د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیکې بنسټ/ څلورمه برخه

 

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

۱ د افغانانو د میلمه پالني اومیلمستیا سپېڅلي لرغوني کاڼسپټ

میلمه، میلمه پانه، میلمستیا د پښتونولۍ په دودیزه قانون او د پښتونولۍ د ارزښتونو په سیسټم کې لومړنۍ منل شوي اصل دی. افغانان پښتانه میلمه پالنه د خپل میلمه یو بنسټیز حق ګڼې. میلمه پالنه د پښتونولۍ په کانسپټونو او قانون کې د ټولو اصولو او نرخونوڅخه مخکې د پښتنو یو مهم منل شوي انساني کولتور ي دروند ارزښت دی. له همدې امله میلمه پالنه پښتنو افغانانو ته له لرغونو زمانو څخه یو سپیڅلی دود ګرځیدلي دی. پښتانه د میلمه پالنې د قانون په چوکاټ کې د خپل میلمه یا د میلمنو څخه په مینه د زړه له کومي میلمه پالنه کوي. میلمه پالنه په ستړی مه شي، روغبړ، قدر، عزت، درناوي، خوراک او څښاک سره پرځای کیږي. پښتون که هر څومره نېستمن وي، بیا هم دی د خپل میلمه پالنه قدر او عزت کوي. په پښتنو کې که څوک میلمه او دسترخوان ونلري، هغه په ولس کې سپک او بې اعتبار ه سړی بریښې. افغانان پښتانه پرته له دې چې د میلمه څخه د میلمه پالنې په بدل کې کومه مادي تمه ولري، د خپل میلمه میلمه پالنه کوي. پښتانه چې هر ډول خوراک او څښاک په خپل کور کې ولري، هغه خپل میلمه مخي ته ږدي. پښتانه خپله یواځینۍ وچه ډودۍ یا ګډلي او شړمبي لومړي خپل میلمه ته ږدي. افغانان مسافر میلمه ته توده ډوډۍ ږدي او سړه پخپله خوري کور به یا میلمه پال سړی ځان تاواني او پوروړي کوي، دی د خپل میلمه د خوشحاله کولو مینه، هیله، میلمه پالنې په زړه کې لري. همدا لاملونه دي، چې میلمه پالنه په افغانانو پښتنو کې د ټولو ارزښتونو، نورمونو، نرخونو او اصولو په سرلیکه کې راځي. پښتنو کې داسي کور، ډیره او کلي نشته، چې په هغه کې د میلمه لپاره حجره یا میلمستون شتون ونلري. د پښتنو په کلیو کې د حجرې دړې شپه ورځ میلمه ته، د لارو مسافرو ته، ګاونډیو ته او د نورو کلیو کلیوالو خلکو پرمخ په ښه راغلاست ویلو سره خلاصي پریښي وي. پښتانه چې کله خپلو کورنو ته ننووځي، دوی لومړۍ ډیرې یا حجرې ته ورننوځي، ګوري چې حجره کې میلمه شته که نه، تر څو له میلمه سره ستړی مه شي ورکړ. په ډیرو او حجرو کې کليوال د جمعي او دبنډار لپاره سره راغوندیږي، حجرو کې خانان، مخور مشران، ملکان، ملایان او د اغیزې خاوندان د خپلو خلکو سره په قدر او عزت ناسته پاسته کوي. پښتنه ټولنه کې حجرې د خبرو اترو او اند جوړولو لپاره یو مهم ځای دی. کله نا کله مرکې او جرګې هم په حجرو کې را بلل کیږي. له یوې خوا پښتانه د خپل جغرافیایي موقیت له امله د اسیا د کولتورنو په څلور لارې کې پراته دي، له بلې خوا د دوی له سیمو څخه د وریښمینو لرغوني سوداګریزه لارې تیریږي . له همدې امله د اسیا په زرغون کمربند او د پښتنو په سیمو کې د مسافرو ګڼه ګوڼه، تګ را تګ ځښته ډیر دی. پښتنو ته دا مهمه نه ده، چې میلمه مسلمان او یا کافر دی، دی له کوم ځای څخه راغلي دی، تور یا سپین پوستکې لري، توري که شني سترګې لري، چګه که تیټه پوزه لري یا میلمه ځواکمن مزی یا کمزورۍ دی، شتمن یا نېستمن دی. دوی دې ته نه ګوري، چې میلمه له ځانه سره څه راوري او چیري وري. پښتانه پرته له دې، چې د خپل میلمه څخه کومه متقابله مادي یا معنوي تمه ولري. دوی د خپل میلمه څخه د پښتونولي په اصولو کې میلمه پالني کوي. افغانان له همدې امله په نړۍ کې د میلمه پالني په دود کې ستر پیژندل شوي نوم او شهرت لري. پښتانه په خپل لومړني قانون میلمه پالنه کې عملاً ښیي، چې په دوی کې توکمې تعصب او تبعیض نشته، پښتانه د هر انسان بنسټیزو حقوقو او انساني کرامت ته په درنه سترګه ګوري.

