یوه ستونزه خو دا ده چې دلته په هیواد کې د ګډ حکومت له جوړیدو سره سم رخصتۍ دومره زیاتې شوي چې په حقیقت کې زمونږ د ملت لپاره زهر ګڼل کيدلای شي، ځکه ملت له دومره کړاو او ستونزو سره لاس او ګريوان دی چې که د افغانستان هر وګړی ماشين هم شي نو باید یوه شيبه هم ونه دريږي،. له بده مرغه چې اوس زمونږ رخصتۍ د قانون له سرو کرښو هم واوښتلې. افغانستان په تیرو کلونو کې تر سخت ناورين وروسته اوس اړتيا لري څو شپه او ورځ ورته کار وشي، خو د هیواد وګړي په وروستیو کلونو کې په يو کال کې ۱۱۵ ورځې رخصتی کوي، دې رخصتيو له دې سره سره چې يو لوري ته يي کاري کفیت ټيت کړی دی بل لوري ته يي په کاري برخه کې هم ډيرې ستونزې را ولاړې کړي دي. له بل لوري زمونږ ډیری ښوونکي هم له ویش نه په تالا خوښ دي. که د حکومت له لوري یوه ورځ رسمي رخصتي اعلانیږي؛ ښوونکي مو زده کوونکو ته دوه ورځې له ځانه رخصتي ورکوي، په دې معنا چې له رسمي رخصتۍ یوه ورځ وړاندې او یوه ورځ وروسته په خپل سر رخصتي کوي. همدا شان د اختر څلور ورځې رخصتۍ مو آن پنځلسو او شلو ورځو ته رسیږي. او د ښوونیز کال په لومړیو کې کله چې ښوونځي پيلږي نو تر پنځلسو ورځو مو زده کوونکي ښوونځي ته سر نه ورښکاره کوي او بیا کله چې لږ شمیر زده کوونکي راشي نو ښوونکي؛ د زده کوونکو د کمښت له امله ښوونځیو ته نه ورځي.
دلته زمونږ یو شمیر ښوونکي داسې هم شته چې یوازې درس حفظ کوي او بیا یې د زده کوونکو په مخ کې له یاده وایي، ټول کمال یې همدا وي. نه شاګرد فکر کولو ته هڅوي، نه په درسي موادو، شکلونو، رسمونو، موډلونو، نقشو، او عملي کارونو درس ورته اسانه کوي.
له ورهاخو ډیری نورې ستونزې هم شته چې ډیری ښوونکي یې لري او د زده کوونکو په سرنوشت لوبې کوي. ښوونکي په بیلابیلو نومونو له زده کوونکو پیسې ټولوي او بیا پرې لکه د بیکاره ځوانانو مېلې کوي. دلته د ښوونکي د ورځې په نامه له زده کوونکو آن درې درې سوه افغانۍ ټولیږي او بیا پرې استادان میلې کوي. دا سمه ده چې د ښوونکي ورځ باید ولمانځل شي او د ښوونکي درناوی باید وشي خو داسې هم نه ده په کار چې یو زده کوونکی چې پلار بیچاره یې د ورځې دوه سوه افغانۍ دیاړي کوي؛ ښوونکی دې ترې ددغې ورځې د لمانځلو په خاطر درې سوه افغانۍ وغواړي.
د ښوونکي ورځ دې مبارک او نیکمرغه وي خو یوازې هغو ښوونکو ته چې په رښتینې معنا یې لکه شمعه ځان سوزلی او نورو ته یې روښنایې ورکړې ده، هغه ښوونکو ته دې مبارک وي چې د خپل سپیڅلې مقام په لمنه یې د ناغیړۍ تور داغ نه دی پریښی.