د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

ریاض مقامزی
“کاریزما” یوه ځانګړې وړتيا ده، په کومه کې چې تاسو نور خلک تر خپل تأثیر لاندې راوستلای شئ. دا یو داسې مهارت دی، چې کولای شئ زده یې کړئ، تقویت ورکړئ او نورو ته یې هم وښيئ. اکثره کاریزماتیک شخصيتونه بریالي وي او د خپل شاوخوا خلک ترې خوښ وي.
موږ په خپلې کورنۍ، ټولنې، پوهنتون، دفتر او ګڼو نورو ځايونو کې داسې شخصیتونه پېژنو. دا چې څنګه موږ هم د هغوی په څېر نور تر خپل تأثیر لاندې راولو او محبوبيت پيدا کړو، په دې لیکنه کې به پرې پوه شئ.

د کاریزماتيک شخص ځانګړتياوې

که تاسو هم غواړئ، چې کاريزماتيک اشخاص شئ نو لاندې ذکر شوي ځانګړتياوې په بشپړ غور ولولئ او پر خپل ځان يې هم تطبيق کړئ.

۱. پر ځان باور
کاریزماتيک اشخاص تل پر ځان باور لري. له هېڅ سخت کار څخه نه په شاه کېږي خو دا باید ووايو، چې هېڅکله بې فکره اقدام نه کوي. تل هڅه کوي چې د خپل اقدام لپاره دلایل ولټوي او پوه شي، چې دغه کار یې په ګټه دی او که نه. دا چې پر ځان باور د بریا لپاره د لومړني شرط په توګه پېژندل کېږي نو ځکه خو دا ډول اشخاص په خپل کورني او کاري ژوند کې تل خوښ او بریالي وي.

۲. آرام چلند
له نورو سره په اړيکو او چلند کې خورا آرام وي. تل په سړه سينه ځواب ورکوي. همدارنګه احساسات تر خپلې ولکې لاندې ساتي. کاریزماتيک اشخاص پوهېږي، چې آرام چلند تر هر څه ډېر ددوی په ګټه دی. دوی وايي: آرامې اوبه په غره کې لارې باسي. رښتيا هم همداسې ده. په هر کار په زور نه کېږي، خو اکثره کارونه په آرامه کولای شو. له نورو سره آرام چلند دې ډول اشخاصو ته ځانګړی محبوبیت ورکړی.

۳. ښه اورېدونکی
ښه اورېدونکي د هر چا خوښېږي او هر څوک ورته د زړه خبرې کوي. کاریزماتیک اشخاص ډېر اوري او لږ وايي. همدارنګه کله چې تاسو ورته غږېږئ په ډېر ځير سره ستاسو خبرې اوري. تاسو ته دا احساس درکوي، چې ستاسو خبرې ورته د اهمیت وړ دي. همدارنګه دا ډول اشخاص په کاري چاپېریال کې د کار د ښه والي په موخه د خپلو همکارانو مشورو ته اهميت ورکوي.

۴. همېشنۍ مسکا
د کاریزماتيک اشخاصو د محبوبیت بل سبب د هغوی خندانه څېرې دي. دوی تل مُسک وي. که غږېږي، که غلي وي او یا کوم بل حالت کې وي همېشه یې تندی یې ورین وي. ددوی په لوري کتل انسان ته ډاډ او آرامښت وربښي.

۵. د خلکو نومونه
موږ او تاسو تر ډېره د هغو خلکو نومونه نه یادوو، چې لږ ورسره مخ کېږو. مګر کاریزماتيک اشخاص دې ټکي ته خاص اهميت ورکوي. هغوی تل کوښښ کوي، چې د خلکو نومونه یاد کړي. آن د داسې خلکو نوم هم پوښتي چې پوهېږي نور ورسره نه مخ کېږي.

۶. بخښنه
کاریزماتيک اشخاص هېڅکله د غچ اخیستلو فکر نه لري. که تاسو هر څومره بد وکړئ په بدل کې یې بد نه کوي. بخښنه کول یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه ده، چې دا ډول اشخاص یې لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button