کله چې یو انسان په خپل ژوندکې د مرګ له ګواښ سره مخامخوي او دی بیا پښتنو ته پناه راوړي، پښتانه د پښتونولي د دود له مخي دغي سړی ته دخوندي ساتنې پناه ورکوي. د پښتنو او پښتونولي د پناه ورکولو دغه ډول د نن ورځ د کډوالۍ له نړیوال قانون سره سمون خوري. د میلمه ساتنه او بدرګه هم د کوربه له مسوولیتونو څخه ګڼل کیږي. پښتانه فکر کوي، چې پناه را وړونکې میلمه په هره بیه چې وي باید وساتل شي. کله چې یو پښتون د ګاونډي کلي سره قومي شخړه، بدي یا دښمني ولري او دی غواړي یوې بلې بې پرې سیمې ته له بدرګي سره ولاړ شي،کور به مجبور دی، چې د بدې دار میلمه سړی بدرګه وکړي او دی خپل مصئون ځای ته ورسوي. پښتنو کې دا یو ستر شرم او پیغور دی، کله چې یو بدیداره سړی بدرګه کیږي او په هغه باندې د دښمن له خوا وسله وال برید وشي. بدرګه کوونکې داسي احساس کوي، چې برید پر ده باندې هم شوي. داسي یو عمل یوې بلې نوی دښمني ته لاره خلاصوي.

په اصل کې میلمه پالنه د پښتنو د قومونوترمنځ وروروالي ټینګوي، د دوی ترمنځ خپلوي، پیوستون او د اتفاق ګرنټي رامنځ ته کوي.

نن د پښتنو د امن ستر کور د نا بلل شویو بې ارزښته او پرهر جوونکې ظالمو میلمونو څخه ډګ دی. دغه نا بلل شوي بې مخه میلمانا د پښتنو د میلمه پالنې له دود څخه ډیره ناوړه ناځوانمردانه استفاده کوي. په کابل او پیښور کې د دوی دغه غیر انساني، زړه بوګنوونکې خونړي اعمال او کړنې د هر مسلمان افغان پښتون د ننګ او غیرت چیغه اسمان ته پورته کړي ده

۲. د پښتنو د پښتونولۍ د بدل کاڼسپټ

بدل د پښتونولۍ قانون دویم کانسپټ یا دویم څپرکۍ دی. کله چې پښتنو کې یوه ستره بې عدالتي، ظلم او بد جرمي عمل تر سره شي، بدل اخیستل کیږي .بدل اکثرآ په غلطه یعني د انتقام یا غچ اخیستلو په مانا ژباړل یا تفسیر کیږي،د بدل مانا به په دې ډول ناسمه وي. بدل د یو په یو بدلولو مانا ورکوي. لومړۍ د ښځو بدل دی، چې د اسلامي نکاح څخه ورسته د دوو کورنیو ترمنځ د دوو پيغلې نجلي او د دوو ځوانو سړیو ترمنځ بدل تر سره کیړي. دوهم بدل په سوداګريزو چارو کې هم تر سره کیږي. دریم د اجناسو یا د دوو هیوادو د کرنسۍ تبادلي ته هم بدل ویل کیږي .پښتونولي خپل ترمینالوجیک تورۍ بدل داسي تعریف کړي،هر هغه ناوړه غیر انساني بدعمل یا جرمي عمل چې تر سره شوي، یواځې هماغه نا حقه ناروا بدعمل یا ناوړه کړنه باید بیرته پرځای شي. لکه د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس، د سترګي په بدل کې سترګه او د انسان په بدل کې انسان بیرته اخیستل کیږي. د پښتونولي قانون پر بڼسټ کوم سړی چې څوک وژني، دی باید هم مړ شي. تر څو په ټولنه کې عدالت، انصاف، عامه نظم بیرته پر ځای شي. پښتونولي د انسان ژوند ته، انساني کرامت او د انسان مقام ته ځښت ډیر ارزښت ورکوي. پښتونولي کې له بدو څخه بدي او له بدي څخه بدل رامنځ ته کیږي .پښتانه هغه بدي چې په روغه نه وي بدل شوي، چا ته نه ورپریږدي. پښتنو کې بدل اړین دی، بدل باید واخیستل شي. پښتنه ټولنه کې که بدل نه وي، بد نه ورکیږي. هر څومره موده چې تیر شي بدي نه زړیږي. پښتون چې هر څومره بې وسه او کمزوري وي، خپل بدل سل کاله ورسته هم اخلي. په هري بدي کې ننواتي نه تر سره کیږي. کله چې پښتني ټولنه کې یوه بي عدالتي یا جرمي بد عمل تر سره شي، د هغې بدل باید واخیستل شي. متهم ته بي له دې چې د ده بده کړنه سهوآ یا قصدي عمل وه نه کتل کیږي. متهم ته خامخا سزا ورکول کیږي. مګر په هغه صورت کې چې متهم په خپله د پښتونولي د اصولو، دود، دستور او مراسمو له لارې د متضرر څخه بښنه وغواړي او دی په خپله متضرر ته په ننواتي ورشي. د پیښمانتیا څرګندولواو بښني یا عذر غوښتل یا پور پرې کولو سره بدي هم ورکیږي.

دپښتو ژبي متل دی هغه خوند چې په بښنه کې شته،په انتقام او غچ اخیستلوکې نشته.

بدل په پښتونولي کې هغه مهال یو مشروع غبرګون ګڼل کیږي، چې د بدل اخیستلو کچه د تر سره شوي جرم څخه ډیره نه وي. د بدل اخیستلو سره سم باید د ترسره شوي جرمي عمل څخه مخکنۍ حالت بیرته پرځای او رامنځ ته شي.

یو پښتون پوهیږي، چې کله دی یوڅوک ووژني، ده خپل ځان او یا د خپلي کورنۍ یوبل غړي هم وژلي دی، ځکه پښتون خپل بدل اخلي. مجرم سړی یا وژل کیږي یا د خپل کلي څخه د ګدې سره فراري کیږي.

