د کارل مارکس له اقتصادي نظریې تر دین ستېزه مبارزې یو ځغلنده نظر

د کارل مارکس له اقتصادي نظریې تر دین ستېزه مبارزې یو ځغلنده نظر

کارل هنریش مارکس ( 1818 ـ 1883 ( نوموتی الماني فیلسوف ، اقتصاد پوه او د مارکسیسزم دمفکورې تیوریسن ګڼل کیږي دده نظریه له دیني ، اشرافي او سرمایه دارۍ سره په ټکر کې را پېل او د نړۍ په ډیرو ځایونو کې يې د پېرانو له لورې په وحشت سره خپره شوه.

د کمونیزیم تیوري چې د مارکس له بنسټونو ګڼل کیږي که چیرته وغواړو په یوه جمله کې یې تشریح کړو نو ویلی شو چې” د شخصي ملکیتونو ختمول ”

د کمونیزم ریښه د لاتیني ژبې له ( commons ) اخیستل شوېده چې د ګډون یا اشتراک په مانا کارول کیږي.

د فریدریشن او کارل مارکس فرضیې وایي چې، هغه ټولنه چې طبقه ونه لري کمونیز یې بللی شو یاهم د تولید په وسایلو کې د خلکو واحد ټولیز مالکیت او د ټولو غړو مساویانه ونډه لرل له کمونیزم څخه عبارت ده.

له اقتصادي ، ټولنیزې او فلسفي له اړخه سوسیالیزم او کمونیزم د یوه مفکوروي مکتب په توګه کارول کیږي چې دواړه د تولید په وسایلو کې د مساویانه حق غوښتنه لري خو کمونیزم د سوسیالیزم په دوام کې وروستۍ او اپډیټ شوې بڼه ګڼل کیږي.

ايډیالوژي د باورونو او ارزښتونو یوه ټولګه ګڼلی شو او لکه څنګه چې ایډیالوژي تل د وحشت د ستراژیو په توګه کارول شوې نو د همدې ارزښتونو په بنسټ د کمونیزم ایډیالوژۍ په نړۍ کې وحشت سره پېل او پلویانو یې د همدې نظریاتو د عملې کولو لپاره نړۍ کې اور بل او تپونه یې تر اوسه هم د ملتونو په منځ کی خیژي ، له لېننه را شروع او بیا سټالین پرې په میلیونونه انسان ووژل تر دې چې همدا نظریات یې له خلکو له پامه بد او په نړۍ کې د یوه بل وحشت د پېل زېږنده شوه .

خو بلې خوا ددې نظریې منونکي بیا وایي چې مارکس یوازې یو تیوریست وو چې دده د تیورۍ تطبیق د ظلم او جبر له لارې ترسره شو نو دده پکې ګناه څه ده ؟

د کمونیزم جبر کوونکو به استدلال کاوه چې، که انسانان هدفمند ووژل شي دا فرق نه کوي بلکې باید بې هدفه انسانان باید ونه وژل شي یانې پدې مانا چې کوم انسانان موږ ووژل ددې تر شا یو ستر هدف دی چې هغه د کمونیزم رایج کول دي.

دې نظریې تقریبا په نیمه نړۍ واکمنې وکړه ، ژر له منځه لاړه او څه چې شته هم له ماډرنیزم نه په استفادي په اقتصادي نظامونو کې د کاپټلیزم او ازاد بازار تر چتر لاندې خپل کارونه کوي چې د چین، وینزیویلا او کیوبا دولتونه یې ښې بېلګې دي. خو همدا چین بیا د کمونیستي رژیمونو په سر لارو کې راځي .

د کارل مارکس مبارزه د کپټلیزم یا د سرمایه داري نظام ، مذهبي مخکښانو او اشرافو په وړاندې وه ده یوازې اقتصادي نظریه نه لرله بلکې د ټولنیز ژوندانه په اړه د سرمایه دارۍ نظام د مردودولو او په وړاندې د جدي مبارزې غوښتونکی وو

د کارل مارکس ځېنې نظریې په غیر شعوري توګه د منلو تر حده رسیږي چې د کاپټلیزم د ردولو او په ټوله کې د اجتماعي ژوندانه د مساویانه حقونو د ورکړې بحث یې جالبیت رامنځته کړېدی .

