د کار لپاره د مرکې مهارتونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دا سمه ده چې د دندې پیدا کول نن سبا یو ستونزمن کار دی او ډېر وخت نیسي، چې د ځان لپاره دنده پیدا کړو، خو ځینې مهم ټکي هم شته، چې د دندې پیدا کولو لپاره باید په پام کې ونیول شي.

ښکاره ده چې زده کړې پای نه لري او انسان باید له زانګو نیولې د مرګ تر ورځې په دې هڅه کې وي، چې نوي څه زده کړي، خو په هر هېواد کې د کار پیدا کولو لپاره ځینې ځانګړي معیارونه هم شته دي. کېدای شي ځینې داسې دندې هم وي، چې د ډېرو لوړو زده کړو لپاره ورته اړتیا نه وي.کولی شئ له هغې ادارې سره په اړیکه کې شئ، چې له نورو شرکتونو سره اړیکه لري او د کارکوونکو په ګمارلو کې ور سره مرسته کوي. له هغه شرکت سره په اړیکه کې شئ، چې غواړي نوي کارکوونکي پر دندو وګماري.

کولای شئ، ورځپاڼو او هغو وېبپاڼو ته سر ورښکاره کړئ، چې د دندو اعلانونه خپروي.
له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې اوسئ او ورته ووایئ، چې وزګار یم او دنده لټوم. دا په دې دلیل، چې نن سبا د اړیکو نړۍ ده او ډېری کسان له همدې لارې دندې پیدا کوي.

کله چې تاسو د دندې په لټه کې یاست، نو هرو مرو باید هغه توکي درسره موجود وي، چې د کار څښتن یې غواړي. تر ټولو اړین څه (سي وي) یا د هغه معلوماتو ټولګه ده، چې ستاسو نوم، د زېږېدو ځای، اوسنی عمر، د زده کړو کچه، کاري تجربه او نور اړین معلومات په کې لیکل شوي وي.

کاري مرکه باید څه ډول وکړئ؟

له نېکه مرغه بخت مو وېښ شو، سي وي ته په کتو ، د شرکت یا ادارې مشر مو د کاري مرکې لپاره ورغواړي. اوس نو کوم ټکي باید په پام کې ونیسئ:

لومړی دا چې د شرکت یا ادارې په اړه څېړنه وکړئ. تاسو کومې داسې وړتیاوې لرئ، څو د ادارې اړتیاوې پوره کړئ. په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ، دغه څه ددې ښکارندویي کوي، چې تاسو په رښتیا هم د کار په لټه کې یاست. له ځان سره په دې اړه فکر وکړئ، چې څه ډول کولای شئ په کاري مرکه کې په سم او ډاډه زړه پوښتنو ته ځواب ورکړئ.

ساده پوښتنې او ننګونې:

د ځان په اړه ووایئ! څه ډول یو شخص یاست؟
د پخوانۍ دندې او زده کړو په اړه معلومات راکړئ؟
په کاري چاپېریال کې څومره بریالي یاست؟
ددې کار لپاره ستاسو مثبت اړخونه کوم دي، څه ډول کولی شو په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړو؟
منفي اړخونه مو کوم دي؟

د یوې ادارې د مشر لپاره دا ډېره مهمه ده چې باید ستاسو د منفي ټکو او اړخونو په اړه هم معلومات ولري. کېدای شي ډېر کسان ددې راز افشا کولو ته زړه ښه نه کړي او پټ یې وساتي. دا چې هېڅ ممیز بې خلي نه دی، نو د خپلو منفي اړخونو په اړه معلومات ورکول پر ځان د باور ښکارندویي کوي.

ولې مو له موږ سره کار کولو ته زړه ښه کړی؟ څه شي را جذب کړئ؟
ولې تاسو باید په دې دنده وګمارو، کوم اړخونو مو له دې دندې سره جوړښت مومي؟
د راتلونکې لپاره کومې موخې لرئ؟
دا هغه پوښتنې دي، چې که په ډاډه زړه او پر ځان د باور له مخې ځواب ورکړئ، هغه ده چې دنده ترلاسه کوئ.

له کاري مرکې وړاندې په دې اړه فکر وکړئ، چې څه ډول یوه چاپیریال ته ځئ او آیا دې ادارې ته د ورتلو لپاره ځانګړو جامو اغوستو ته اړتیا شته او که نه؟ هڅه وکړئ، چې نه ډېرې شیک او نه هم ډېرې غیرې منظمې جامې واغوندئ.

د کار ډېری مالکان دا هیله لري، چې لومړی تاسو خپل لاس ور وړاندې کړئ. تر ټولو مهمه دا ده چې د کاري مرکې لپار پر وخت ځان ورسوئ. که مو بې پروایي وکړه، هغه ده چې د کاري مرکې لپاره به مو چانس له لاسه ورکړی وي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button