د پښتنو په درنو ککریو د ډالرو سوداګري

له بده مرغه هره ورځ د ډله ېېزورسنیوله لارې خوراغمجن اوزړه بوږنوونکې خبرونه اورم اودتراژیکوخونړیو پیښوانځورونه خدایږوهډودلیدلواوزغم وړنه دي.څنګه دمسلمانی اوانسانیت دعوه کوی چې دافغانیت،اسلامیت اوبشریت ضد دوښمنانواوابلیسانوپه نغوته اواشاره بی ګناه اومعصوم ماشومان پاک لمنې پیغلي اوخیالیګرتنکي خوانان سپین سري میندې اوبوډاپلرونه نا اعوذبا الله دالله اکبرپه ناره وژني اوله یوه سره ټولګټي مرکزونه دښوونې اوروزنې تاسیسات ،مادي اومعنوي ارزښتونه په اورونواوبمونونړوي اودادوحشت اوبربریت کرغیړنه اودوزخي لوبه دکلونوکلونوراهیسې زموږپه غم ځپلي اوویرجن ولس روانه ده.

څه موده دمخه استاد عبدالرب رسول سیاف په زغرده داډول تش په نوم مسلمانان دمبارکوقراني ایتونواواحادیثوپه استناد کافران وبلل اود دوی خای ېې دوزخ وباله اوزما په اند هغه خپل اسلامي،دیني،علمي اوافغاني دېن ادا کړخوله بده مرغه دهیوادپه ګوټ ګوټ کې په زرګونوزرګونومولایان اودیني عالمان په دغه ستره اسلامي اوملي وجیبه کې څرګنده اوزغرده برخه نه اخلي چې د دغه بې توپیره اوبې ښیګڼې چلندله کبله هم خدای ج اوهم خپل مسلمان مستضعف ملت ته په دواړودارینومسوول دي.

زه دغه تش په نوم مسلمانانوته دکافرانوپه هیوادونوکې دعاطفې،خواخوږۍ اوهمدردی څوبیلګې دعبرت اوپنداخیستلو په موخه وړاندې کوم.

ډاکټر رضا زاده پخپل نوی لارنومي کتاب کې لیکي چې!

زه په لندن کې دخپل استاذاودوست پروفیسوربراوون لیدلوته ورغلم کله چې په مجلل سالون کې کیناستم دپخواپه پرتله حالات راته بل شانې ښکاره شول اودوست مې هم خورا غمجن اونا ارام ښکاریده ترې ومی پوښتل چې نن راته ویرجن ښکارې لامل څه دی هغه سوړاسویلۍ وکیښ اوویل هوکې نن یواځې زه نه بلکې ټوله کورنۍ موغمجنه ده اوپه ماتم کې یو ځکه له بده مرغه زموږ ګرانه پیشومړه شویده اوڅوشیبې وروسته به دهغه دجنازې اوخښولو مراسم ترسره شي .شیبه وروسته ېې میرمن هم راغله اودواړوتورکالي اغوستي وو دپیشوښکلۍ تابوت چې دګلانو ګیډۍ پري ایښی وې له کوره راوایستل شواودګلانوپه باغچه کې ېې. په ځانګړومراسموخاوروته وسپاره هغوی دیوي پیشو په وړاندې دومره ژوره خواخوږي درلوده دخپل اولاد او هیوادوال  په وړاندې  دهغودعاطفې اټکل به څومره وي؟

زه کابو پنځلس کاله له بده مرغه کډوال شوم اودهالنډدهیواد دکډوالوپه یوه کمپ کې استوګن وم چې یوه ورځ دیوې هیښوونکي پیښې سره مخامخ شوم هغه داچې یوماشوم دشاتو مچۍ چیچلی اولاس ېې پړسیدلی ودکمپ اړوند داکټرته ورغلودمعالجې په ترځ کې ېې وویل چې دشاتوموچۍ به مووژلي نه وي ځکه هغه ګټوره حشره ده چې موږته ګبینه تولیدوي.     

یوډاکټردخپل هیواد دیوی غالبوزې پوښتنه اوګرویژنه کوی دخپل هیوادوال په اړه به ېې دخواخوږۍ اوعاطفې احساس ترکومه حده وي؟

زما په ګاونډکې یوه بوډۍ ښځه اوسیږي سپی ېې ناروغه شوی و یوه ورځ مې ترې وپوښتل دسپې حالت څنګه دی هغي راته په نیولي اوغمجن غږکې وویل  هغه دژویو په اړوند روغتون کې بستردی دمتخصص ډاکترترتداوی لاندي دی که څه هم بیمه دی خوتراوسه مې لازیاتی پیسې پري لګولي دي څوورخۍ وروسته ېې لوردمړیني خبرورته راووړکه څه هم اروپایان نه ژاړي خوپه هغه شیبه کې مې دواړه ولیدل چې دسترګو اوښکې ېې په دستمالوپاکولې.