د بدل اخیستلو یو بل مهم لامل دا دی، یو پښتون پوهیږي، چې دی مجبور دی خپله کورنۍ، خپله قبیله، خپل ولس د دښمن د پرلپسې ګواښونو، بریدونو په وړاندې په غوندي توګه ساتنه او دفاع وکړي. یو پښتون ته د ده له کورنۍ، ډلې یا قبیلې څخه د یو دفاع کوونکې سړی ضایعه کیدل یا وژل کیدل ډیره ستره مانا لري. له دې امله یو پښتون ته دا مهمه ده، چې باید د بریدګر یا دښمن لوري ته هم یو د دفاع کوونکي سړی ورکم شي. تر څو د دوی ترمنځ د ځواک موازینه بیرته د پخوا پشان یو شانته برابره وساتل شي.

نن پښتانه د پرلپسې سیاسي وژنو په لړې کې حیران پاتي دي، چې بدل د چا څخه واخلې.

نا ځوانه، بې غیرته ، بې ننګه قاتل ځکه نه پیژندل کیږي، خایف قاتل یا پټ دی یا د بې ګناه مقتول د جنازې په لمانځه کې د خپل په نامه دریږي. الله (ج) ته زموږ ښکلي قومي مشران نوره په خپل امن کې وساتي، آمین.

* د بدل د اصلي مفهوم په اړه د عجب خان اپردي حماسي کیسه په بله برخه کې لوستلي شي.

۳. د پښتنو د افغانیت د ننواتي کاڼسپټ

ننواتي د پښتي او پښتونولي دریم کانسپټ یا دریم قانون دی. ننواتي د پښتونولي د سوله ییزو کوډکسونو او ټولنیزو ارزښتونو یوه هر اړخیز ه ځانګړي متمدنه او له اسراره ډکه ښکارنده ده. ننواتي د ننوتلو څخه اخیستل شوي ده، ننواتي په ننواتي ورتللو ته ویل کیږي. ننواتي په عذر او زارۍ د بښني غوښتلو لپاره ورتللو ته ویل کیږي. په ننواتي کې یو لوري ته د پناه ورکولو اراده شته او په بل لوري کې د پخلایني علامي یا د رامنځ ته شوي ټولنیز کړکیچ د هوارۍ هیله او غوښتنه شته.

پښتنه ټولنه د نړۍ یوه با وجدانه او باضمیره انساني لرغوني ټولنه ده، کله چې یو پښتون سهواً یا قصداً یو جرم تر سره کړي، په ده کې دومره ،جرئت، میړانه او وجدان شته، چې دی د خپل جرم د منلو ترڅنګه د متضرر یا د خپل مدعي څخه معافي او بښنه غواړي. د ننواتي ښکارنده په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغاني کلتور او د مدني ټولني یوه ستره بیساري متمدنه انساني بیلګه پيژندل شوي ده.

ننواتي د چا څخه نه غوښتل کیږي. ننواتي یا بښنه غوښتل د یو لړ تشریفاتي مراسمو په لړ کې تر سره کیږي. ننواتي هغه مهال تر سره کیږي، کله چې د دوو کورنیو یا د دووقومونو ترمنځ بدي او شخړه رامنځ ته شي، بیا د روغې جوړې کولو لپاره هغي کورنۍ یا قوم چې خپله ګناه اوغلطي منلي وي، په ننواتي ورځي اوننواتي کوي. ننواتي په هغه شخړو او دعوې کې نه تر سر ه کیږي، کله چې د یوې ښځې بي عزتي په کې شوي وي. په بله وینا ننواتي د هر انسان سره چې ده کوم بې ننګه، بې غیرته او بې ناموسه عمل نه وي ترسره کړي، ننواتي کیداي شي. ننواتي د نننۍ متمدني نړۍ د نورمونو او ارزښتونو څخه لږ نوره مخکې ستر متمدنه انساني سولیزه ښکارنده ګڼل کیږي. ننواتي په پښتني ټولنه کې دبدیو، د ښمنیو او د نورو وینو تویولو مخه نیسي او سوله ورورګلوۍ د قومونو او قبیلو ترمنځ تضمینوي.کله چې د ننواتي غږ وشې، بیاننواتي خامخا کیږي. دا د پښتونولي اصول دي، چې یو ملامت یا ګرم انسان هڅول کیږي، متضرر ته په ننواتي ورشي . متضرر مجبور کیږی، چې د ضرررسوونکې مدعي یا د دښمن ننواتي ومني. ریښتنۍ او اصیل پښتون ننواتي کې د خپل د سر دښمن ته هم په خپل کور کې پناه او ځای ورکوي، دی د هغه خوندیتوب، امنیت د خپل دسر په بیه هم کوي.

په ننواتي کې مجرم یا ضرر رسوونکې باید په خپله د متضرر یا مدعي کور ته د پښیمانتیا او د بښني غوښتلو لپاره ورځي. مجرم باید په خپله یا د خپل کلي یا د قبیلي یو شمیر مخورو مشرانو، سپین ګیرو سره په ریښتني توګه، په ډیره عاجزي، پیښماني او سرټیټوالي سره د متضرر کور ته رسي یا پړي په غاړه کې ورځي او متضرر ته قران مجید ږدي. مجرم مجبور دی، د متضرر یا خفه شوي سړی په کور کې د ټولو په مخکې بښنه وغواړي. د جرم اصلي فاعل باید د متضرر انسان په وړاندې ځان مجرم احساس کړي او د خپل ژوند او مرګ ټول واک او اختیار د راټولې شوي جرګې په مخکې خپل دښمن ته په لاس کې ورکړي. که مجرم یا اصلي فاعل د خلکو په مخکې داسي بښنه ونه غواړي، بیا د ده بښنه د متضرر د کورنۍ په وړاندې هیڅ اعتبار او مانا نه لري. یواځي له دې لارې پښتنه ټولنه کې د متضرر انسان حقوق، عزت، انساني حیثت او وقار په بیرته پرځای کیداي شي. که داسي ونشي متضرر انسان د پښتونولي د اصولو پربنسټ خپل بدل ضرور اخلي.

