د ډېرو خوږو څښل مو له وخته مخکې زړوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه کسان چې په زیاته پیمانه خواږه څښي، د نورو په پرتله ژر زړېږي؛ د خوږو شیانو څښل د دې لامل ګرځي چې د بدن کلاژن مو یا له منځه یوسي او یا یې هم له کاپي اندازې کم کړي.

کلاژن د پوستکي د نرم او ځوان ساتلو دنده پر غاړه لري، خو که له ټاکلې اندازې زیات او غیر معیاري خواږه شیان لکه پپسي، کوک، میرانډا او دې ته ورته نور وڅښل شي د ژر زړېدو لامل ګرځي.

وروستیو څېړنو دا هم په ښودلې چې د خوږو شیانو څښل نه یوازې دا چې د انسان د ژر زړېدو لامل کېږي، بلکې د وزن د زیاتوالي سبب هم کېږي.

د امریکا د کلیفورنیا په پوهنتون کې د یوې څېړنې پایلو ښودلې چې د خوږ نوشابو څښل په بدن کې د مهمو سلولونو د له منځه تلو او د یابت یا شکرې د ناروغۍ لامل ګرځي. دوی وایي د دغو نوشابو په هر بوتل کې له لسو تر یوولسو قاچوغو بوره په داسې ډول حل شوې ده چې د انسان زړه نه وهي خو په اسانۍ سره یې د شکرې په ناروغۍ اخته کولی شي.

امریکایي څېړونکو پر ۵۳۰۹ هغو کسانو چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۵ کلونو وو او له پوره روغتیا برخمن وو، څېړنه کړې ده. دوی ته په دې څېړنه کې په ډاګه شوې ده چې له کچې زیات د خوږ نوشابو څښل د چاغۍ او ژر زړښت لامل کېږي.

د دغه څېړونکي پلاوي مشر پروفيسور «الیسا اِپِل» وایي په ورځني ډول د خوږو نوشابو څښل مو په اوسط ډول له څلورو نیولې تر شپږو کلونو پورې عمر کموي.

دوی دغه څه له سګرېټ څکولو وروسته د عمر د کموالي دویم لامل بللی دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button