د ډیورنډ تړون د تحمیل د وخت سیاسي او د هیواد اوسني وضعیت ته کتنه

لیکوال ـ اعظم سیستاني

ژبــاړن ـ نعمان دوست

انګریزانو د ډیورنډ تړون له لاسلیکولو مخکې، د سرحدونو په اوږدو کې وضعیت کړکیچن کړ او د ډیرې وینې تویدنې لامل شو. د هیواد د ننه د هزاره ګانو بلوا (۱۸۹۱- ۱۸۹۲) د امیر ( عبدالرحمان خان) د پریشانۍ لامل ګرځیدلې وه.

غبار لیکي: « انګلیسانو په دې موخه چې د ځان په وړاندې مقاومات ختم کړي؛ د افغانستان د خلکو او دولت د کمزوري کولو لپاره یې له هیڅ دسیسې او توطئې لاس نه اخیسته. همدا سبب و چې د برتانوي هند حکومت له یوې خوا پیښور، کاکړ او تیرا د افغانستان د اغتشاش لپاره د فساد ځالې ګرځولې وې او خپل ګمارلي کسان (سردار نورمحمدخان د سردار ولي محمدخان لاټي زوی ، سردار پیرمحمدخان د لاټي وراره، سرداربازمحمدخان د سردارمحمد شریف خان لمسی، سردار محمدحسن خان د وزیر فتح خان لمسی، سعدوي کړوخیل او نور. ) له پیسو، وسلو او تبلیغاتو سره وخت ناوخت د افغانستان د ختیځو سرحدونو داخل ته لیږل چې د بلوا په تحریک او رامنځته کولو سره مرکزي دولت بوخت او کمزوری وساتي. له بلې خوا، انګریزانو له مرکزه تښتیدلي فیوډالان د افغانستان په داخل کې بلوا ته هڅول. بالاخره انګلیسانو له ایران حکومته سردار محمد ایوب خان بندي وغوښت او په لاهور کې یې میشت کړ او امیر عبدالرحمان خان یې تر همیشني ګواښ لاندې ونیوه. » غبار، افغانستان در مسیر تاریخ ۶۸۲

امیر عبدالرحمان خان په تاج التواریخ کې وايي: (( د هندوستان حکومت په ډیر نازک حالت کې، یعنې داسې وخت کې چې هزاره جات بلوا کړې وه او دا بلوا هره ورځ پراخیده او په هیواد کې د عمومي اغتشاش ویره زما د پریشانۍ لامل شوې وه، په همدې وخت کې چې راته د هندوستان مرسته راورسیده؛ نو هغه په دې مضمون التیماتوم (اخطار) و: (( د هندوستان دولت نشي کولای کابل ته د انګلستان د سفارت د بلنې لپاره د تاسو ګونګو او نا معلومو ژمنو ته منتظر شي. نو لارد رابرتس د هندوستان سپه سالار له لوی لښکر سره، د هغه د ساتنې لپاره کابل ته لیږل کیږي. ))

امیر زیاتوي: (( په دې وخت کې زه له هزاره ګانو سره په جګړه بوخت وم او پوهیدم چې د افغانستان خلک له جنرال رابرتس څخه ښه خاطره نه لري او ویریدم چې له ډیر لښکر سره د جنرال رابرتس راتګ به راته سرخوږی جوړ کړي او له بلې خوا چون هغه یو نظامي شخص دی او له نظامي شخص سره هوکړې ته رسیدل له ستونزو خالي نه وي، نو غوره مې وګڼله چې د سرحدي مذاکراتو لپاره له دپلوماتیک شخص سره مخ شم. [د التیماتوم په ځواب کې] مې سمدلاسه ویسرا ته مراسله ( مکتوب) ولیکله او پکې یادونه مې وکړه چې سر سالتر پاین “Sir Salter Pyne” [ په کابل کې د انګلیسي ماشین خانې یو خادم] ستاسو ملاقات ته درځي چې د یاد شوي سفارت په اړه لازم ترتیبات ونیسي او هم مې د انګلستان له واکمن هیله وکړه چې هغه نقشه ،چې سرحدي کرښې مشخصوي، راته راولیږي.د دې مکتوب له لیږلو مې موخه دا وه چې د هندوستان حکومت پرینږدم چې په دې اړه ستر اقدامات وکړي.)) تاج التواریخ، ج ۲، ص ۴۱۶-۴۱۵