په عنعنوي توګه ننواتي کې پسه یا پسونه هم د متضرر کورته وروستل کیږي. پسه نه یواځې د کړکیچ په هوارۍ کې کارول کیږي، بلکې د پناه غوښتلو، عضرر غوښتلو او د پښیمانتیا له ډول سره اړیکه لري.

ننواتي نه یواځي د قتل په قضیو او مسایلو کې مطرح کیږي، بلکې په نورو جرمي قضیو کې هم اعتبار لري. د پښتونولي قانون پر بنسټ ننواتي کوونکې سړی باید ځان د مړ سړی په توګه وښيي او یا لکه چې یو سړی په محکمه کې پړ یا ګرم پیژندل شوي وي. له همدې امله ننواتي او یا په ننواتي ورتلل هر انسان ته کوم اسانه کار هم نه دی.

همداراز د متضرر کورنۍ ته د ننواتي د مراسمو په تر سره کیدو او د پښتنو د دود، دستور پر بنسټ ډیره ګرانه ده، چې ننواتي ونه منل شي. پښتانه بیا داسي کورنۍ ته په ټولنه کې په درنه سترګه نه ګوري. دغه کورنۍ خپل ټول حقوقي رښتې یا حقونه په خپله قبیله او کورنۍ چاپریال کې له لاسه ورکوي. پښتون د ننواتي منل کیدلو ته ځکه مجبور یږي، چې میلمه يي کورته ورغلي دی. ځکه د ننواتي او میلمه پالني کانسپتونه له یو بل سره تړاو لري.

د ننواتي یو بل مهم ارزښت په دې کې هم نغښتي دی، چې یو څوک د پښتون کور ته په ډیره عاجزي میلمه ورغلي دی. کله چې څوک د چا ننواتي ونه مني، هغه غیرتمن،پتمن سړی نه ګنل کیږي، دی په ټولنه کې د ستر شرم سره مخامخ کیږي او په سپکه سترګه ورته کتل کیږي.

۴ . د پښتونولۍ ننګ، پښتنې غیرت، ناموس، شرم او د حیا کاڼسپټ

پښتنې ننګ او افغاني غیرت د پښتونولي څلورم قانون دی. یو غیرتمن او ننګیالي سړی د پښتوتوب نړۍ یو ایډیالي انځور انځوري. غیرتمن، پتمن سړی تل د ننګ او عزت په لټه کې اوسي. غیرتمن سړی د پښتونتوب او میړنتوب ټولې غوښتنې او د تصورکیدونکې ارزښتونه او نورمونه په خپل ځان کې لري. پښتنې ننګ د پښتون یا د پښتون دکورنۍ او د پښتنې قبیلي څخه عبارت دی.

ننګ د یو سړی د انساني سپیڅلي او عالي احساساتو د ویاړ یوه ځانګړي ټولګه ده. ننګیالي پښتون باید لومړۍ په خپل قبیلوي ټبر یا سټه باندې ټینګ باور ولري، تر څو دی له یوه لوري پر خپل قبیلوي جوړښت او خپل توکمي یووالي باندې اغیزه ولرلي شي، له بل لوري همهاله دی ځان د نورو څخه د ننګ په چارو کې بیل وښولي شي. ننګ، غیرت او عزت په پښتنو کې دوې خواوې لري. له یوې خوا یو پښتون باید په جرئت سره د تورې له لارې خپل جګړیزه تیاري وښیي، له بلې خوا دی باید د عقل او منطق له لارې د خپلي ټولنې ټولنیز مسوولیت په غاړه واخلي. ځکه سیلم عقل پر هر ډول انساني احساساتو باندې برلاسي دی. څوک چې ننګ کوي، هغه یو ننګیالي سړی دی. څوک چې له بې ننګي سره ژوند کوي، دی له خپل ژوند سره جفا کوي.

د پښتونولي په کانسپټونو کې ننګ، غیرت او ناموس خورا مهم رول لوبوي. ننګ د سړیتوب عزت دی، ننګ د زړورتیا او د تورې له لارې ترلاسه او پر ځای کیږي. د پښتون موخه اصلاً دا نه ده، چې توره په لاس کې ولري، بلکې دی د تورۍ له لارې د خپل ننګ، غیرت او ناموس ساتنه کوي. یو پښتون د ننګ له لارې د یو توریالي سړی نوم ګټلي شي. د یو ننګیالی ټول کړه وړه او چارې باید د خپل ټول قام په ګټه وي، نه دا چې د ده کړه وړه د خپل شخصي چارو او انفرادي ګتو لپاره وي. د بیلګې په ډول په خپل پلارنۍ هیواد او مورنۍ خاورې باندې ننګ کول، په خپل افغانیت او اسلامیت باندې ننګ کول، د خپلواکۍ او د جهاد په سپیڅلي جګړه کې برخه اخیستلو ته ننګ وايې. کله چې یو پښتون سړی یوه مهمه موخه ترلاسه کړي، پښتانه وایي، چې توره یي وکړه. د ناموس تورۍ د ښځینه عزت لپاره که هغه مور، خور او لور وي استعمالیږي. همداسي د خپلي کورنۍ څخه ساتنه، د خپل پټي او ځمکې څخه دفاع او همداسي د خپل وطن څخه دفاع او ساتني ته ناموس ویل کیږي. پښتنه ټولنه کې چې څوک ټولګټي ملي مثبت کړه وړو تر سره کړي، هغه سړی د غیرتمن او ننګیالی سړی په نامه یادیږي.