داروپا په ګرده هیوادونوکې پروګړوسربیره ټول وحوش اوطیورپه اړوند ښاروالیوکې راجستراوبیمه دي دوچی،سمندراوځنګلونودالوتونکواوحیواناتوښکارمنعه دی دسپیو اوپیشوګانو وهل اوډبول نغدي جریمه اوان کله کله قیدلري اودلته په رښتیني توګه قانونیت واکمن دی.

په زړه پوري لاداچې څومیاشتې دمخه په امریکاکې یوسپی ښاروال وټاکل شواودامریکا ځینوریس جمهورانودسپیني ماڼۍ دفترونوته هم خپل سپي له ځانه سره بیول.

  زماموخه دټولودیني جیدوعا لمانواوملایانوداسلام دمبارک دین دسولې ،اخوت اوعاطفوی ارزښتونوته دعامواونالوستوولسونوپام راګرځول دي ځکه دغوترهګرو،لنډغروترورستانواوځان مرګوځناوروپه خپلووحشیانه،انساني اواسلامي ضداعمالوسره داسلام دمبارک دین سپیڅلي نام ته دنړیوالوپه اذهانوکې منفي ذهنیت اوکرکه رامنځته کړیده.په دي کې شک نشته چې دافغان په مسلمان اومتدین ملت نړیوالوسره اوتورښکیلاک اوزبیښاک دتش په نوم د دوستی اودموکراسۍ په غولوونکوشعارونوزموږ ولسونه اوبې وزله هیوادوال پخپلووینوکې ولمبول اوزموږله خاورې ېې جنګي تیاترجوړکړی چې دبیلابیلومخربووسلو،کمیاوي.بیولوژیکي اورادیواکتیف مدرنوتکنالوژی په کارولوسره دافغانستان پاکه جغرافیه درازرازمیکروبونواواپیدیمیکوربړواوروغتیاېې زوروونکوستونزوسره لاس اوګریوان ده چې له بده مرغه نه یواځې په اوسنې نسل بلکې په راتلونکونسلونوخوراناوړه اومنفي اغیزې شیندي چې همدا اوسمهال دهغه نښې نښانې دولادي،نساېې اودماشومانودسوشکل اوذهني کمزوریو په برخوکې په ډاګه شویدي.

تورلنګې وهابي پنجابي ملایان اومفتیان دافغان دمسلمان ولس دوژنې اوجهادفتواوې صادروي اودوزیرستان دغیورو،باتورو،غازي اومجاهدومسلمانوولسونو کورنۍ په  ډله ییزووژنودخپل کوراوکلې څخه شړلوته اړشویدي اودافغانستان دویاړاوبرم داویاړلي  تاریخي هسکې شملې ټیټول غواړي څوپدی توګه دخپلوشرمیدلو،شړل شوواوپه ګونډوشوواسلافودتاریخي ماتونامردانه کسات واخلي اودای اس ای دوزخي اولعنتي سازمان په شیطاني اودمخه طرحه شویودسیسوسره دادزمریوځاله په وینوخړوب کړه.

 ماته یوه افغان ملګرې چې همدا اوس په هالنډکې استوګن دی یوه زړه بوږنوونکي کیسه وکړه وېې ویل پلارمې په پیښاورکې هټۍ درلوده  اوسوداګري یی کوله ویل یی  زما هټۍ ته دزیاتي مودې راهیسي یوپاکستانی دسوداپه موخه راته اومشتري مې و یوه ورځ مې تری وپوښتل چې څه کاراوبارکوې هغه موسکاشووېې ویل دډالروسوداګریم دډالروبیاېې خپل موټرته اشاره وکړه وېې ویل راځه چې درته وېې ښیم دموټردشادروازه ېې خلاصه کړه اوورپسې ېې دپلاستیکي بوجی خوله پرانیسته بوجۍ کې دببریسرواوږیروروانسانانوپه ونولژندسرونه وو په خنداشوداوزیرستان دسیمي ډالردي او هره ککرۍ ځانته ځانته بیه لري.