امیر وايي: (( په هغه نقشه کې چې واکمن راته راولیږله، د وزیرو او نوي چمن ولایات او استانسه او د هغه ځای د اوسپنې پټلۍ او چغائي، بلند خیل، مومند، اسمار، چترال او ټول ولایتونه چې په دې منځ کې پراته دي، د هندوستان برخه یې ګڼلې وه. نو ځکه مې پاچا ته مفصل مکتوب ولیکه او د سرحدي قبایلو په اړه مې تدبیر وکړ؛ خو زما نصیحت یې و نه منه. د هندوستان دولت زموږ مامورین په زور او ګواښ له بلندخیل، ژوب او واڼه څخه خارج کړل. هغوی وویل چې که تر فلاني ساعته له یادو شویو ځایونو حرکت ونکړئ، نو تاسو به په زور خارج کړو. څرنګه چې مې نه غوښتل د انګلستان له دولت سره وجنګیږم او دښمن یې شم، نو ټولو مامورینو ته مې لارښوونه وکړه چې د دې اطلاع له ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه له یادو شویو ځایونو حرکت وکړئ. )) ( تاج التواریخ، ج۲، ص ۴۱۷-۴۱۸)

له دې وروسته د هند له حکومت سره د امیر اړیکې ورځ په ورځ خرابیدې، تر دې چې په ۱۸۹۲ کې بیخي پرې شوې.

امیر، په همدې وخت کې د اسمار او کونړ نیولو لپاره ګام واخیست. که څه هم د امیر لښکر د ساپیو له مخالفت سره مخ شو، خو جنرال غلام حیدرخان د ساپیو قومونو په ماتولو عسکرو ته لاره پرانیسته او په چټکۍ یې کونړ او اسمار ونیول او د اسمار د نیولو لپاره یې د چترال د پاچا هڅه شنډه کړه او بیا یې د انګلیسانو له لاس غځولو مخکې کافرستان ( نورستان) ونیوه چې د ډیورنډ کرښې د لاسلیک په مهال په رسمي توګه د افغانستان د قلمرو برخه وپیژندل شو.

په دې توګه لیدل کیږي چې امیر له ډیر پخوا څخه د انګلیسانو د بیلابیلو دسیسو او توطئو له لارې تر فشار لاندې و چې د ډیورنډ تړون منلو ته یې چمتو کړي. څرنګه چې امیر په عین وخت کې له هزاره بلواګرو سره په جګړه کې و، چې د سردار ایوب خان د پلویانو په ذریعه د انګلیسانو لاس پکې و، له انګلیسانو سره یې د مقابلې تاب نه درلوده نو له مجبوریته یې د سرمارتیمر ډیورڼد په مشرۍ کابل ته د مذاکرې لپاره د انګلیسي پلاوي له راتګ سره موافقه وکړه.

امیر لیکي: (( له دې سربیره راته د روس دولت د روشان او شغنان ولایتونو په اړه، د ستونزو په راولاړولو بوخت و. د همدې زحمتونو او مناقشو د ختمولو لپاره مې د سرمارتیمور ډیورنډ تر ریاست لاندې سفارت کابل ته راوباله. انګلیس پلاوي لومړی له روسیې سره د افغانستان د شمال ختیځ سرحد مسئله رامخکې کړه او څرګنده یې کړه چې د روس او انګلستان دولتونه مخکې له مخکې دې هوکړې ته رسیدلي چې د رود پنج ( آموی علیا) په دې برخه کې د افغانستان شمالي سرحد وپیژندل شي، امیر باید هغه سیمې چې د رود پنج شمال ته په واک کې لري، خالي کړي. امیر څرګنده کړه چې په هغه صورت کې به یې ومني چې روسیان د امو سیند کیڼ اړخ ته پرتې د درواز سیمې افغانستان ته وسپاري. ډیورڼد دا شرط ومنه او موضوع د ۱۸۹۳ کال د نومبر ۱۲مه، موافقتنامې په واسطه تسجیل شوه.

له دې وروسته پلاوي د افغانستان او هند ترمنځ د پولې ټاکلو موضوع مطرح کړه. د مذاکراتو پایله ورو او په بدګومانۍ مخکې تلله چې بالاخره د نومبر په ۱۲مه، د افغانستان د ختیځ او سویلي سرحد، له واخانه د ایران ترسرحده، په ټاکلو پای ته ورسیده چې د ډیورنډ کرښې په نوم مشهوره شوه. د دې موافقتنامې په اساس امیر له سوات، باجوړ، چترال، وزیرستان او چمن سیمو څخه لاس په سر شو او په مقابل کې انګلیسانو تر اسماره د کونړ دره او په وزیرستان کې د برمل سیمه د افغانستان برخه ومنله. دواړو خواوو قبوله کړه چې دا حد بخشي (ویش) به په خپله سیمه کې د ګډ پلاوي لخوا ترسره شي. (تاج التواريخ ،ج۲، ص۴۲۰- ۴۲۱، سراج التواریخ،ج۳، ص۲۶۱-۲۶۲)

د دغه شان فشارونو واردول او ګواښونه ول چې انګلیس پر امیر عبدالرحمان خان خپلې موخې وتپلې او امیر عبدالرحمان خان هم د هیواد د سیاسي اوضاع په پام کې نیولو او هم له انګلستان او روسیې سره د خپلو ځواکونو د نه برابرۍ له کبله د ډیورنډ له کرښې د اخوا سیمو په پریښودو سره په واقعیت کې موجوده افغانستان د انګلیس او روس د لا نور تجاوز له خطره وساته.