پښتونولي کې د پښتون د کورنۍ ټولي ښځینه غړې مور، خور، لور او خپل پلارني هیواد ملي ګتو ته د ناموس په څیر کتل کیږي. د پښتو ژبې ادبیات او فولکولري کیسې د ننګ، غیرت او ناموس څخه ډک کیسې دي.

غیرت په خپل ځان ډادمنتوب ته ویل کیږي، غیرت خپلواکۍ ته ویل کیږي. غیرت په خپل ځان باور، په خپل ځان خبرتیا، د خپل ځان پیژندنه، سرلوړیتوب، جرئت، ویاړ،سیله رحم، هوښیاري اوبلاخره د خپل ویښ پښتنې احساس ټولګي ته ویل کیږي. غیرت نه یواځې د یو سړی د کرکټر مانا نه افاده کوي، بلکې غیرتمن سړی هغه سړی دی چې دغه ځانګړتیاوي په خپل ځان کې ولري. غیرتمن سړی یو جنټرمین او خپلواک سړی دی.

ښایي د خپلواکۍ سره دغیرتمنو، سرکښو پښتنو افغانانو بي کچه مینه یو بل خڼد د لر اوبر افغانانو د بیا یووالي په لاره کې وي.

د افغانیت د اصولو منځ زړي او په پښتونولۍ کې ترتولو مهم ټوکې ننګ او غیرت دی. کله چې یو افغان د میړاني،سرښندنې، فداکاري، شجاعت، زړورتیا،جرئت ، درنښت او یا د پښتونولۍ له نورو نورمونو، ارزښتنو څخه سرغړونه وکړي، دی ځان ته، خپلي قبیلي ته شرم، بي عزتي او بي ننګې رامنځ ته کوي. یو ننګیالی پښتون تل خپلي قبیلې ته ویاړ، شان، شوکت ښه نوم راوړي. تر هغي چې دی په بې ننګه، بې عزته ، بې شرمه او نورو ته د غلامي سرټیټوالي سپک هلک ژوند وکړي.

په پښتنوکې دبې ننګه، بې غیرته، بې شرمه،بې حیا او بې ناموسه ښکنځل تر ټولو سخت فکر کیدونکې ښکنځلو څخه ګڼل کیږي. کله چې یو پښتون په دې  ونتوانیږي، چې خپلننګ او غیرت د توهین کوونکې یا تحقیرکوونکې سړی د وژلو له لارې بیرته پرځای نشي کړي. ښګنځلې سپکې سپورې دی په ټولنه کې دومره سخت راټیتوي، چېهمدغه سړی خپل ټولنیز موقف،پرستیژ،سړیتوبپه خپله ټولنه اوقبیله کې له لاسه ورکوي.

شرم او بي شرمي هم دننګ کانسپټ یوه مهمه برخه ده. شرم د بي آبي په مانا هم ژباړل کیږي .شرم دښځې له کړو وړو سره هم اړیکې لري،شرم د نارینووکنترول پر ښځینه باندې وی،ښځې د ټولني نیمايي برخه جوړوي. په عمومي توګه پښتنه ټولنه کې د پيغلي نجلي د جنسې غریضواو فعالیتونو ته په کمه سترګه کتل کیږي. پښتانه فکرکوي،چې ښایي پیغلي نجلې د نارینوو د جنسي غریضو لپار ه یو اسانه ښکار وي.

پښنانه فکر کوي، ناموس باید وساتل شي. په همدې وجه دوی فکر کوي او مجبوریږي، چې ښځې په خپل کور کې تر خپل کنټرول لاندې وساتي. پښتانه دومره ستره ویره د ښځو د نامشروع اړیکو او کړو وړو څخه نه لري، لکه دوی په خپل کلي او سیمه کې د خلکو او تربو ر له خبرو او پیغورنو څخه چې ویره لری. پښتانه فکر کوي، که ښځه، خور او مور يي په ستر یا په مخ پټولو کې پټمن ژوند وکړي، د کليوالو او د توربور د پیغورونه خبرې به هیڅ نه وي.

پښتانه کوچیان او ډیرې نور دودیزه پښتانه ښځو سره دې ډول چلند ته د نارینوو د کمزورتیا په سترګه ګوري. پښتانه کوچیان وایي، دوی د خپلو ښځو ایسارولو ته هیڅ اړتیا نه لري. کوچیان زیاتوي، که موږ د ښځو سره داسې چلند وکړو، بیا موږ پوره سړي نه یو او دا د نارینه کمزوتیا او ناتوانايي ده. چې ښځه په کورکې ایساره وي ناموس د کورنۍ هرې ښځینه غړي ته منسوب کیږي. افغانانو ته ناموس په خپل وسعیي مانا کې خپل کور، خپل ټبر، خپله قبیلې،پښتني ټولنه، هیواد، مورني خاوري او خپل دین ساتنه ته هم د ناموس مانا وروکوي .څوک،چې دغې ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي هغه بي ناموسه دی.

