د کانکور ازموینه ، جنایت او لوټماری

 

 

احمدجان تڼی

 

د اوسنی نظام یوه  د مهمو ناوړو پدیدو څخه ، دولتی  لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته د کانکور په ازموینه کې په قومی ، ژبنی او سیمه ایزه توګه فساد او تعصب دی.

په تیرو څوارلسو کلونو کې د کابل حاکمیت په اګاهانه توګه په قومی،توکمیزه ، سیمه ایز او ژبنی توګه تعصب او فساد پالیسی  مخته بیولی ده . دا باید په زغره ووایو چې د دې تعصب تیره څوکه د هیواد د اکثریت اولس ته متوجه وه.

باید وویل شی چې د کابل ادارې زیار ایستلی دی چې په هیواد کی د متناسب انکشاف مخه ونیول شی په تیرو کلونوکی ټولو سکتوري  انکشافی وزارتونه او ادارې  د متعصبو پاشیستی کړیو په منګولو کې وې دې کړیو تر ډیره بریده  ّڅه وکړه چې انکشافي پروګرامونه چی انکشافی پروګرامونو څخه پښتانه ، بلوڅ ، پشه ییان ، نورستانیان محروم وساتي.

ښاغلی حامدکرزی په خپل څوارلس کلن حاکمیت کی یو وزیر ته هم امر ونکړ چی په خپلو انکشافی پروګرامونو کی ټول هیواد په نظر کی ونیسي.

په تیرو څوارلسو کلونو کی د هر وزارت کاري پلان او ستراتیژی د اړوندې ډلی له خوا ترتیب او د مشخصو توکمونو او سیمو ګټې یی په نظر کې نیولي.

همدا خبره د لوړو زده کړو په وزارت کی هم صدق کوي په تیرو څوارلسو کلونو کی د دې وزارت واکمنانو هڅه کړیده چی تر هغه چی امکان ولری په دې وزارت پورې د تړلو لوړو زده کړو د موسسو دروازی د ځینو توکمونواو سیمو د خلکو په مخ وتړي او د ځینو توکمونو او سیمو خلک بی ددی څخه چی حتی د دولسم ټولګیو په رښتیا وتلي وي لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړي.

هغه څوک چی د تعلیم  او په ځانګړی توګه د لوړو زده کړو په ډګر کی تعصب ،درغلی او فساد کوی او هیواد د میلیونو زده کونکو او ځوانانو د برخلیک سره لوبی کول  تر تروریستانو خطرناک ، مضر او جنایتکار دی .

دا ځکه چې تروریست د یوه څخه تر لس ګونو کسانو پوری په نښه کوي مګر د تعلیم او په ځانګړی توګه د لوړو زده کړو  په ډګر کی درغلی او تعصب په میلیونو وګړي په نښه کوي او هیواد د تباهی مخته بیایی.

له دی امله اړینه وه او ده چی د افغانستان عدلی ارګانونو په تیرو څوارلسو کالونو کی دا موضوع څیړلی وای مګر هغوی سترګې په پټي کړي. او دا د هیواد د ځوان نسل  سره لویه جفا ده.

دولتی لوړو زده کړو موسسو ته د کانکور ازموینو څخه اوس د فساد او جنایت  لویه منبع جوړه شوي ده. ددی ازموینی تر نوم لاندې په لسګونو زره زده کونکی چی د لوړو استعدادونو لرونکی دی د لوړو زده کړو څخه بې برخې شوی او کیږی.

سږ کال په کانکور کې د درغلیو د پټولو د پاره یو نوی کمپیوتری پروګرام رامنځته کړل شو. یعنی یوازی د ای ډی په بنسټ د یوه وګړی د کانکور د ازموینی پایلی کتل کیدای شی . خو څوک نه پوهیږی چی د ولایتونو په بنسټ د ازموینی پایلی څه ډول دی؟

په  دې ډول د کابل  ادارې د  سلګونو زرو ځوانانو د برخلیک سره ناوړه لوبه کړي او  هیواد ته  یی ستر زیان اړولی دی.

باید ووایو چی  په فساد او تعصب  باندې ولاړ  د ولاړ کانکور ازموینې سیستم د هیواد له پاره په ستره ستونزه باندی بدله شوی ده . که چیری دا ستونزه اواره نه شوه کیدای شی د هیواد له پاره  نه جبران کیدونکی زیانونه واړوي.

