د ژوند ښایست په څه کې دی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- د ژوند ښایست دا نه دی چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې کې دی چې
خلک څومره ستا پر شتون خوښ دي.

۲- ته هېڅکله هم نه غواړې چې خدای مه کړه کور ته دې غله درشي؟! نو بیا ولې هغه فکرونه ته اجازه ورکوې چې خوښۍ دې در څخه غلا کوي؟

۳- فکر دې کړی چې د اوبو د سر ځګونه تل د خپلې داخلي هوا قرباني کېږي، نو مه هېروه چې ستا د نن ورځې فکرونه د سبا پانګه ده او په ژوند کې دې مهم رول لري.

۴- کله چې د خپلې بریا په اړه فکر کوې، له ځانه وپوښته، څه دې له لاسه ورکړي چې دې بریا ته رسېدلی یې؟

۵- ستونزې مو چې ونه وژني، قوي کوي مو.

۶- مه هېروئ چې د نورو بریا په یو ډول نه په یو ډول له موږ سره مرسته کوي.

۷- بریالي کسان د نور خبرو ته غوږ نیسي او بایلونکي بې له دې چې د نورو خبرو ته غوږ کېږدي، په دې تمه ناست وي چې څه وخت یې د خبرو کولو نوبت راځي.

۸- که فکر کوې، ستونزې دې د یوې کښتۍ په کچه لویې دي، خو دا هم مه هېروه چې د خدای پاک نعمتونه بیا د یوه اقیانوس په اندازه لوی او ډېر دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button