د ننګ کانسپټ د پښتون څخه غواړي، چې دی باید تل د ټولنې په چوپړ او ساتنه کې واوسي. دغه ساتنه او دنده په ځانګړي ډول د هغي له ډلې او قبیلو څخه عبارت ده، دا هغه چارې دي، چې یو پښتون د هغي ساتنه، دفاع او مسوولیت په غاړه لري. یواصیل او ریښتنې پښتون ته ور په غاړه چارې او مسوولیتونه په لاندي ډول دي.

۱. د خپلي کورنۍ د ښځینه غړوڅخه ، د خپل قام د ښځینه غړو څخه ، ان هغه ښځینه چې دی یو ډول نه ډول له دوی سره پیژند ګلوي او خپلوي لري.

۲.د خپلې سیمې، د خپلي قبیلي سیمه، دخپل ولس، د خپل وطن او د خپل پلارنۍ هیواد د ملي او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع ده.

۳ د بې وسه ،کمزوري، بي وزلي خلکو، کوم خلک چې ده ته په ننواتي وراغلي او دوی له ده څخه فیزیکې ساتنه غواړي.

۴ د خپلو میلمنو څخه ساتنه، کله چې دی مجبور شي د بدې داره میلمه څخه دتللو په مهال بدرګه وکړي.

د یو پښتون څخه د ننګ کاڼسپټ اصلي غوښتني خپل ځان ځار کولو یا قربانولو په مانا دي او د تورې کاڼسپټ موخې د یو پښتون د خپلو لیوالتیاوو او انټرس څخه د دفاع مسلې رانغاړي.

په پښتني تفکر کې یو پښتون سړی تل په یو تبرګڼیزه، له دښمنیو او کړکیچونو څخه ډک چپریال کې ژوند کوي. د دښمنیو دغه چپریال له ده څخه هره شیبه د ژوند ټولې زیرمې اخلي. لکه د ده کورنۍ، ځمکه او ناموس. له همدې امله یو پښتون مجبور کیږي، چې د خپل موقف او مسوولیتونو څخه په ټولنه کې ساتنه او دفاع وکړي.

دغه خورا مهم مسایل او مسوولیتونه یو پښتون د یو قهرجن او جګړه ییز حالت ته ورهڅوي، د ی په دې باور ي کیږي، تر څو دی د ټولو شیانو څخه دفاع وکړي. په دې ډول د پښتونولي د تورې په کانسپټ کې د یو پښتون نړۍ لید انځور شوي دی. له همدې امله یو پښتون د خپل پور یا بدل اخیستلو ته اړ کیږي. د بدل اخیستلو پرنسیب دا دی، چې د سترګې په بدل کې سترګه، دغاښ په بدل کې غاښ، د ژوند په بدل کې ژوند اخیستل کیږي.

یو اصیل او مسوول پښتون ژوند له ډیرو سختیو او د ګواښمنو ګواښونو څخه ډک ژوند دی، دی بیا هم هڅه کوي،چې په خپل ژوند کې یو ننګیالی انسان واوسي، سربیره پردې دی ځان د یو ننګیالي په څیر د کمزور و بې وسو انسانانو لاس نیوي او ساتني ته اړ بولي. پښتنه تولنه کې یو ننګیالی سړی ځان د نورو لپاره یو مخګښ یا د یو سرمشق سړی بیلګه ګرځوي. د یو ننګیالی پښتون د کړو وړو موډل د پښتني د ننګ په کاڼسپټ کې راڅرخي. د یو ننګیالی پښتون حیثیت، پرستیژ ،شخصیت او د مورالي ځواک دی دې ته هڅوي، چې د مرسته غوښتونکو، د ساتنې غوښتونکې او د مظلومو خلکو څخه ننګه او ساتنه وکړي. ننګیالی یو ډیر هراوخیز کولتوري مفهم دی، چې د ناموس سره مستقیمآ تړولري.

افغانستان کې یو کرسماتیک ملي مشر شخصیت بایدتر ټولو لومړۍ دی د واک یا قدرت او د ټولنیز ایډیالې مسوولیتونو او چارو ترمنځ اړیکې په مناسبه توګه برابره وساتي. پښتنه ټولنه کې چې څوک د پښتني ننګ، غیرت او د پښتونولۍ حقوقي کوډکسونه او پښتني تصوراتو پر خپل ځان باندې پلې نه کړي او په خپل ځان کې عملاًو نه ښیي، دی هیڅ کله پښتنو ته د قوم یو ایډیالي غیرتمن مخکښ مشر نشي کیدي. د پښتونولۍ د ننګ او غیرت ارزښتونه یو پښتون افغان مشر ته ځښت ډیر اړین دي، تر څو دی په ولس کې د یو مشر په توګه ومنل شي .افغان ملت کې ستر مخکښ افغان او کرسماتیک ملي شخصیت خوشحال خان خټک لیکي:

د افغان په ننګ مي وتړله توره

ننګیالی د زمانی خوشحال خټک یم

 

۵. د پښتونولۍ د تورې او عقل کاڼسپټ

پښتنو ته پښتونولي په ټولو کانسپتونو کې او د پښتنو په دودیزه قانون کې څه شي چې ډیره ستره مانا او ارزښت لري، هغه ننګ او د تورې کاڼسپتونه دي.د ننګ کاڼسپټ د یو اصیل پښتون څخه غواړي، چې دی باید د خپلي ټولنې او ولس په چوپړ کې ودریږي. یو ننګیالۍ پښتون ته تل ملي مسوولیتونه او ملي چارې ور په غاړه وي، ځکه دی په دې باور دی، چې دغه ملي چارې د ټولنې، د قبیلې او د پښتون افغان ولس د ساتني او دفاع لپاره ځانګړي شوي دي. پښتانه یواځي په توره باندې مین خلک ندي  دوی فکر کوي، چې توره د پښتني غیرت د ساتنې لپار کارول کیږي.

