د ژباړونکو لپاره زرینې لارښوونې

ژلاړه: نسیمه محمدي

د لیکنې( متن) ژباړونکو لپاره تر ټولو مهم ټکی د لیکنې معنا ده، چې باید وژباړل شي نه د لیکنې کلمې او الفاظ. لیکنې مو د یوه کارپوه له نظره تېرې کړئ تر څو یې طبیعي والی معلوم شي. هېڅکله هغه پروژې چې ستاسې په وس پوره نه دي مه منئ! په یاد ولرئ، د ژباړې تجربه او پوهه د وخت په تېرېدو ترلاسه کېږي.

ډېری خلک ګمان کوي ژباړه ساده او آسانه چاره ده او بسنه کوي یوازې د مبداْ کلمې د موخې وړ ژبې ته په معادل ډول وژباړي. مګر، دا انګېرنه سمه نده، ځکه په تحت اللفظي ژباړه کې به اصطلاحات هېڅ معنا ونلري. ژباړه یوه پېچلې پروسه ده او د ډېرو لاملونو په نظر کې نیول اړین دي: د اصلي متن ژانر او سبک، د ژباړونکي ژبپوهنه، د ژباړې مهلت او وخت او همداسې نور…… په آنلاین او افلاین ډول ډېر ګټور ټکي د لاسرسي وړ دي. سره له دې، چې هر ژباړونکی د خپلې خوښې وړ طریقه لري، چې د تجربې او ژبې پر بنسټ یې تر لاسه کړي دي. په دې مطلب کې تاسې سره د شفاهي او متني ژباړې اساسي

ټکو په اړه معلومات وړاندې کوو.

شفاهي ژباړه

شفاهي ژباړه، همهاله، پرلپسې او د غوږۍ له لارې، تر ټولو سختې ژباړې په توګه پېژندل کېږي. په دې برخه کې د پاموړ او غوره پایلو تر لاسه کولو لپاره، هیله کېږي یو شفاهي ژباړن لاندې یادې شوې وړتیاوې ولري:

په بېلابېلو او ژبپوهنې برخه کې په لوړه کچه پوهه ولري.
د انتقادي معلوماتو درک او تحلیل چې کېدای شي وژباړل شي.
د متن د اصلي عناصرو واضح څرګندول او پوهول یې زده وي.
په پرلپسې( متوالي) توګه د حرفه یي تورو او کلمو پوهه بډایه وي.
د شفاهي ژباړن تر ټولو مهمې ځانګړنې چټک غبرګون، رک او روان تلفظ، روښانه او ورځ تر بلې ښه کېدونکی ذهن یادولای شو.

د شفاهي ژباړې لپاره مهم او اړین ټکي

له وړاندې د وینا وال له موضوع سره آشنا شئ.
د وینا مهم ټکي یادداشت کړئ، د ژباړې پر وخت ډېره ګټوره تمامېږي.
د ژباړې له پیل وړاندې، د مهمو اصطلاحاتو او لغاتونو معنا پیدا کړئ.
په متوالي ډول ژباړه کې د وېنا وال سره دوستانه اړیکه ټینګه کړئ.
په یاد ولرئ چې کلمې باید په واضح او څرګنده توګه تلفظ کړئ.
د وېنا په پای کې د وېنا لنډیز برابر کړئ، چې له تاسې سره مرسته کوي تر څو پایلې واضح کړئ.
چټک غبرګون ولرئ او په سختو شېبو کې دنده تر سره کړئ.
د خپلې ژباړې څخه خوند واخلئ! کېدای شي بیا ځلي چانس ونلرئ!
په پای کې باید په دې بریالي شوي اوسئ ژباړې مو مخاطبو کسانو ته پېغام رسولی وي.
د لیکنې( متن) د ژباړې په اړه لارښوونې

په لیکلې توګه ژباړه د ژباړې د نورو ډولونو سره په بشپړه توګه توپیر لري. په پای کې، دلته د چټک عکس العمل لپاره اړتیا نشته، کولای شئ په کافي اندازه له وخت ګټه واخلئ، ښه فکر وکړئ، غوره ټاکنه ولرئ، له ډېکشنرۍ ګټه واخلئ، له یوه کارپوه سره مشوره وکړئ او داسې نور….. د ژباړې د نورو ډولونو په څېر اړتیا نشته د مبداْ ژبې نغمه او معنا ولېږدوئ. د ژبې اړوند باید ډېر دقیق عمل وکړئ او مناسب او ادبي وزن وکاروئ.

د متن معنا وژباړئ، نه کلمې
په خپلې وړتیا او ځیرکتیا باور ولرئ، کېدای شي د یوې ستونزمنې ژباړې پر وخت خپل ګټورتوب درته ثابت شي.
له یوه کارپوه او شاوخوا څخه یوه کس څخه وغواړئ لیکنه مو ولولي، تر څو عادي او طبیعي څرګنده شي.
هېڅ کله هغه څه مو چې له وسې پوره نه وي مه تر سره کوئ.
په یاد ولرئ! د ژباړې تجربه او مهارت د وخت په تېرېدو تر لاسه کېږي.
کله چې یوه حرفه یي ژباړه وړاندې کوئ، د ژبې ظرافت اهمیت پیدا کوي.
یوه ښه ژباړه د وخت تېرولو ارزښت لري.
د لیکنو او مدرک د راټولولو طریقه کېدای شي نظر هر هېواد ته توپير ولري او د پوهې وړ نه وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button