نور ډولونه ئې درلودل، ګلونه هم په خندا وه، غوټۍ ئې غوړېدلي وې داسي مالومېدل چي مېلمنو ته د خندا په ډکه بڼه هرکلي او ښه راغلی وائي.
د مېلمستون ختییځ سهیل کونج ته ورسېدو پر زینو پورته سولو هلته د اوبو حوض وو، په ښه رنګ کاشي خښتو ښکلي وو دا حوض دوې دندي تر سره کولې یو داچي د مېلمنو د لمبېدلو له پاره ځانګړی وو او بل په اوبو ئې د مېلمستون باغ، ګلونه او نور خړوبېدله.
د حوض څخه د شمال پر اړخ پر زینو کښته سولو چي دا سیمه ټول ګلونه وه، پلي سړکونه وه، په مینځونو کي ئې چمنونه او د مېلمه پالني ښه هستوګن ځایونه وه، د چمنونو په مینځ کي چوکۍ هم د ناستي له پاره ډېري پرتې وې، شپه وه، هوا ئې سړه وه، پر زړه او دماغ دا هوا ښه لګېدله چي د سفر ستړیا ئې راڅخه لیري او ایسته کړل.
ښاغلي … پوپل صاحب هم تر ډېره راسره وو ځوان، توره برابره ږیره او غنم رنګه څېره ئې وه کرار او لږ خبري ئې هغه هم د تبسم په خندا کولې تر ډېره راسره وو، د ډوډۍ او چایو وروسته کور ته ولاړئ، موږ او خپل طبعیت ئې سره پرېښوولو.
شپه مو په خوب او بانډار سهار کړه د لمانځه د اداء کولو وروسته د ګلونو په مینځ کي ګرځېدلو راګرځېدلو او د نسیم شمال یخي هوا زیات خوند درلود.