تاریخ او تجربو دا ثابته کړي ده، هغه پښتانه چې پښتنې غیرت او افغاني ننګ نه درلود، دوی که پوهیدلي یا نه دي پوهیدلي، دوی په ډیره اسانه او ډیر ژر د پښتون ضد قوتونو او د یرغلګرو تر اغیزې لاندې راغلي دي.

په پښتنو کې توره میړنتوب، سرښندني، زړورتیا او اتلولي ته ویل کیږي. توره یو پښتون ته د توریاليتوب، میړنتوب ستر احساس ورپه برخه کوي. پښتانه د خپلواکۍ په سپیڅلي جګړه کې مرګ ته د عزت په سترګه ګوري. د پښتنې تورې او د پښتنې ننګیالیتوب په اړه دپښتنو په اماسي ادبیاتو کې ډیرې لیکني شوي دي.

توره د پښتنو د غیرت، عزت او جنګیالیتوب یوه ستره نښه اونښانه ده. د یو پښتون توره په هغه حالت کې رایستل کیږي، کله چې د ده خپلواکۍ، غیرت او د ننګ مسله یا د دوی وطن خاوره دیرغلګر ود برید سره مخامخ شي، یا دافغانانو د ملي نوامیسو، د ملي ګتو، د دین دفاع مسلې او خبرې مطرح شي. افغانان پښتانه تورې هغه مهال هم کاروي، کله چې د دوی ناموس،کورنۍ، شخصي ملکیت، حق او مال له ګواښ سره مخامخ شي او یا په سپیڅلي جګړه یا جهاد کې برخه اخیستل فرض وګرځي:

یو اصیل پښتون د ظالم د ظلم په وړاندې د مظلوم د دفاع لپاره هم را پورته کیږي. توریالی هغه سړی دی، چې د تورې ځانګړې ځانګړتیاوې په خپل ځان کې ولري. توریالی سړی لومړۍ د خپل عزت، پت او انفرادي خپلواکۍ لپاره جګړه او مبارزه کوي، دی بیا د خپلي کورنۍ او قبیلي لپاره د اتلولې چارې ترسره کوي. دی ځان ته د دې لارې د توریالي سړی نوم راخپلوي. د دې چارو د تر سره کولوڅخه ورسته دی په خپل ټبر او قبیلوي ټولنه کې مساوي حقوق ترلاسه کولي شي، دی بیا د خپل ځان په ډاډمنتوب باندې باوري کیدي شي. دی بیا هیڅ وخت د یو بهرني د ښمن د مادي او معنوي ځواک، د استعماري ارادې تر اغیز لاندې نشي راتلي او د افغان سترولس په وړاندې استعمالیدي هم نه شي .

په دا لاندې بیلګه کې د یو توریالي او ننګیالي افغان د ننګ او غیرت تاریخي کیسه لوستلي شي .

د برتانوی هند په وخت کې دولتي واک ته دغازي امان الله خان د بیرته راستنیدو په اړه د ملي خپلواکی اتل غازی ببرک خان ځدراڼ زامنو د افغانستان شاهي دولت سره اختلاف پیدا شو. د ببرک خان ځدراڼ زامن په لویه پکتیا کې د غازی امان الله خان د بیرته راوستلو په تور د افغانستان پوځ د یو پوځې برید په ترځ کې له خپل کور او کلي څخه برتانوي هند ته فراري کړل شول. کله چې پاکستان د برتانوي هند څخه وزیږید، دوی هملته اوسیدل. د پاکستان د هغه وخت صدراعظم لیاقت علی یوې غونډې ته سیداکبر خان ببرک زی ځدراڼ دافغانستان د شاهي دولت مخالف په څیر وربللی وو. په غونده کې د خبرو پر محل کله چې افغان ضد لیا قت علی د ډیورڼدکرښې دکړکیچ په اړه د افغانستان ملي دولت او د افغان ولس د ناموس بي عزتي وکړه او سپکی سپوری وویلي. د افغان په ننګ دسید اکبر خان پښتني ملي غرو راوپاریدو د پاکستان صدراعظم لیاقت علی سمدستي د تمانچې په ډزو په خوله وویشت او ځای په ځای په قتل ورساوو . دی هم هملته د پیښې په مهال ووژلي شو. که څه هم د افغانستان د هغي وخت شاهي دولت د سید اکبر خان کور اوکلي په عسکري توپونو ویشتلي او وران کړي وو، دوی یې په ډیر بد حالت کې وزیرستان او برتانوی هند ته فراري کړي وو. د ببرک خان ځدراڼ زامن هیڅ کله د افغانستان د دولت او د افغان ملت په ضد ونه دریدل او نه دوی د انګریزې امپراتورۍ تر استعماري ارادې لاندې راغلل او نه دوی د پنجاب تور سیاست د افغان ولس پر ضد استعمال کړلي شول.

