د کمال خان بند اوبه او د بزګرانو هرکلی

نویداحمد څرک

د شنبې په ورځ د کمال خان د اوبو لومړی سر د مرکز زرنج ښار ته ورسید چې خلکو یې پراخ هرکلی وکړ.

دا د نیمروز په تاریخ کې لومړی ځل دی چې خلک دومره کچه باندې پراخه اوبه ګوري او ننداره یې کوي.

دا د خلکو یو خیال و چې د کمال خان بند به جوړیږي، له ایران به اوبه راګرځي، د هلمند سیند به مهار کیږي او د نیمروز د خلکو تنده به ماتیږي.

نیمروز اوبه درلودلې، خو کلونه جګړو دا فرصت نه برابرو چې د کمال خان بند جوړ شوی وی او د نیمروز تږدې دښتې خړوبه شوی وی.

طالبانو تر وروستي حد پوري د ایران په مالي ملاتړ هڅه وکړه چې د دې بند د جوړیدو مخه ونیسي، خو افغان ځواکونو دفاع او د خلکو همکاري وه چې د افغانانو د اوه سوه کلونو خیال په حقیقت بدل شو.

تاسو کې په خواله رسنیو کې د زرنج د خلکو خوښي لیدلی وی چې د اوبو له سر سره سم روان و او ټولې هغه موانع یې لیرې کولې چې اوبه یې راګرځولې.

د خلکو د خوښۍ اوښکې، د ماشومانو خوښي، داسې لکه جل وهلې مرغۍ چې کلونه وروسته د سمندر غاړې ته لار پيدا کړي.

د نیمروز خلکو په دومره اوبو کې د ټانکر له اوبو ګټه اخیستله او دا اوبه به یې په پيسو رانیولې.

خو دا نظام و، دا حکومت و چې د خلکو خیال یې په حقیقت بدل کړ، د هلمند اوبه یې مدیریت کړې او بلاخره د کمال خان بند کې اوبه راټولې شوې.

له یوې خوا د اوبو د خپلسرو بهیدو مخه ونیول شوه، له بلې خوا به د نیمروز د خلکو تنده ماته شي، ځمکې به یې خړوبه شي او څلور فصله ترکاري او میوه به ولري.

که طالبان او د طالبانو جګړه نه وی، اوس به لسګونه داسې د اوبو او برښنا بندونه جوړ شوی وی، خو له بده مرغه چې افغانانو بده برخه کې خدای طالب او نور ترهګر پيدا کړي چې هیڅ ډول پرمختګ ته یې نه پریږدي.

طالب له دې وطن او وطنوالو سره دایمي دښمني لري او دا دښمني یې ځینو سیمو کې ښکاره اعلان کړې او ځینو سیمو کې په ښکاره سم کارونه کوي خو د پردې تر شا تر ټولو ورانکاري همدوی دي.

تاسو به لیدلي وي چې کمال خان بند باندې نږدې سل بریدونه طالبانو کړي، چې د لږو مسوولیت یې منلی او د زیات شمېر بریدونو مسوولیت یې د دې لپاره نه دی منلی چې د خلکو له پامه بد را نه شي، خو اوس ټولو خلکو ته مالومه شوه چې امارت څه دي او جمهوریت څه دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button