څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال سرور دانش ساتونکو هم د احمد ایمل قادري په نوم پولیس په کابل ښار کې په دې خاطر ووهلو چې ده یې په ناسمه لار د تګ مخه ونیوله. بیا ولسمشر په دې خاطر چې د خلکو له تند غبرګون سره مخ نشي په نمایشي ډول یې وهل شوی سرباز وستایه. د ډیرو په نظر د ولسمشر لخوا د وهل شوي سرباز ستایل او د سرور دانش د ساتونکي له دندې ګوښه کول پر ځای اقدام دی، خو د ډیری نور ولس باور ولسمشر په دې وړو او نمایشي کارونو ځان مصروفوي او اصلي د ولس غټې غوښتنې یې په نظر نه راځي. ولس وایې دا فکر کوي چې په دې مایکرو مینجمنټ به اصلاحات راولي، خو داسې نه ده؛ ولسمشر باید په اساسي او تغیر راوستونکو شیانو کې دا تګلاره خپله کړي. ولس د غني د دولت مثال د یوې سورۍ بیړۍ سره تشبیه کوي چې واړه واړه سوري پکې وي او د یو لوی طوفان پر لوري روانه وي، خو د ګډ حکومت مشران د دې په ځای چې بیړۍ له طوفانه راواړوي په وړو سورو بندولو مصروف دي.
په تېرو کلونو کې په ځلونو د زورواکانو او جګپوړو چارواکو ساتونکو هغه پولیس ډبولي چې د دوی د غیرقانوني اقداماتو او ترافیکي سرغړونو د مخنیوي هڅه یې کړې ده. دلته د زورواکانو لخوا د پولیسو او عامه خدمت کوونکو ډبول یوه عادي خبره ده، څه موده وړاندې د احمدشاه مسعود په لمانځغونډه کې ځینو کسانو د ابن سینا روغتون یو ډاکټر مرګ ته وهلی ډبولی و، له هغه وړاندې په تیر حکومت کې د وردګو د والي ساتونکو د حج اوقافور ریس په شمول څو ریسان وهلې ټکولي و. همداشان ډیری پیښې.
د دې ټولو ناقانونیو او زور چلولو اصلي سرچینه کمزوری حکومتي سیستم او ناکاره مدیریت دی. که چیري ګډ حکومت په رښتیا د ولس غم خوړونکی وای او قانون یې خپل معیار ګڼلی نو هیڅکله به کوم چارواکي یا زورواکي د قانون له سرو کرښو پښه نه وای اړولې. دلته قانون یوازې په غریب، مسکین او بیچاره باندې تطبیقیږي، چارواکي ځانونه له قانونه لوړ او قانون ځانته تابع ګڼي، دلته له ولسمشره نیولی، مرستیالان یې، اجرایوي ریس سره د مرستیالانو یې، وزیران یې، والیان، ریسان یې، د ولسي او مشرانو جرګي غړي او آن تر یو عادي دولتي کارکوونکي؛ ټول ځانونه من ګڼي، هیڅوک قانون ته د قانون په سترګه نه ګوري او هر څه یې د ځان لپاره روا کړي آن د مظلوم ولس وهل، ډبول او ګواښل. تر هغې چا قانون په له پاسه تطبیق نشي؛ ورځ تر بلې بدتري شته او بهتري به نه وي.
لیکنه : خوشحال آصفی