سل افسوس دې د نن ورځ په ځینو پښتانه شه، چې په دوی کې ولې د پنجابي پوځ د راکټې بریدنو په وړاندې د خپلې سپیڅلي خاورې احساس نشته، ښځې، ماشومان په وینو کې لمبي، د پښتون په کور کې ژړا او چېغه ګډه ، ځنګلونه، کورونه سوځي، ټول پښتانه ورته ګوري. خیر په هر صورت د یو ننګیالی پښتون د توري په مقابل کې د پښتونولۍ د ننګ کاڼسپټ هم راولیږي. د ننګ کاڼسپټ یو پښتون تر یوې کچې پوري د ځانپالني، ځانځاني، خپلسري او یا دی یواځې د خپلو غوښتنو، انترس څخه منع کوي. د کړکیچ په حالت کې د یو پښتون څخه د ننګ په کاڼسپټ غوښتنه کیږي، چې په خپل سر کړه وړه او د یو سړی غبرګون دومره اغیزمن نه پریوځې. دی باید په کړکیچن یا اصطراري حالت کې د تورې د کاڼسپټ تر څنګ د ننګ کاڼسپټ څخه هم کار وا خلي. یو ننګیالی پښتون ځلمي پوهیږي، چې د یوه کلي یا یوې قبیلې غوښتنې یا انټرس د یوکس له غوښتنو او ګټو څخه ډیرې غوره او لوړې دي.

دغه ټولنیز اخلاق ، نورمونه او ارزښتونه د پښتنو د ژوند، د پښتنو د ژوندي پاتي کیدلو په نړۍ کې خورا مهم اړین توکې دي.

د ننګ دوه اړخونه عقل او توره د ژوند یا د عمر په اوږدو کې له دوو برخو سره تړو لري. د یو ځوان سړی څخه په خپل سر د تورې رایستلو یا جګولو تمه کیږي. کیدای شي چې دی یوسرتمبه او احساساتي سړی واوسي. په وړه خبرو سمدستۍ توپک ته بلوټ ورتیرکړي .

د پښتنو په سیموکې د یو ځوان سړی توره دکلیوالي او پښتني دودونو، نرخونو له لارې د سپین ګیرو، قومي مشرانود تجربو، د عقل او منطق خاوندانو د صبر او د زغم له لار ې کنټرول کیږي .

په همدې ترتیب سره په پښتنه ټولنه کې ځوانان خپلو سپین ګیریو او قومي مشرانوته د درنښت د سرټیټولو په روحیه روزل کیږي.

د پښتونولي قانون توره په هغه قضیو کې هم مني،کله چې د یوې ښځې،خور، مور د ننګ او عزت خبره رامنځ ته شي. پښتنو ته توره پیښه یواځي هغه مهال په سپینه پېښه بدلیدي شي، چې ضرر رسوونکې یا مدعي ووژل شي، دوی فکر کوي، چې د هغه د مرګ څخه پرته بله لار نشته .

د پښتونولۍ د تورې ایډیالي کاڼسپټ د یو پښتون څخه غواړي، چې په قهرجنه او جګړییزه توګه له خپل ځان، د خپلوګټو او دخپلو انټرس څخه دفاع وکړه.

د پښتونولي د تورۍ ایډیال یا کاڼسپټ دیو پښتون څخه غواړي ، چې د خپل ځان دفاع او د خپل انټرس د فاع لپاره د سختو جګړییزو اسبابو څخه کارواخله .کیداي شي نن دغه طرزالعمل یاوسله وال غبرګون د لویدیځوالو په سترګو کې خام او یا یو نا متمدن عمل وي. خو د غه ډول غبرګونونه د یو پښتون د ژوند په نړۍ کې د ژوندي پاتیکیدو په بهیرکې ځښت ډیر اړین دي.

یو ریښتنې پښتون ته د تورې د کارولو په حساسه مرحله کې بیا د پښتونولي د ننګ کاڼسپټ را ولاړیږي او د پښتون څخه یوه اندازه نرمښت، زغم او د میړانه غوښتنه کوي. د ننګ کاڼسپټ د یو ځلمي پښتون پام له ځانخاني او یواځي د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره هر څه ته له لاس اچولو را ګرځوي او د بې ځایه زور زیاتي څخه په شا کوي. له همدې امله د ننګ کاڼسپټ د تورې له کاڼسپټ سره دسیالي لوبه کوي. په دغه کړکیچن او خورا هیجاني جګړه ییز حالت کې د ننګ کاڼسپټ غوښتنې په ډاډمنه ټوګه کولايې شي، د یو شخص غبرګونیزه عمل په ترڅ کې مقابل لوري ته بې کچه زیانونه او تاوانونه وروا نه اړوي.

په بله وینا د انسان د فکر په دغه لوبه کې د ننګ کاڼسپټ د تورۍ کاڼسپټ د غوښتنو په وړاندې انټاګونیست یا په لوبه کې د مقابل لوري لوبغاړي ګرځي. دننګ کاڼسپټ د ټول ولس د خیرښیګیڼې، انټرس یا د ټولنې له هوساینه او یا د ټولنې د هر غړي د عزت غوندیتوب سره تړو لري. د تورۍ کاڼسپټ یواځي د ځان د انترس لپاره کارول کیږي. کله چې یوځوان پښتون افغان عقلاً، شعور اند په متوازي توګه د تورې او د ننګ له کاڼسپټ څخه کار واخلي، دی یو ننګیالی پښتون سړی شمیرل کیدي شي .

په ټولیزه ټوګه د پښتونولي لرغوني نورمونه او ارزښتونه د یو پښتون په ورځیني ژوند،کې دهغه د غوښتنو، انټرس ، د پښتني ټولنې غوښتنې او حقوقي اړیکو په را کړه ورکړه کې خورا مهمه رول لوبوي .

 

د څلورمې برخې پای

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button