د ښځې او خاوند د خوښ ژوند رازونه

فقیرمحمد فقیرزی

که مو نوی واده کړی وي او یا هم د واده مو ډیر وخت تیر شوی وي او غواړئ ژوند مو خوشاله وي؛ اړینه ده ځينې مسایل په غور سره پر مخ یوسئ او په ځينو مسایلو کې خپلې میرمنې ته حق ورکړئ او ورته ډېر احترام ولرئ.که په اوس وخت کې خاوندان او مېرمنې د ارواپوهانو وروستي ټولنیز وړاندیزونه په خپل ژوند کې عملي کړي نو یو خوشحاله واده او ژوند به ولري.

دلته درته هغه تګلارې درپه ګوته کوم چې، په مراعتولو سره یې تاسې کولای شئ خوښ او له مینې ډک ژوند وکړئ.

په دې تګلارو کې مېرمنې او خاوند دواړو ته لارښوونې شوې دي.

۱:ـ د کور په چارو کې مو د مېرمنې کار او خبرو ته د ارزښت په سترګه وګوری.

ډېرکله به مو اورېدلې وي چې، یو شمیر کورنۍ ښځو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي خو پام مو وي چې، په دې سره تېروتنه کوئ ښایي ډیری وخت د میرمنې کار سم وي او تاسې ته ګټه ورسوي او ښایي په یوه موضوع ځینې وخت د میرمنې رایه او نظر سم وي.

۲ :ـ مېرمنه دې له واده وروسته د خپل خاوند په مخ کې په ښکلې څېره کې وګرځي.

له واده وروسته ډيری نجونې داسې فکر کوي چې، اوس اړتیا نشته موږ د ځان ښایست پسې وګرځو خو دا د دوی لویه تېروتنه ده. د دوی داکار دا زمینه برابروي چې، خاوند یې له دې مخ واړوي.

نو په کار ده چې، یوه نجلۍ له واده وروسته د خپل خاوند په مخکي همیشه په زینت او ښکلا سره وګرځي څو د هغه نظر پر نورو باندې ونه لویږي او د هغې څخه په زړه کې یې یو ډول کرکه او بدوالی پیدا نشي.

اسلام هم پر همدې خبرې حکم کړی په ځانګړې ډول کله چې خاوند د سفر څخه راشي نو میرمنه یې باید ځان ښکلې کړي او د خاوند لپاره سینګار وکړي.

۳:ـ خاوند هم باید د خپلې میرمنې د خوښ ساتلو په خاطر ښکلی او پاک وګرځي.

د پاکۍ او ښایست خبره نه یواځې میرمنو ته منسوبه ده ، خاوند هم باید دې ټکي ته پام وکړي او د خپلې مېرمنې زړه خوښ وساتي.

۴:ـ که مو مېرمن د بې ګټې شیانو مینه واله وي نو په هنر سره یې پوهه کړه نه په ډب.

که مو اقتصادي وضعیت کمزوری وي او مېرمن مو ښه کالي او زر غواړي نو ټول هغه وصول ورته وښایه کوم چې اسلام پرې امر کړی.

هم به ژوند په مینه پرمخ لاړشي او هم به مو میرمنه خوښه اوسي.

۵:ـ له مېرمنۍ سره د پردي شي له لیدلو وروسته یې پوښتنه کول.

که چیرته مو له خپلې مېرمنې سره داسې کوم څه ولیدل چې، تاسې ورته نه وي اخیستی او یاهم مور او پلار دې ورته نه وي اخیستی نو اړینه ده پوښتنه یې وکړې او په اړه یې باید پلټنه وشي څو معلومه شي له کومه ځایه یې کړل.که بې غوره پرېښودل شي ښایي راتلونکي کې لویه ستونزه جوړه شي ځکه د خپلسرۍ پيل له همدې ځایه کیږي.

۶: نارینه دې ټول وخت کار ته نه ورکوي.

که د ښځې خاوند ټول وخت کار ته وقف کړي او میرمنې ته د خوږو خبرو د ورکړې وخت ورنکړي دا نو د دواړو ترمنځ ګډ ژوند لا خرابولی شي اړینه ده له کار اخوا یو څه وخت د خپلې میرمنې سره په خبرو اترو، خندا او خوښیو کې هم مصرف کړئ.

۷: که مو میرمنه نیک صالح وه صفت یې وکړئ

ډیری وخت موږ د ځان کم نه ګڼلو په وخت کې د خپلې نېک صالح میرمنې صفت راته عیب ښکاري خو دا فکر مو غلط دی که چیرته میرمن ښه او نېکه وي نو کله نا کله باید د هغې تعریف هم وکړئ تر څو هغه خوشحاله شي او له تاسره د ګډ ژوند په دوام نورې نیکۍ هم وکړي.

۸: د ماشومانو پرمخ مو میرمنې ته بد رد مه وایئ.

بد الفاظ کارول په هروخت کې ناسم کار دی که هر چاته وي خو که داسې وخت راځي چې، میرمنې مو تیروتنه کړې وه لومړی اړینه نه ده چې، بد رد ورته ووایئ خو که بیاهم ډيره غوصه درتله بیاهم هيڅ نه ده په کارد چې، دماشومانو پر وړاندې یې ورټۍ.

که دا کاروکړئ نو ماشومان موبې لارې کیږي په دې کارسره مود کور خوند او خوشحالي له منځه ځي او ماشومان مو پرخپلې مور باندې زړه پیدا کوي او بې باکي ورسره کوي.

۹:ـ له خپلې میرمنې او ماشومانو سره مینه ناکه چلند وکړئ.

په ګډ ژوند کې مینه اوخوښ اوسېدل اړین دي نو که چیرې له خپلې میرمنې او ماشومانو سره مو په مینه او شفقت اوسیدل زده وي نو ژوند به مو په ډير باور او عزت پرمخ ځي.

او که چیرې د وحشي زمري او پړانګ په ډول اوسیدل مو عادت وي نو ژوند به مو سخت او نا ارامه وي.

۱۰:ـ د خپلې مېرمنې پر وړاندې مو د بلې هېڅ ښځې تعریف مه کوئ.

که مو د خپلې خوږې مېرمنې پر وړاندې د پردۍ ښځې تعریف وکړ نو ښایي د خپلې میرمنې په زړه کې مو شک پيدا شي او دا شک بیا د دې لامل کیږي چې، بې باوري رامنځته کړي او ژوند مو تریخ شي.

نو اړینه ده چې، د خپلې میرمنې پر وړاندې د پردۍ ښځې تعریف هیڅکله ونکړئ.

۱۱:ـ له بد اخلاقو ښځو سره خپله میرمن مه پریږدئ چې اړیکه وساتي.

په دری ژبه کې یو متل دی چې وایي ((همرای ما بنیشني ماه شي و همرای دیګ بنشیني سیاه شي)).

نو که میرمنه مو له خو ښځو سره اړیکه ولري ښه شیان زده کوي او که بد اخلاقه ښځو سره یې اړیکه پيدا کړه نو بیا ترې د خو کارونو طمعه مه کوه.

نو خاوند ته په کار ده چې خپله ښځه د بد اخلاقو ښځو سره تعلق ته پرې نږدي.

نوټ:په ټوله کې ویلای شو چې، هغه ښځه او مېړه چې، ورته خویونه ولري تر نورو به یې ګډ ژوند خوږ او اوږود وي او بریالی واده به ولري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button