په دی کی هیڅ شک نه شته چی د بن  د کنفرانس په نتیجه په افغانستان کی هغه سیاسی ډلې او کړۍ واک ته ورسیدی چی  توکمیز تعصب باندې ولاړې اجنداوې ( تر ډیر بریده پښتون دښمنه ) یې  درلودي .

نوموړو  ډلو د خبل فعالیت اصلی  موخه د هیواد اکثریت اولس یا یعنی د پښتنو سره په دښمنی  وه. کله چی د کابل اداره را منځته شوه  دولتی واک د نوموړو ډلو تر منځ وویشل شو. هر ې ډلې  په خپله ساحه کې د پښتنو په وړاندې خپله دښمنی پاللی ده  او دا بهیر تر اوسه روان دی.

د ښاغلی حامد  کرزی په حاکمیت کی هره اداره او یا وزارت د یوې ډلې ملکیت ګڼل کیده . خو کله وار به دا ملکیت د یوه څخه بل ته د بدل په ورکولو سره هم لیږدول کیده.

د پورتنیو څخه هم د لوړو زده کړو په وزارت باندی  مختلفو متعصبو کړیو منګولو خښې کړې. د خلکو په قول  لوړو زده کړو وزارت  تر ډیره بریده د متعصبه ډلې په  منګولو کې و.

د پوهنی په ساحه کې که  څه هم چارواکو د ناغیړی له امله یو زیات شمیر ښوونځی تړلی او په سلګونو زره ماشومان د زده کړو بی برخې و، نو د بلی خوا د لوړو زده کړو په ډګر کې هم د هیواد ځوان نسل سره د تعصبه ډکه چلند وشو.

د هیواد په مختلفو برخو کی ځوانان او د دوی میندی پلرونه راوتل او په لاریونونو یی  لاس پورې کړ. د کابل د ادارې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل اداری مشر ښاغلی حامد کرزی پرې سره ونه ګراوه.

دا ځکه چی ښاغلی حامد کرزی خپله دنده د یوه ملی مشر په توګه تر سره نه کړه بلکی د متعصبو کړیو تر منځ د امتیازاتو او لوټماریو د تنظیم کولو دنده یی تر سره کړه.

باید ووایو چی په سلګونو زرو ځوانانو استاد اشرف غنی ته ددې د پاره رایی ورکړې چی د کانکور د ازموینی په سیستم کی مثبت بدلون راولی او دا نظام ملی کړي .

د استاد اشرف غنی واک ته په رسیدو سره د خلکو سره دا هیله پیدا شوه چې ګوندې هغه به په دې لاره کې وړ اصلاحات راولی مګر کله چی د وروستی کانکور ازموینی پایلی اعلان شوی  خبره د خلکو په اصطلاح (( لا  پسې مرداره شوه)).

اوس په لسګونو زره داسی ځوانان چې د لوړو استعدادونو خاوندان دي او په ښوونځیو کی هم د ښو نمرو لرونکی دی بی برخلیک او یا پاتې بلل شوي دي.

مګر په مقابل کې په زرګونو زره تنو چې حتی د سواد لرونکی نه دي اویا د دولسم د فارغیدو پاڼی  هم نلری مګر  لوړو زده کړو او حتی مهمو پوهنځیو او پوهنتونو ته لاره پیدا کړیده . دا په دی مانا چې په  دې فساد او تعصب کی  اړونده ارګانونو  یو له بله همکاری کړي ده.

د طالبانو د اسلامي امارت په نسکوریدو او د ښاغلی حامد کرزی د حکومت په رامنځته کیدو سره ، د لوړو زده کړو په  موسساتو او ادارو کې د نورو ادارو په شان د فساد او قومی تعصب په  بنسټ کړنې پیل شوې.

د لوړو زده کړو پوهنتونونو او موسسو ته د کانکور د ازموینې داسی میکانیزم را منځته شو ، چی نوموړو موسسو ته بریالیتو ب د قومی او سیمې په بنسټ رنګ ونیوه.

باید ووایو چی د لوړو زده کړو وزارت په تیرو کلونو کی تر ډيره بریده د متعصبه کړیو په واک او کنترول کی و. دی کړیو ددی په ځای چی د ټول هیواد د زده کونکو سره ورته چلند ولری تر ډیره بریده یی د یوه توکم په خدمت کی و.