په اوسنۍ نړۍ کې درې سترې اقتصادي نظریې د بحث وړ ګڼل شو چې عبارت دی له کاپټلیزم ، سوسیالیزم او د اسلام اقتصادي نظام څخه

لومړی : پانګوالې یا سرمایه داري نظام ( Capitalism )

سرمایه داري نظام له هغه اقتصادي نظام څخه عبارت دی چې، د شخصي ملکیت د ازادۍ پر بنسټ یې د اساس ډبره ایښودل شوې ، د تولید ټول وسایل ، ځمکې او سرمایې یوې ډلې په لاس کې وي همدا فردي ملکیت ګڼل کیږي. د پانګوالۍ نظام د سیالۍ او ازاد رقابت نظام دی چې افراد به د پیسو او ګټې په لاسته راوړولو کې یو تر بله رقابت کوي.

دویم : کمونیزم ( Communism )

له هغه ټولنیز اقتصادي نظام څخه عبارت ده چې، د تولید له وسایلو څخه د مشترکې ګټې اخیستونکی وي په کمونیستي نظام کې ملکیتونه ، ځمکې ، پانګې او نور هر څه د دولت په لاس کې وي هیڅوک د سرمایه دارۍ ، تولید او ملکیتونو خاوندان نه وي ، دولت مکلف دی چې، د کار په مقابل کې د خوراک ، پوښاک ، صحت او زده کړو زمینه برابره کړي .

درېم : د اسلام اقتصادي نظام

د اسلام اقتصادي نظام دالهي احکامو پر بنسټ د کاروبارونو رامنځته کول ، د شتمنیو په وېش کې د برابرۍ د روا لارو څخه د عاید تر لاسه کول او مقیده فردي سرمایه داري ازادۍ لرل یې مهم بنسټونه ګڼلی شو.

د بحث وړ خبره خو داده چې د اسلام مبارک دین لکه څنګه چې په نورو مذهبي ، ټولنیزو او سیاسي اموراتو کې د اعتدال دین دی همدارنګه په اقتصادي نظام کې هم د اعتدال او منځلاريتوب دین دی هغسې چې کمونیزم او سوسالیزم هر څه شریک ګڼلي دي او حتا فردي ازادي هم پکې سلب ده او هغسې چې د کاپټلیزم د زبیښاک نظام په بڼه په نړۍ جابرانه حکومتداري لري ، اسلام مبارک دین د دواړو رد د ټولنې د بهود او خلاصون لپاره کوي.

د مارکس ډیر بحث پدې دی چې په ټولنه کې باید اشرافیتوب له منځه لاړ شي ټول باید کارګران و اوسي او هر څوک د یوه مساوي کار په کولو سره مساوي اجوره تر لاسه کړي نه داچې د مالکیتونو او واکمنیو په لرلو سره دوی بې غمه او بې زحمته ژوند وکړي او هغه څوک چې دا نه لري کار وکړي دده ډیر تاکیدي ټکی هم همدا دی چې ولې یو کارګر یو سخت کار له کولو وروسته ډوډۍ تر لاسه کوي او بل چې سرمایه لري هیڅ زحمت له ویستلو پرته په ارام خپله زنده ګي کوي.؟

ده به یوازې په واکمنانو انتقاد نه کاوه بلکې د ټولنې اګاه قشر او علمي کادرونه به یې هم رټل چې ولې هغسې چې ستاسې مسؤلیت دی، نه اداء کوئ لکه ده به ویل ؛ فیلسوفان نه یوازې داچې دا نړۍ تفسیر کړي او تشریح یې کړي بلکې باید دې نړۍ ته بدلون ورکړي ؛

د کارل مارکس ځېنې نظریې له انساني فطرت سره جوړې او له مخکنیو پوهانو په خبرو کې هم ورته اشاره شوېده د هغه نظریاتي فکر د انسان لومړنۍ اړتیاوې لکه کور ، ډوډۍ او کالي باندې راڅرخېده.

د پښتو ژبې ستر شاعر خوشحال خان خټک تقریبا له کارل مارکس څخه دوه سوه کاله مخکې ( 1613 ـ 1689 ) همدغه غم ژړلی دی او ویلي یې دي

چې چاته پېښ شي غم د خوړلو

یا غم د څښلو د اغوستلو

نور نو غمونه واړه تر شاه شي

که د سندرو وي یا د بدلو ( خوشحال کلیات ، مخ ۳۸۸ )

ده به تل ویل چې که چیرته سیاستمداران په خپلو منځونو کې اتفاق وکړي نو زموږ سرمایه به چور کړي خو که یې په خپل منځ کې یې اختلاف راغی نو زموږ ژوند به واخلي نو لدې نه مخکې باید سرمایه داري نظام او په ټولنه کې تطبقاتي نظام له منځه لاړ شي .

