په یویشتمه پیړۍ کې دغه پښتني لرغوني قبایلي پارلمنټ د افغانانو د قانوني ملي دولت، دولتي حاکمیت، قانونیت، سیاسي او ټولنیزو ملي مسایلو حل په یوه ساده او روښانه افغاني بڼه کې د سوله ییزو خبرواترو او د ملي پریکړو له لارې د ټول هیواد په ګټه هواره وي.
پارلمان یو زوړ فرانسوي توری دی، مانا یې(Perler ) خبرې کولو ته ویل کیږي پارلمان یوه لویدیځه ښکارنده ده همداسي لویه جرګه یوه افغاني ښکارده ده. په لویې جرګې کې هم په یو خاص پارلماني نظم او یو ځانګړي افغاني میکانیزم کې خبرې اترې ترسره کیږي. معمولاً پارلمان ته د ولس منتخب استازې ورپیژندل کیږي. نن په نړۍ کې ډیري نورې سیاسي غونډو یا ملي اجتماعاتو ته هم پارلمان ویل کیږي. د پارلمان غړي منتخب یا نا منتخب استازې هم کیدای شي. لویه جرګه د یوې محدودې مودې لپاره، د یوې معیني مهمې ملي موضوع او یا د یوې ملي ربړي د حل لپاره د پاچا یا ولسمشر له خوا راغوښتل کیږي، تر څو د هیواد مخور تجربه لرونکې مشران،خانان، ملکان، دیني علما او د اغیزې خاوندان سره سلا مشورې او خبرې اترې وکړي په همدې بنسټ لویه جرګه د افغانانو یو ځانګړي لرغوني پارلمنټ په څیر راغوښتل کیږي.
په ورستیو دریو پیړیو کې افغانستان ته په کورنۍ او بهرنۍ سیاست کې د ورپیښو شویو ستونزو او نړیوالو کړکیچونو له امله، د زبرځواکو یرغلګرو هیوادونو په وړاندې د ملي مقاومت او پاڅون د پریکړي له کبله، د افغان ملت د ملي هویت ساتلو له کبله، د افغانستان ملي دولتونو ته د مشروعیت ورکول له کبله، د اساسي قوانینو د تصویب له کبله او نورو لویو حقوقي، ټولنیزو ملي مسایلو د حل او فصل لپاره لویې جرګې رابلل شوي دي.
جرګه د افغاني ټولنې د ځانګړو ملي ارزښتونو یو ملي میراثي ارزښت دی، د لویې جرګې پریکړي ټولو افغانانو ته د منلو او اعتبار وړ دي، ځکه لویه جرګه ته د افغانستان له هر ټبره، هرقوم، هرې طبقې او هرې سیمې څخه استازي په یوه درنده عنعنوي بڼه د افغانستان او افغان ملت د برخلیک لپاره راغونډیږي. جرګوال پوهیږي، چې لویه جرګې کي د درست افغان ولس د ازادي اراده تمثیل کیږي او د دوی مشروع غښتنې اوریدل کیږي د جرګې خبرې اترې تر هغه دوام کوي، تر څو د جرګې پریکړې یا فیصلې د ټولو جرګوالو د منلو وړ وګرځي.
لویو جرګو د افغاني ټولنې په تاریخ کې د ملي یووالي یوه اغیزمنه بریالي وسیله ده او د تاریخ په اوږدو کې په افغان ملت او پښتني ټولنه باندې ډیرې ژورې ټولنیزې، روحیي او رواني اغیزې درلودلي دي. لنډه دا چې لویو جرګو په ورستیو دریو پیړیو کې د افغانستان په ملي او نړیوالو ستونزو کې خورا مهم رول لوبولي.
لویو جرګود افغانستان د ملي دولتونو او د افغان ملت د ملي تاریخ د فلسفې بنسټ ایښودلي
د جرګو تاریخ له چینایې مدنیتونو سره تړو لري. کله چې د چین په لرغوني مدنیت کې یوه شخړه یا لانجه رامنځته شوه، شخړې ته به خامخا د جرګې له لیارې یو حل موندل کیده.
د جرګو لنډ تاریخي شالید او تاریخي اسنادو،څیړونو ته د کتنو پربنسټ دا جوتیږي، چې د لرغوني افغانستان اریایې اوسیدونکو خپل لومړني پاچا یما د جرګې له لارې خپل ټولواک ټاکلې وو. جرګې د اریايانو له زمانو څخه زموږ په سپیڅلي هیواد کې دود لري د باختریانو په عصر کې جرګې د سبها او سیمتي جرګو په نوم شتون درلود. له همدې امله لویو جرګو له لرغونو زمانو د افغانانو د ستونزو په حلو فصلو کې خورا مهم اهمیت درلودلي دی.
د پښتنو تاریخ او پښتني ژوند د پښتونولي په فلسفه جرګو، مرکو او د سولیزو خبرواترو پر بڼسټ ایښودل شوي دی.