د ازموینې میکانیزم داسی را  منځته شو چی  د ځانګړو سیمو زده کونکی چی زیاتره یی هزاره ګان دي  په لوړه کچه بریالی کړی او  او د هیواد څخه بهر ته د بورسونو د پاره ولاړ شی مګر نور توکمونه په ډيره ټیټه مرحله کې .

په دې هکله رسنۍ هم چوپ پاتې نه شوې راز راز رپوټونه خپاره شول مګر ددې په ځای چی د اړوند وزارت چارواکی ګټور ګامونه پورته کړي د دوی څخه د خلکو په اصطلاح خبره نوره هم وشوړیده.

یوه زده کونکی ماته وویل چی زموږ په ټولګی کې پنځوس زده کونکی و،. چې دوه یی پښتانه ، یو تاجک او پاتې یی ټول هزاره ګان و. دا حالت یوازی په یوه ټولګی کې نه ، بلکی د لوړو زده کړو په زیاتو دولتی موسسو کې و او تر اوسه روان دی.

د ډیرو په وینا کمپیوټري پروګرام په دا ډول ترتیب شوی و ، چې یوازی هزاره ګان بریالی  ثابت کړی مګر د پښتنی سیمو زده کونکو څخه په اتومات ډول سره  نمرې کمې کړل شی.

په همدې کلونو کی د پښتنو د نفوسو په تناسب په لوړو زده کړو موسسو کې د پښتنو زده کونکو شمیر د اوړو او مالګې په تناسب شول.

د لوړو زده کړو د نوموړی میکانیزم په اړخ کې ، ټاکلو سیمو ته د کانکور د ازموینی پوښتنی او ځوابونه هم ولیږل شول چی په دې ډول نوموړو سیمو لوړو زده کړو ته په بری کی ریکارډونه ټینګ کړل چی موږ یی د دای کندی ، بامیانو ، مزار ، برچی او ځینی نورو سیمو نومونه اخیستی شو.

د ځینو کسانو  به په ډیره سپین سترګی سره ویل چی دا کسان لوست وایی نور هسی وخت تیروي. دوی به پدی خبره سره ، نه یوازی د نورو زده کونکو ته توهین کاوه ،بلکې د هغوی په ټپونو باندې یی مالګې دوړولې.

د یادولو وړ ده چی په نوموړو جعلکاریو کې سیمه ایزو والیانو ، د پارلمان وکیلانو او نورو زور واکانو پراخ برخه اخیستی او په دې ډول یی نالایقو کسانو لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړي ده.

که چیری په تیرو کلونو کې د د دولتی لوړو زده کړو موسسې د د پورتنیو سیمو د ځوانانو په موسسو باندی بدلې  شولې چی دا بهیر د راتلونکی کې هم دوام پیدا کړ.

که چیری د لوړو زده کړو دولتی موسسو او بهر ته په بورسونو کی د استول شوو زده کونکو شمیره وسنجول شی دا به ښکاره شی چی د لوړو زده کړو په موسسو کی څومره د توکمونو په بنسټ باندی فساد تر سره شوی دی.

د مثال په توګه که اوس د کابل پوهنتون انګړ ته ننوزی تا ته به داسی ښکاره نشی چی دا یو ملی پوهنتون دی داسی جوتیږي چی دا د د یادو شوو سیمو د پاره تخصصی پوهنتون دی. که چیری په ټولګیو کی وکتل شی نږدی نوی سلنه زده کونکی به یی د همغو څخه وي.

زیات شمیر پښتو ژبی زده کونکی چی د کړلانکور ازموینی ته تیار نیسی او یا ازموینه ورکوي دوی له بله سره مشوره کوی چی طب ، انجینری او یا نوری مهمی پوهنځی انتخاب نه کړی دا ځکه چی دا پوهنځی د لوړو زده کړو د وزارت له خوا هزاره ګانو ته اختصاص ورکړل شوی دی.د هغوی نمری په قصدی توګه زیاتیږی . مګر په نوموړو پوهنځیو کی  په سلو کی یو یا دوه تنه پښتانه هم  لیدل کیږی.

که داسی نه وي د کابل د اداری د لوړو زده کړو وزارت دی اعلان کړی چی د لویی پکتیا څخه د کابل په طب او اینجنیری کی څو تنه دي؟  د لویی پکتیا زده کونکی د نورو سره سم لوست هم وایی خو پایله یی په نشت حساب ده.

همدارنګه په قومي بنسټ باندی د فساد په اړخ کی ، د کانکور ازموینی د سوالانو او کلی ګانو پلورل هم رواج وموند. هره کیلی په لسګونو زره ډالرو پلورل کیده .

