د ښاغلو حامد کرزي او جوبایډن اړیکوته ځغلند کتنه !

زما په اند د ځینو رښتینو حقیقتونو او واقعیتونو سترګې پټول به ستره بې انصافي وي . د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځینوتاریخي تیروتنو سربیره هغه تاریخي ویاړونه اوافغاني ملي غرور هم د یادونې اوستاینې وړدی.
هغه ولس مشرچې د امريکا د سپپيني ماڼۍ د واکمن دویم جورج ډبلیو بوش له خوا د بن په غونډه کې د افغانستان د موقتې ادارې مشر وټاکل شو او بيا د اساسي قانون له تصویب وروسته دوه ځلې په ټولټاکنو کې بریالی او تر ۲۰۱۴زکال پوري د کابل په پلازمېنه ارګ ماڼۍ کې د جمهور ریس په توګه پاتې شو.
د هغه د ګارد ساتونکي امریکایان ول او د ولس مشربوش اوبارک اوباما او اې،اس،ای سره یې دوستانه اړیکي درلودې خوپه وروسته کې یې په زغرده له امریکا سره د امنیتي ستراتیژیک تړون له لاسلیک څخه ډډ ه وکړه د لویې جرګې پریکړه اوخپل پخواني جهادي ولس مشر صبغت الله مجد دي چې هغه یې دبهرنیوچارو مرستیال اوکلونه ،کلونه رسنیزاوسیاسي سلاکار و ،ګواښمنه ګوت څنډنه او په زغرده سپارښتنه ونه منله اوپه ډاګه یې ویل چې د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې د سولې اوټیکاوپه رامنځته کولو کې عملي ګامونه پورته کړي اوهم د هغو ړندو هوایې او شپني عملیاتوڅخه په کلکه ډډه وکړي چې په پایله کې یې عام ملکي وګړي اوبې وزله ولس شهیدانیږي . او دا لامل وچې د سپیني ماڼۍ اوحامد کرزی ترمنځ اړیکي خورا ترینګلي اوپیکه شوې .
خوبیا کله چې دامریکا اوسنی ۴۶ جمهور ریس جوبایډن چې هغه وخت دسنا د بهرنیواړیکومشرو د خپلو دوو تنو ملګروسناتورانو جان کیري اوچک هېګل سره کابل ته سفر وکړلومړی يې په بلک هاک جنګي چورلکه کې کونړونو ته سفر وکړاو د امریکایې پوځي مرکز له لیدو وروسته بیرته د بګرام هوایې ډګرته راستانه شول.
د امریکا د مطرحوسناتورانوپه ویاړحامد کرزي د کابل په ارګ کې د یوې مجللې میلمستیا ،تابیا نیولي وه اویاد سناتوران د هوایې چورلکې په وسیله ځانونه کابل ته ورسول اوپه ارګ کې د حامد کرزي سره یوځای شول.
بایډن کرزي ته مخامخ د هېګل ترڅنګ کیناست. کرزي په قهرجنه لهجه خبرې پیل کړې. ویې ویل چې امریکا د افغانستان په تړاوهیڅ فکر نه کوي په خبرو یې درې واړه سناتوران خوابدي شول.
بایډن په خبرو خوله پرانیسته. دی ډیرخوابدی شوی و.هېګل د سترګو په اشاره غوښتل چې د بایډن غوسه کېنوي.
خوکرزي زیاته کړه چې ستاسوهیواد د افغانستان سره د مرستې لپاره هیڅ هم نه دي کړي .
خوبایډن میزپه زوره په سوک وواهه . پیشقابونه پورته وغورځیدل. دلوښو کړنګا پورته شوه . چوکي یې په قهر لیرې کړه .ویې ویل : خبرې اترې همدلته ختمې شوې. میلمستیا ختمه .
دا د ستونزود پیل سرو دستونزو پټی وروسته ډیرسورورو.
له نیکه مرغه چې د جوبایډن مرستیاله ولس مشره کامله د هندۍ مورلوراود افغان هند په دوستانه اړیکوباوري اوخبره ده کنه دافغانستان په اړه د جوبایډن تګ لوری د اندیښنې وړ بولم . خواشرف غني بې له ډیله جوبایډن ته د مبارکی پیغام اود ده دویم مرستیال سرور دانش وړاندیځونه او د دونالد ټرمپ په اړه دزړه د ګنډې سپړل او د طالبانوله خوا د جنګ جګړو یادونه به جوبایډن ته له زلمي خلیل زاد څخه د پوښتنو،ګرویږنونوي لړۍ اونوي ډرامه پیل شي.
د افغانستان د جوړولواورغولوجوګه یواځې رښتیني افغانان دي اوملالې پیغلې،شاه ځلمیان .
د متحدې پراخې ملي جبهې د پنځولواوجوړښت په هیله .
۱۲/۱۱/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button