په بله وینا، که امیر ډیورنډ تړون لاسلیک کړی نه وای نو باید جنګ یې کړی وای او په جنګ کې یې زور نه رسیده چې د انګلیس لخوا نیول شوې سیمې بیرته راخپلې کړي، نو د دې ډیر احتمال و چې له کندهاره تر جلال اباده ، نورستان او کونړ هم له لاسه ورکړي. نو په دې حساب امیر داسې کار وکړ چې اوسنی افغانستان د انګلیس له لا زیاتو خطرونو وساتي.

ایا د غني دولت به د پاکستان د متجاوزو فشارونو په وړاندې د مقاومت وس ولري؟

پاکستان، نن زموږ د هیواد په وړاندې هماغه سیاست مخکې بیايي چې انګلیسانو په ۱۹مه پیړۍ کې د امیر عبدالرحمان خان په مقابل کې کاروه.

پاکستان په لومړیو کې یو شمیر سست عنصره او وطن پلورونکي افغانان په ناڅیزو پیسو وګومارل او بیا یې د هغوی په لاسونو د افغانستان په ویجاړولو پیل وکړ. کله چې ډاډه شول دغه وطن پلوره ډله د ښوونځيو، کلنیکونو، جوماتونو، پلونو او حتی قیر سړک په ویجاړولو صرفه نکوي، دا دی پرته د افغانستان دولت له موافقې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم لګول شروع کړل. د همدې وطن پلوره افغانانو ډاډ ګیرنه ده چې پاکستان خپلې غوښتنې لوړوي او غواړي چې د افغانستان په بهرني سیاست هم کنټرول ولري.

پاکستان له ۲۰۱۱ کال راهیسې، عملا د افغانستان په وړاندې خپلې سرغړونې او تجاوز په سرحدي ولایتونو؛ کونړ، ننګرهار، پکتیا او زابل د توپچي بریدونو له لارې پیل کړ او بیا یې په کونړ او ننګرهار کې د اغزن سیم په غځولو د افغانستان اړوند کلي او بانډې اشغال کړې او د ډیورڼد کرښې له صفري نقطې څخه له ۵ تر ۳۰ کیلومترو د افغانستان خاورې ته را د ننه شو. او خپل سرحد یې د کونړ له سیند سره نښلولی چې د کونړ په اوبو کې ځان شریک وګڼي. د کونړ خلکو د دغو ښکاره تجاوزونو په اړه د رسنیو له لارې وخت په وخت خپل غږ د هیواد امنیتي او دفاعي مسوولینو تر غوږونو رسولی دی؛ خو د افغانستان دولت د ناټو ځواکونو د شتون او د کونړ د خلکو په مقابل کې د هغوی د بې تفاوتۍ له کبله، توجه ونشوه کړای.

د افغانستان سرحدي ځواکونو د خپلې وظیفې له مخې، د پاکستان د دې اقدام په وړاندې شدید غبرګون ښودلی او په دې لاره کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان ته د دپلوماتیکو لیکونو په لیږلو ، وخت ضایع کړی.

د کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند خلک د پاکستان د تجاوز په وړاندې د خپل دولت اقداماتو ته منتظر نه دي پاتې شوي، له هماغه پیله د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره راپورته شوي او په خپلو سرښندونو د پاکستان د اغزن سیم مانع شوي او کیږي.

دا دی د طالبانو د بریدونو له اوج او د ځینو ولسوالیو له سقوط وروسته ، دولت مجبوره شوی چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، د خپل عزت او ناموس څخه د دفاع په خاطر له خلکو وغواړي چې د امنیتي ځواکونو ملا وتړي او له پاکستان څخه د رالیږل شویو طالبانو مخه ونیسي. په اوسني وضعیت کې له دولتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ د نظامي ځواکونو پر روحیه فوق العاده مثبت اغیز لري او ډیر ژر به د وطن دښمنان له شرموونکې ماتې سره مخ کړي.

شک نشته چې د افغانستان خلک زړور او په خپلواکۍ میین دي او لکه څنګه چې د شوروي اتحاد په وړاندې سره یو شول ،هغوی ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او له وطنه یې وشړل؛ که بیا هم سره یو موټی شي د دې توان لري چې د پاکستان په خوله هم تبله ووهي او د غرور له نیلي یې ښکته راګوزار کړي. خو په خواشینۍ چې پاکستان په وروستیو ۴۴ کلونو کې هلته د اوسیدو په مهال د اووه ګونو جهادي تنظیمو له منځه ځان ته خپل غلامان او تابعدار ایجنټان روزلي دي چې ممکن د هماغو اخیستل شویو نوکرانو په واسطه وکولای شي د طالبانو په وړاندې د افغانستان د خلکو وحدت ګډوډ کړي او په وطن کې د ۷۰ مې لسیزي په څیر د داخلي جګړو اور بیا بل کړي او په دې توګه خپل شوم نیت پر موږ را وتپي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button