ددی په اړخ کی په بریالی کولو کی فساد رامنځته شو. ټاکلی پوهنځی ته په بریالی کولو سره په لسګونو زره ډالرو ورکول هم رواج شول.

دی ډول جعلکاریو د هیواد په اقتصادی او ټولنیزه وده باندې ناوړه اغیزه وکړه . د ساری په توګه دنورستان ، زابل ، پکیتکا او ارزګان په ولایتونو کی د سیمی د خلکو څخه یو ډاکټر وجود نلری . دا په دی مانا چی د جعلی کانکور په ازموینه کی ددی سیمو زده کونکی نه دي پریښودل شوی چی په دولتی لوړو زده کړو موسسو کې لوست وکړي.

که چیری د ولایتونو په سویه لوړو زده کړو ته د زده کونکو  تګ یو له بله مقایسه کړو ، د راتلونکی سترې فاجعی په هکله ترې وړاند وینه کیږی.

نورستان ، نیمروز ، فراه، زابل ، پکتیکا ، ارزګان او ځینو نورو سیمو څخه زده کونکو شمیر په لوړو زده کړو په نشت حساب دی .او دا د هیواد په متوازن انکشاف باندی ډیره ناوړه اغیزه کوي.

په اولسی جرګه کی دا ویل کیدل چی دوی به د لوړو زده کړو د زده کونکو څوکۍ په  ولایتونو باندی د دوی د نفوسو او خاوری په تناست وویشل شی او په دی هکله یی ویناوې هم کولی . مګر دوی هم دمتعصبو کړیو د فشار او یا تطمیع له لاری پورتنی پلان عملی نه کړ.

ددې له پاره چی د لوړو زده کړو په پوهنتونو او موسسو کی د سیمی ، توکم او ژبی په بنسټ فساد او تعصب ښه ښکاره شی باید د لوړو زده کړو وزارت د هرې پوهنځی  ، جنس ، توکم ، سیمې او ژبی په بنسټ دې په تیرو څوارلسو کلونو کې  خپله ډاټا خپره کړي.

تر څو دا ښکاره چی د لوړو زده کړو وزارت چارواکو څومره د هیواد د تنکی نسل او د افغانستان د ټولو خلکو په وړاندی خیانت او جنایت تر سره کړی دی.

باید ووایو چی د زده کړو په ډګر کی فساد په خپله یو جنایت دی چی د سلګونو زرو زده کونکو په برخلیک باندی ناوړه اغیزه کوی او هم په هیواد کی د متناسب انکشاف مخه نیسي .

په دی کې هیڅ شک نه شته چی د لوړو زده کړو په ډګر کې د روان فساد په هکله د کابل د اداری مشر حامد کرزی ښه خبر و، مګر هغه په دی فساد سترګې پټولې . دا ځکه چی هغه په ځان کی دا توان نه لیده اویا یی نه غوښتل  چی د لوړو زده کړو چارواکو ته په غوڅه توګه امر وکړي چی په قومی ، ژبنی او سیمې په بنسټ د تعصب او فساد څخه ډډه وکړي.

اوس هغه مهال را رسیدلی دی چی نوموړی فاجعی ته د پای ټکی کیښودل شی:

نو ځکه اړینه ده چی ټول هغه کسان ( لوړ پوړي ) او (( ټیټ پوړی)) چی په دی تعصبی چلند او فساد  لاس درلود باید معلوم او عدلی ارګانونو ته وروپیژندل شی که هغه اولسمشر ، د هغه مرستیال ، وزیر، د تنظیم مشر او یا والی هم واوسي.

د یادولو وړ ده چی د دا ډول کانکور ازموینو په پایلو کې چی ډیر شمیر زده کونکی په کی د خپل حق څخه بی برخی شول :

په زرګونو ځوانان دې ته اړ شول چې   د وسلوالو مخالفینو لیکو سره یو ځای شی . خپل کورونه پریږدی او د اروپا او استرالیا خوا د قاچاق وړونکو کسانو سره مله شی. ځینو ایران او عربی هیوادونو ته  مخه کړه ځینې زده کونکو ځان وژنې  وکړې

ددې په اړخ کې باید د لوړو زده کړو د پاره یو دقیق میکانیزم را منځته شي.

دا میکانیزم کیدای شي په مختلفو بڼو سره وي:

لومړي : هر پوهنتون دې د اړتیا وړ زده کونکو د جلب کولو د پاره باید خپل کانکور ازموینه اعلان کړي.

