د ژمي په یخ موسم کې د شلغمو د ګټو څخه ځان خبر کړئ

شلغم ( ټېپر ) ګرمه او لنده سبزې ده، چې ډېرې زیاتې روغتیايي ګټې لري، همدارنګه په سنتي طب کې هم د شلغمو بیان شوې دي، ځينې ګتې يي په لاندي ډول دي .

۱- شلغم د سترګو د دید د تېزېدو لامل کېږي.

۲- د کوروالی ځواک ډېروي او د کوروالۍ وخت ورسره زیاتېږي.

۳- د مثانې د تیږې یا ډبرې د لوېدو لامل کېږي.

۴- شلغم د وینې له غوټه کېدو څخه مخنیوی کوي او د وینې له لوړ فشار څخه مخنیوی کوي.

۵- شلغم د انسان وزن زیاتوي او انسان چاغوي.

۶- د وینې د ډېرېدو لپاره شلغم ډېر زیات ګټور دي، البته کې چېرته شلغم جوش شي، مالګه پرې ودوړول شي او له سلات سره وخوړل شي، نو بیا بېخي ډېره زیاته ګټه لري.

۷- که چېرته ۴۰ ورځې سر پر سر شلغم وخوړل شي، نو د انسان بدن به له ډېرو زیاتو ناروغیو څخه بچ شي، د شلغمو آش د مفاصلو د درد لپاره تر ټولو غوره درمل دي.

۸- د هغه چا چې د وینې غوړ یې لوړ وي، شلغم دې وخوري، تر څو ژر تر ژره ورسره ښه شي او روغتیا یې ډاډمنه شي.

۹- شلغم د غاښونو لپاره ډېره زیاته ګټه لري.

۱۰- د شلغمو له خوړلو سره د کوچني ماشوم قد جيګيږي.

۱۱- په شلغمو کې موجود C ويټامینونه د انسان بدن لپاره خورا ډېره ګټه لري، دغه سبزې له بې شمېره کربوهایدرېټ لري، چې د انسان د بدن د سالموالي اصلي سبب ګڼل کېږي.

۱۲- د مخ د دانو، ځوانکو او نورو ډول – ډول جلدي ناروغیو لپاره هم شلغم بهترین خواړه دي.

۱۳- د شلغمو زیات خوراک د دې سبب کېږي، چې په انسان کې په اسانۍ سره جلدي ناروغۍ پیدا نشي او که پیدا هم شي، په شلغمو کې موجود معدني مواد ورسره مقابله کوي او یادې ناروغۍ ځپي.

۱۴ــ د یادونې وړ ده، چې هيڅکله هم ډېر تاوده شلغم ونه خورئ، ځکه چې ګرم شلغم په بدن کې سوزک پیدا کوي او د شلغمو اوبه هم باید چې له پخېدلو نه وروسته سمدستې وڅښل شي، چې که ډېر وخت پرې تېر شي، هغه میکروبي کېږي او د بدن لپاره بیا ډېر زیات زیانونه رسوي.

کاپي: ډاکترحنیف طبی معلومات

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button