د ځان ساتلو لپاره اته لارې

۱ـ له نه ویلو څخه مه ډارېږئ، کوم کار چې نه غواړئ ترسره کړئ نو هتمي ندی چې هغه کار وکړئ، ځکه نه ویل په ځینو وختونو کې ستاسې اعتماد په نفس ښکاره کوي او ځان ځواکمن احساسوی، تل په ځان میین اوسئ.

۲ـ کوم څه چې نشئ کنټرولولی هغه پرېږدئ، ځکه هتمي ندی کوم کار اجباري ترسره کړو یا خپل له وس نه ډېر څه وکړو هیڅ کله د کوم موضوع لپاره باید پر ځان فشار رانوړو.

۳ـ منفي فکر زموږ ذهن کمزوری کوي او روان ته مو هم زیان رسوي، نو هیڅکله باید منفي فکر ونه کړو او نه هم منفي خبرې وکړو، د نورو منفي خبرو ته هم خپل ذهن کې باید ځای ورنکړو، او کوم کسان چې تل منفي دي هغوی له ژوند څخه لري کړو.

۴ـ تل رسا او واضح باید خبرې وکړو، خپل موخه او منظور په دقیق ډول نورو ته ورسوو ترڅو زموږ خبرې نورو ته ګونګې نه وي.

۵ـ که کوم وخت فکر کوئ چې دا کار اشتباه ده نو باید هغه ترسره نکړو، ځکه د کار د ترسره کولو وروسته بیا پښېماني ګټه نه لري.

۶ـ اړتیا نده چې تل هغه څه وکړو چې نور یې غواړي، او تل هڅه وکړو زموږ څخه نور وګړي راضي وي، ځکه هیڅکله داسې نشي کېدای چې تل ټوله رانه خوشاله وي، د هر څه نه مخکې خپل ځان او راتلونکې په هکله باید فکر وکړو. له ځان سره ریښتیني اوسئ.

۷ـ هیڅکله خپل له خوبونو او خیالونو څخه لاس مه اخلئ، ځکه یوه ورځ نه یوه ورځ زموږ خوبونه رښتیا کیږي.

۸ـ خپل ژوند څخه ناهیلي باید لري کړو تل هیله ولرو، خپل له وړتیاوو څخه ښه ګټه واخلو او ځان باندې باور ولرو ځکه زموږ باور موږ ډېر لوړو ځایونو ته رسولی شي.

کاپي: بریا فکری بنسټ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button