دا اما اوس ددې خبرې دا مانا نه شوه چې کارل مارکس سره له هرې بدۍ او خوبۍ رد شي هو موږ به یې د خپلو دیني مقدساتو له مخې ردوو اما د سرمایه داري نظام په وړاندې دده مبارزه باید مطالعه او په اړه یې فکر وشي لکه څنګه چې اسلام ، سرمایه داري نظام هم رد کړیدی .

کارل مارکس او فریدریشن انګلیس به د مذهب نه بیزاره نړۍ غوښتله، ددې مکتب دا نظریه چې، دین دې نه وي او یا هم دینونه نابود دي مردوده ده په همدې اړه انګلیس ټولنپوه او اګاه انتونی ګیډنزد وایي چې، دین نه نا بوده کیږي بلکې له ماډرنیزم سره هم غاړه کېدای شي چې همدا خبره چې کارل مارکس ، ماکس ویبر ، دورکیم او فریدریشن کړې وې دا ټولې نظریې د ردولو په مانا ده.

البته دا جلا بحث دی چې ماډرنیزم او دین دواړه سره څنګه او ولې هم غاړه شي. ؟

نړۍ ، د هغه کسانو چې، فکر کوي او بیا ځوریږي او هغه کسانو چې ځوریږي او بیا فکر کوي تر منځ د یووالي په نتیجه کې نېکمرغۍ ته رسیدلی شي ، دا او دېته ورته خبرې یې د بحث وړ دي.

د مارکس نظریات په ظاهري بڼه جبر ، ظلم ، زور او په ښکاره د دین څخه په سرغړونې له امله د خلکو له لورې رد شول چې ددې زیات لاملونه شته مخکې مو وویل چې ددې نظریې پیروانو د همدې نظریې د پلې کولو لپاره په نړۍ کې د ظلم او جبر څادر خپور او په میلینونه انسان یې ووژل .

دی په خټه جرمني او په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی وو نو دده منتقدین یې د یهوديزم اقتصادي برلاسۍ یو پلی کوونکي بولي چې د کمونیزم په چوکاټ کې بې دیني یانې الحاد دی او دوی پدې نظر دي چې یوه بې دینه یا هیڅ دیني ارزښت ته بې ژمنې ټولنې او خلکو باندې په اسانۍ باندې واکمني کولی شو.

کمونیزم سره د خلکو او په ځانګړې ډول د ادیانو دښمني هم په همدې پېل شوه چې، دوی مبارزه د غریب او مزدورې طبقې د بهبود لپاره پېل کړې وه خو زیات زور یې د مذهبونو په ختمولو کې و ازمایه او له نړۍ یې د مذهب څخه پاکول غوښتل چې دا خپله په خپل ذات کې یو جلا بحث دی او جلا مبارزې او ایډیالوژۍ ته ضرورت لري. یانې پدې مانا چې د کمونیزم ایډیالوژي یوه دین ستیزه ایډیالوژي وه.

خو ددې برخې منونکي بیا وایي چې، نا د ایډیالوژي مذهب ستیزه نه بلکې پیروان یې متشدد ول او ددې ایډیالوژۍ له ټرمنالوژیو یې په خپلې ګټې پالیسي تغیروله، دوی همدارنګه زیاتوي چې، د کارل مارکس د ژوند ټوله مبارزه د ټولنې محکومې طبقې د ښیګڼې او رفاه لپاره وه دا چې وروسته یې له نظریاتو د جبر او ظلم په کولو استفاده وشوه هغه بېله خبره ده.

دوی همدارنګه وایي چې د نړۍ په کچه د لوږې ډېر والی د سرمایه داري نظام ډالۍ ده چې اوس یې ټوله نړۍ د مزې د څښلو په درشل کې ده چې غریب نور هم غریب کیږي او سرمایه داران ورځ تر بلې سرمایې زیاتيږي چې دا خپله په نړۍ کې نا انډولې ، ظلم او بغاوت را پیدا کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button