په دی صورت کې هغه زده کونکی او یا د دولسم ټولګی فارغ چی نوموړی پوهنتون سره علاقه لری اویا په ځان کی دا وس ګوري چی  کیدای شی هلته په خپل لیاقت بریالی شی ، هغه په ازموینه کې برخه اخلی او کیدای شی ښې نمرې هم ترلاسه کړي.

په دې صورت کې نوموړی زده کونکی په مینه سره لوست وایی او د هغه استعداد وده مومي.

دوهم : د هر ولایت د نفوسو په بنسټ دې په لوړو زده کړو موسسو کې د زده کونکو د پاره څوکۍ  بیلې کړل شی. او د هغه له پاره دې ازموینه واخیستل شی.

دریم : د هر ولایت زده کونکی دی ولایت د لوړو زده کړو موسسو ته معرفی شي . یعنی د خوست زده کونکی دی د خوست پوهنتون، د کنړ زده کونکی دی د کنړ پوهنتون  او داسی نورو ته معرفی شی.

.

بله مهمه موضوع د پوهنځیو د انتخاب موضوع ده

دا ډیره ظالمانه او احمقانه پالیسی ده چی که یو زده کونکی د لومړی انتخاب نومرې پوره نکړي نو باید د هغه څخه په ټاکلی اندازی نمری کمی کړل  شی.

که دوهم انتخاب ته یی نمری هم پوره وی بیا د لوړو نمرو لرونکی کسان ورته بریالی کیږی او په دی ډول په دوهم انتخاب کی ناکام کیږی او بیا لس ، شل نمرې ترې کم کیږی .

په دی ډول پنځه نوي سلنه زده کونکی خپلو انتخاب وړ پوهنځیو ته نه بریالی کیږی. دا د زده کونکو په استعدادونو باندې ډیره ناوړه اغیزه کوي.

تر اوسه د لوړو زده کړو چارواکو دا منطق  خلکو ته بیان نه کړ ، چی ولی د زده کونکی څخه چی د لومړی ، دوهم ، دریم ، څلورم او یا پڼځم انتخاب د نمرو د نه پوره کولو په صورت کی باید نمری ترې کمې کړل شی.

 که یو زده کونکی د لومړی انتخاب نومرې پوره نه کړي باید ترې لس او یا شل نمری  کمې کړل شی.

که دوهم انتخاب نمری یی وروسته له هغه چی ټاکلی اندازه نومری ترې کمی کړل شوی دی بیا پوره نکړي . هغه څخه دوهم وار بیا نمرې کمیږی او په دې ډول دا بهیر تر پنځم انتخاب پوری رسیږی.

د ډیرو په ګومان دا د نومرو کمول او په دې ډول  د زده کونکی محروم کول د دوهم ، دریم ، څلورم انتخاب څخه یو ظالمانه ، بی منطقه عمل دی.

دوه ازموینې :

همدارنګه دا اصل که څوک په دوه ازموینو کی کامیاب نه شو بیا په عمر د لوړو زده کړو څخه بی برخی کیږی، لغوه شی. دا اصل په هیواد کی د لوړو زده کړو د عام کیدو د مخنیوی له پاره رامنځته شوی دی او باید له منځه ولاړ شی .

 هر څوک باید دا حق ولری چی که په لومړی ، دوهم وار بریالی نه شو ، دا حق ولری چی تر هغه چی بریالی شوی نه د ازموینی د ورکولو اجازه ورکړل شی.

بله مهمه خبره د کانکور سوالونه دی. دا سوالونه په علمی ډول سره تنظیم شوی نه دی او زیاتره یی د بی ځایه پوښتنو څخه عبارت دی چې د هغه زده کړه او یا نه زده کړه د زده کونکی او یا ټولنی د پاره کوم اهمیت نلری. له دی امله اړینه ده چی د کانکور سوالونه په علمی ډول سره تنظیم شی.

له دی امله اړینه ده چی لوړو زده کړو موسسو ته د شمول د کانکور د ازموینی په میکانیزم باید د سره غور وشی او هغه څه چی منفی پایلې رامنځته کوی ترې ایسته کړل شی.

همدارنګه د هغو زده کونکو د زیانونو جبیره باید وکړل شی چی د متعصبو پاشیستی کړیو له خوا د زده کړو څخه بی برخی شوی دی.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button