په ۱۵۷۰ کال کې د پیر روښان په مشرۍ یوه لویه جرګه جوړه شوه، په دغه جرګه کې د مغلو د امپراتورۍ په وړاندې د وسله وال مقاومت او ملي پاڅون پریکړه وشوه. دا مهال د یوسفزیو او د ختکو قبیلو دعوه او شخړه د کابل او لاهور ترمنځ د وریښمینو لار د کنټرول باندې راولاړه شوي وه. دا لانجه د همدې جرګې له خوا د یوې پریکړې په ترڅ کې په سولیزه ډول حل او فصل شوه. ختکو او یوسیفزیو قبیلو د افغان ملت د ملي تاریخ، د افغان ملت د ملي یووالي د مفکورې او د افغان ملت هویت ساتلو په لاره کې بیسارې ستر مخکښ رول لوبولي دی. تاریخ شاهد دی، چې دغو دوو پښتنې قبیلو د پښتنو د خپلواکي او یووالي په لاره کې د تورې په مټ هم نه هیریدونکې مبارزې کړي دي. ښه بیلګه د نامتو فلسفي شاعر ستر خوشحال خان خټک ده، خټک درې سوه کله مخکې واړه پښتانه له اټکه تر کندهاره یووالي ته رابللي دي، ننګیالی او توریالی خټک خپل ټول ژوند د پښتنو افغانانو په ننګ،عزت، غیرت، یووالي، بقا او لوړتیا په لاره کې تیر کړي دی.
ستر خوشحال خان خټک لیکي: بې جرګې نه به هیڅ کار په لاس وانخلي، که خبر وي د جرګې په برکت
لویې جرګې نه یوازې د غزنویانو، دورانیانو امپراتوري بنسټ هم ایښودلي دی، بلکې د محاصر افغانستان د ملي دولتونو بنسټ هم ایښودلي دی.
د افغانانو په لرغوني تاریخ کې تر ټولو مهمې برخلیک ټاکونکې او ډیر د پام وړ ریښتوني لویې جرګې د میرویس خان نیکه او د احمد شاه بابا په مشرۍ لويې جرګې جوړیدل دي، دغه لویې جرګې د حکومتونو له خوا نه دي رابلل شوي، بلکې د وخت او زمان د اړتیاوو او تقاضا له امله په ملي ولسي ویښ ابتکار سره رامنځته شوي دي. دغو لویو جرګو په نړۍ کې د افغان ملي دولتونو او د افغاني امپراتوریو بنسټ ایښودلو ته لار هواره کړي، دغو جرګو په نړۍ کې د افغان ملت شتون او د افغان ملت هویت په بیر ته را ژوندۍ کولو کې مهم رول لوبولي دی.
لویې جرګې په اتلسمه پیړۍ کې د صفویانو پر ضد د افغانانو په ملي پاڅون کې هم مهم رول لوبولي دی. میرویس نیکه لومړي غلجي او ابدالي قبایل او ورسته ټول افغان ولس يې د جرګو له لارې یووالي ته راویښ کړي. میرویس نیکه ته د افغان د خپلواکۍ او بري لاره مالومه وه، ده په مکې معضمه کې د عربو له دینې علماوو څخه فتوا تر لاسه کړه. میرویس نیکه لومړنۍ جرګه په کوکرانو کې را وغوښتله او افغانانو ته یې د حجاز فتوا واوروله. په دویمه جرګه کې میرویس خان هوتک د پاڅون مشر وټاکل شو او جرګوالو د خپلواکۍ اعلان وکړو. میرویس خان د افغانانو ملي احساسات د خپلواکۍ په جهاد کې سره یو ځای کړل. که څه هم د میرویس نیکه د قیادت مشري او د خپلواکۍ هڅې لنډې وې، ده د افغانانو د ملي خپلواکۍ، ملي دولت او ملي حاکمیت بنسټ ډبره کیښودله، میرویس خان افغانان له قبیلویت پرځای قومیت ته رابللي دي او ده یو ویښ خپلواک افغان ملت ته لاره هواره کړي ده. له همدې ورځې څخه تر نننه هره پښتنه هر افغان په افغانیت او افغان والی باندې ویاړي.
په ۱۷۰۹ کال کې د حاجی میرویس خان نیکه په مشرۍ د مانجې په سیمه کې یوه بله تاریخي لویه جرګه جوړه شوه. په دغه جرګه کې پریکړه وشوه، په افغانستان کې باید نور د ګرګین د ظالمې واکمني او یرغل ته د پای ټکی کیښودل شي. د حاجې میرویس خان نیکه څخه ورسته بیا لوی احمدخان د ده نیمګړې لاره د یو خپلواک افغان ملي دولت ارمان پوره کړو.
د ریفومونو او نوښتونو ویاړلي پاچا غازي امان الله خان ډیره هڅه وکړه، چې د جرګو له لارې په افغانستان کې د قانون حاکمیت بنستیزه ډبره کیږدي.
د اماني عصر د ۱۹۲۸ کال په لویه جرګه کې د افغانستان ملي بیرغ درې رنګه تور، سور او زرغون رنګونه تثبیت شول، له همدې سره د لویې جرګې له خوا د افغانستان د ملي ښکلي بیرغ او علامه یا دولتي نشان پریکړه وشوه. د افغان ملت درې رنګه بیرغ د افغانستان درې واړه پیرونه یا دورې لرغونې پیر، منځنې پیړۍ او محاصر عصر تمثیلوي.
په ۱۳۳۴ کال لویه جرګه د پښتونستان د مسئلې په تړو راوغوښتل شوه. که څه هم په دې تړو له دې مخکې د سفربري اعلان هم شوي وه، د افغانانو لویې جرګې پریکړه وکړه، د پښتنو ستونزه د ټولو افغانانو ګډه ستونزه ده او د افغانستان شاهي دولت د ډیورندلاین کرښه په رسمیت نه پیژني او د لر او بر یو افغان شعار د هر ریښتنې افغان په خوله کې را پورته شو.