د ژوند ادبي بهير ۱۱۳ مه غونډه وکړه

د ژوند ادبي بهير ۱۱۳ مه غونډه وکړه

دين بادشاه مسعود

ژوند ادبي بهیردخپل ژوند دبقاء لپاره د روان پوهنيز کال پنځمه او پرله‌پسې یوسل او دیارلسمه غونډه پر ټاکلي ځای، د قاري سيف الله سباوون په تلاوت پیل شوه چې ددریځ چارې یې احسان الله درد سمبالولې.

 عبدالله حنفي د مشر او رحمت الله جاهد د کوربه پر چوکیو ناست وو. شاه محمود عابد د تېرې غونډې راپور واوراوه چې د بهیر ګډونوال یې د تېرې ناستې له حاله خبرکړل.

کیهان حماس ته دعابد راپور، نظر تېر راپور ته ښه برېښېده؛ خو د عابد تخلص راوړل په راپور کې ورته بېخوندي ښکارېده. محمدالله شاکر بیا د حماس له نظر سره په دې ځای کې همغږی نه و چې عا بد راوړل په راپورکې بېخوندي رامنځ ته کوي. ده زیاته کړه که چېرې عابد نه وای راوړل شوی مسئله ګونګه پاتې کېده، اورېدونکو ته هم د راپورګر په هکله سوال پیداکېده چې چا ليکلی؟

خالد سحر بیا په راپور کې د جزیاتو راوړل مناسب نه ګڼل او په لوستلو کې یې ستونزه ليدله، لکن په ادبي راپورلیکنه کې یې د هنري جملو راوړل اړین بلل.

جمال ثاقب د راپور لیکلو عمومي پسمنظر ته په کتو چې (پیل،منځ اوپای) دی، ښه او د ادبي غونډې لپاره مناسب وباله، خو د بېځایه ترکیبونو کارونه ورته ښه نه ښکارېده، لکه په دې جمله کې؛ (دراپور اوډون باید صعودي یانزولي وي.)

 ځانګړې موضوع؛ چې د بهیر دويمه برخه ورته ځانګړې شوې وه، حمیدالله همیم د ډیموکراسي تر عنوان لاندې وړاندې کړه.

کره کتنې ته ذبیح الله زبیر له ژمنې سره سم خپل غزل وړاندې کړ چې مطلع یې داډول وه؛

 اننګي چې د جانان، ملګرو سره دي

 وینې څکلې یې زما د زخمي زړه دي

 حماس مطلع جذابه بلله او د (جانان د ملګرو) پر ځای د بل ترکیب راوړل ورته ښه ښکارېدل.

احسان الحق د ترکیب راوړل دشاعر یو قصدي عمل باله. عابد ته د (چې) پرځای د (مې) شخصي ضمیر کارونه مناسبه ښکارېده. سباوون مشال زیاته کړه، د لیکنښو کارونه جمله واضح کوي او د جانان له کلمې څخه ورسته دځنډ نښې (؛) کارول ورته اړین وو.

ثاقب د زبیر لومړی غزل د شکل له مخې وستایه، د قافیې او ردیف استعمال یې پر ځای باله. سحر دې ټکي ته اشاره کوله چې ابهام پکې نه ښکاري اومطلع یې دحمزه بابا د یو غزل پر مطلع د توارد په شکل راغلې ده.

دژوندون واړه خواږه مې درنه ځارکړل

 راته وایه ما مسکین سره نورڅه دي

 نه بې څوکه یمه نه یو بې یارانو

 ستایادونه هرقدم راسره مله دي

 پر پورته بیتونو ملګرو خاص څه زیات نه کړل او ښه ورته برېښېدل؛ خو عابد ته دغه بیت چې؛

یوې پېغلې خدای ته سوال وکه چې خدایه

زه په کور یمه همزولې مې واده دي

 بيت الغزل ښکارېده.

 څومره خوند، څومره مزه لري ملګرو

 دازم زم که د لغمان د سیند اوبه دي

 مشال په دې بیت کې د که ادات کارونه د تشبيه لپاره ښه ګڼل. عابد ته دمنظرکشۍ بیت ښکارېده او د بیان دعلم له مخې ورته پکې د ایهام او توریه صنعت ترسترګوکېده.

 زما و ستا په لېونۍ مینه زبیره

 خبردار د کلي ټول لوی و واړه دي

 دغزل د مقطع بیت و چې د ملګرو له خوا وستایل شو او زبیر یې د ښه شعر لیکلو وړ وباله. احسان الله درد په دې بیتونو؛

ډېرو ښکلو ته قربان ویل ګناه ده

 هر یو کس لره جانان ویل ګناه ده

 محبت ورسره نه ښایي ملګرو

 منافق ته مسلمان ویل ګناه ده

 دمشاعرې رنګین بنډار پای ته نږدې کړ. ګڼو شاعرانو په خپل وار د شعر په شیرینه ژبه د خپلو پټو رازونو څرګندونه وکړه. د راتلونکې غونډې لپاره احسان الحق دادبي درس او ذبیح الله زبير د ځانګړې موضوع راوړلو ژمنه وکړه.

 غونډه د مازديګر د لمانځه وخت ته پای ته ورسېده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button