 د دغه وجدان اوغیرت لړزوونکي کیسې په اوریدلو مې له سترګودغمجنواوښکوقطارونه په بهیدوشول.

 هغه زیاته کړه پلارمې څوځلې داوحشتناکې بوجۍ لیدلي وی رواني ستونزه ورته پیدا شوه اوخپل کاروبارېې پرېښودپه ټپي ټپي زړه کابل ته راستون شواوس هم لاسخت زوریږي.

نوازشریراودپاکستان وحشي څارګرې ادارې دپښتنودټول وژنې اوله منځه وړلولپاره له کلونوراهیسي رذیلانه اوابلیسانه پراخې دسیسی اوورانوونکې نقشې لرې هم ېې زموږدهیوادپه دننه کې دطالب ترنامه لاندې هره ورځ دویراوغم خونړی پیښې تودې اوجاري ساتلي اوهم په خلاص مټ دسترې پښتونخوادبیلابیلوقومونواوقبایلوپه ډله ییزه بېرحمه وژنه اودخپلوسیمواوکورونوپریښودلوته اړم شوی اود درنواوجنګې چورلکواوالوتکوپه وسیله ېې دټولوپښتانه میشته سیمي داورپه بټۍ بدلې کړیدي اود دغه رذیلانه سترتیژیک پلان په عملي کولوسره غواړي پښتانه ولسونه ترهغی وټکوي څودهرپښتون په غاړه کې دتورپنجاب دغلامۍ رسۍ ورواچوي اود دوی دپیړیوشهامت اوغیرت ته خدای مه کړه دپای ټکی کیږدي اوله بده مرغه داپه ملیونوملیونوپښتانه دومره بې ننګه  شویدي چې دتورلنګیوپنجابیانوېې په وړاندې ېې ایمان پښتونولي اوتاریخي زړورتوب بایللی دی اوټول پښتانه داسی سره ټوټې او ویشلي دي چې دهغوناموس اوسپیڅلي پړوني په بېعزتۍ اوبې پتۍ هم تړلي نه دي اوکه داناورین همداسې روان وی دپښتانوزوال اودنابودی کندې ته دهغولویدل دبشریت په تاریخ کې یوه زړه بوږنوونکې تراژیدي ده ځکه نړیوال ښکیلاګرهم پښتانه دخپلواوږدمهاله ستیراتیژیکوموخوپه لاره کې خنډبولي اودپاکستان دپوځیانوپه ملاتړهره ورځ د ډورن الوتکوپه وسیله دغیرتي وزیرو،مسیدوپه کورونواوبې وزله ولسونوپه ټنوټنوبمونه اچول کیږي دادی اوس ېې داشراوغوبل دخیبرپه سیمه راوستی دی نورپښتانه دی یواځی سیل کوي هغوی ته هم نوبت ورسیږي پنجابي ملایانو اوطالبانودپښتنوپه وینوداودس کولونیت کړیدی اودآ ارمان ېې په پوره کیدودی

    دریغه! دریغه!

موږافغانان لاتراوسه پخپل منځیوستونزواوځان غوښتونکوبدمرغیواوځان ځانیواخته یواوولسي پراخې پرګنې موپه ډله ییزی وژنی اوورکاوی محکومي دي هیله ده چې دنوي زعامت اورښتیني ملي وحدت په واکمنی سره دلوی اوتاریخي افغانستان په ګوټ ګوټ کې دغووحشتناکوتراژدیوته دپای ټکی کیښودل شي .دخپل خوږمن اوویرجن زړه  بړاس دخپل شعرپه دغه کړیکه باسم.

بسم الله اکبري ۳-۱۱-۲۰۱۴ هالنډ

ویرجنه مور

که لـه زړګي اسویلي باسم تابه وژړوم

که له ځیګره زګیروي باسم تابه وژړوم

له ســر تر پایه په وینو ســـور بدن می

له ډیره غمه ساندی باســم تابه وژړوم

قــدم قـــــــــدم کې د شهیـــد قــبر ګورم

له سرو جنډو منظری باسم تابه وژړوم

د وطـــن مور یم په چیغـــو چیغو ســر یم

له هری کـوڅی جنازی باسم تابه وژړوم

وطن مو ټول شهید شو د دوښمنانو په لاس

که له توطیـو یی نقشی باسم تابه وژړوم

یو تن او یو قوت شی ای د افغـــان بچیو

د ویرجنو میندو زاری باســم تابه وژړوم

بسم الله اکبري

۲-۸-۲۰۱۴


 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button