د پښتورګو د حفاظت لپاره ۸ ارزښتمن ټکي!

ډاکټر محب الله علمیار

۱- ورزش: هره ورځ ورزش وکړی د شکرې، لوړ فشار ، قلبي او کلیوي ناروغیو څخه ځان وژغوری.

۲- شکره: که د شکرې په ناروغۍ اخته یاست نو کوښښ وکړی چي شکره مو په طبیعي حدودو کي کنترول کړی ځکه د شکري ناروغي د ویني کوچنیو رګونو ته زیان رسوي په داسي حال کي چي پښتورګي د ګلومیرول اساسي جوړښت د ویني له کوچنیو رګونو څخه جوړسویدي او د هغه له تخریب سره پښتورګي له کاره لویږي.

۳- لوړ فشار کنټرول کړئ: که د ویني د لوړ فشار په ناروغۍ اخته یاست نو تل زیار وباسی چي هغه کنترول کړی ځکه دوامداره لوړ فشار په ګلومیرول کي موجود د ویني کوچني رګونه تخریبوي ځکه نو باید فشار مو له ۹۰/۱۴۰ ملي متره سیماب څخه کم وساتل سي.

۴- سالم غذایي رژیم وکاروی : میوې، سبزیجات او فایبر لرونکي غذاګاني واخلی چي له یوې خوا پښتورګو ته هم زیانمن نه تمامیږي او له بلي خوا مو وزن هم نه زیاتوي ځکه زیات وزن لوړ فشار او شکري ناروغي ته زمینه برابروي، همداراز په غذایي موادو کي له زیاتي مالګي له خوراک څخه ډډه وکړو چي لوړ فشار یي په اوږد مهاله اغیزو کي راځي.

۵- هره ورځ کافي اوبه وڅښی: اوبه ستاسو له پښتورګو سره مرسته کوي چي سمي مواد په آسانۍ سره له وجوده اطراح کړی، ځکه نو لازمه ده چي هره ورځ له ۱.۵ -۲ لیتره اوبه وڅښل سي، هغه کسان چي زیات کار یا ورزش کوي کولای سي له یادي سوي کچي څخه زیاتي اوبه وڅښي.

۶- سګریټ پریږدی: سګریټ د ویني د کوچنیو رګونو خورا ستر دښمن ګڼل کیږي، لکه څنګه چي مخکي یادونه وسوه د پښتورګو د ګلومیرول جوړښت د ویني له کوچنیو رګونو جوړ دی او سګریټ څکول د هغه له تخریب سره د پښتورګي دندي خرابوي .

۷- د مسکنو یا آراموونکو درملو له اوږدمهاله کارولو څخه ډډه وکړی: پښتورګي د درد آراموونکي درملو په وړاندي ډیر حساس دي ځکه نو باید له اوږدمهاله کارولو څخه یي ډډه وسي که اړتیاوي باید د اړوند ډاکټر په مشوره وکارول سي.

۸- د پښتورګو کلنی معاینه: په ځانګړي ډول هغه کسان چي عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ څخه لوړ دي اویا د لوړفشار یا شکري په ناروغۍ اخته دي دوی باید وخت په وخت د خپلو پښتورګو بیلابیل معاینات ترسره کړي ترڅو د کومي ناروغۍ په صورت کي یي په خپل وخت تداوي وسي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button