د ښوونې او روزنې دښمنانو بیاهم جنایت تر سره کړ!

د ښوونې او روزنې دښمنانو بیاهم جنایت تر سره کړ!

عبدالمنان توحیدیار

د علم او زده کړی اهمیت او ارزښت هغه څه دي چې ټول آسمانی ادیان او بشری ښوونځي او ټولنه د هغه په کسب او ترلاسه کولو باندې ټینګار کوي او د زده کړي په بهیر کې پراختیا او پرمختګ ویاړ ګني، خو د اسلام مقدس دین له بل هر دین او آئین څخه علم او زده کړی ته ارزښت وکړی دی او انسانان یې دعلم او پوهي زده کړي ته رابللي دي.

تعلیم ورکول او د هغه تر لاسه کولو زده کړه ده، تعلیم رڼا ده او په یوه ټولنه کې یو بې روحه کالبد کې د څا(روح) غزول دي او د اسلام مقدس دین په دغه لاره کې له هر څه د مخه ټینکار کړی او د علم زده کړه یې یو الهی نعمت بلل دی، دا ځکه چې په اسلام کې لومړنی وحی د قلم، تعلیم او زده کړی د ارزښت بیانوونکي دی او هغه یې د الهی له مهمو او ارزښتناکه نعمتونو څخه انسانانو ته ورپیژندلي دي، چې د دغه ښوونځي لومړنی ښوونکی د الله تعالی پاک ذات او لومړنی زده کوونکی یې نبی کریم(ص) وو« اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ … اقْرَأْ وَ رَبُّکَ الْأَکْرَمُ الَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ»(علق،۱-۵ )ژباړه:ای رسوله ووایه د خپل پرودګار په نوم چې ته یې پیدا کړی یي، ووایه چې ستا پرودګار غوره او کریم دی،هغه خدای چې انسان ته یې د قلم په واسطه د لیکلو علم ورزده کړ او بشر چې په هغه څه نه پوهیده ورزده یې کړل.

دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نر او ښځینه مسلمان باندې فرض ګرځولي، (طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ (متفق علیه).

خو له بده مرغه چې له اوږدې مودې راهیسي او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه په ناوړې ګټي پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولي چې کله مو ښوونځي راسوځوي، کله یې په بمونو الوځوي، کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړي، کله مو نازولي زده کوونکي را مسموموي، کله مو ښوونکي او زده کوونکي ګواښوي او حتی په شهادت یې رسوي، چې ښې بیلګې د نورو ولایتونو سربیر په دې وروستو ورځو کې په بغلان ولایت کې د استادانو او محصلینو پر موتر ترهګریز برید چې په یاپله کې څوتنه شهیدان او ټپیان شول او په تخار ولایت کې د انجونو په زده کړه د طالبانو لخوا بندیز لګول دي چې انجونی تر اووم ټولګې پورې لیک او لوست کولی شي.

حال دا چې د طالبانو مشرتابه چې د اکثریتو کورونه په نورو بهرنیو هېوادونو کې دي، اولادونه یې په پرمختللو ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې کوي. د دوی لورګانې هم په مفشن لباس کې لوڅ سر پرته له ټیکري پوهنتون ته ځي، خو په افغانستان کې یې د شرعیت تر بیرغ لاندې د ښځو هر ډول فعالیت بند کړی او حتی د زده کړو اجازه نه ورکوي.

یادو جنایتونو ته په کتو سره دا زمونږ ټول ګډ مسوولیت دی تر څو د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډلو ورانکاره او ترهګریز بریدونه پروړاندې ودریږو او له خپلو امنیتي ځواکونو سره په دغه برخه له هیڅ ډول هلوځلو او ملاتړ څخه ډډه ونکړو او اجازه ورنکړو چې د اسلام او انسانیت دښمنان زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږي او له خپلو ټولو متدنیو هیوادوالو او په ځانګړی توګه د فاریاب ولایت او قادس ولسوالی څخه هم په کلکه غواړو چې نور په خپلو سیمو او بانډو کې د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې ودریږي او د دوي د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button