د پخلاينې او اړيکو کمیسیون ته وړانديزونه

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د خوښئ ځاى دى چې اقلاً په اوسني وخت کې د امنيت د شتون له امله هره ورځ فاميلونو ته په جګړه کې د وژل شويو ځوانانو تابوتونه نه ورځي، خو دا بيا د خورا زيات تأسف مقام دى چې زموږ په هېواد کې لاهم تلپاتې سولې ته سخته اړتیا ليدل کېږي.

خپلې تيرو تيروتنې نه ارزول او د تاريخ له پاڼو څخه زده کړه نه کول زموږ ستره نيمګړتيا او د ناکاميو د تسلسل لامل دى.
د غازي امان الله خان د شهامت، مترقي افکارو، پراخ ليدلوري، وطندوستي او د نوموړي د حکومت په مهال د پرمختګونو کيسې کوو، خو کله مو هم د نوموړي لخوا د هيواد د پرېښودو او حکومت د نسکوريدو په لاملونو د علمى سيمينارونو نوښت نه دى کړى. د ولسمشر محمد داوود شجاعت جرئت افغانيت او همت ستايو خو د نوموړي هغه تشې او سهوې مو کله هم تر بحث لاندې نه دي نيولې چې د نوموړي د مضبوط حکومت په وړاندې د يوې بې ريښو ډلې دسيسه بريالي او نوموړئ له خپل ټول فاميل سره په وحشتناکه توګه ووژل شو.

که موږ د تيرو ناکاميو د ارزونو کلتور درلوداى نو اوس حتماً پوهيدو چې خلق او پرچم ولې ورک شول. د شوروي ځواکونو په وړاندې د ملي قيام مشران نن ولې د خلکو په زړونو کې ځاى نلري. د طالبانو تير نظام کې کومو نيمګړتياو شتون درلود او ولې نسکور شو. د ژبو او قومونو په نوم د غير متجانس جوړښت په چوکاټ کې د پرديو لخوا رامنځته شوې ديموکراسي ولې لکه د شګو ديوال نسکوره شوه؟

دغه حقیقت د درک وړ ده چې دلته په واک باندي مسلطې هرې ډلې د ملي پخلاينې له پروسې سره سليقوي چلن کړى دى. پرون اشرف غني ته ځان منتخب ولسمشر ښکاريده او له سولې کولو څخه يې د نظام نړولو ته ترجیح ورکړه. همدغه شان نن امارتي مشرانو ته هم بيعت سوله ښکاري. فکر کوي چې د خپلو مټو په زور يې ناتو او امریکا تيښتې ته اړ ايسته؛ تير افغان حکومت يې رانسکور کړ، د افغانستان په توله خاوره باندي حاکم دي، افغانان يې د تير نظام له زورواکانو، غاصبانو جنګ سالارانو او مفسدينو څخه خلاص کړل، عمومي عفوه يې اعلان کړه، نو افغانان يې بايد اوامر او فرمانونه له احسان سره ومني.

شک نشته چې طالب نن د افغانستان په ټوله جغرافيه باندي سلطه لري، په ټولنه کې هغه زاړه زورواکان داړه ماران غاصبان پيراشوټي راشغول شوي د فساد بنسټګر ورک شول او فعلاً د هيواد په هره لرې پرته سیمه کې د وسلوال مخالفت د ځپلو وړتیا هم لري، خو زموږ د هيواد تاريخ ته په کتو دا هر څه موقت ثابتېداى شي.

دوى هم په بشپړ ډول د يکه تازي، انحصار او له حکومتولي سره د تابلدتوب په رنځونو اخته دي او ملي بنسټونه بند يراته دي. له تجربو څخه باید زده کړه وکړو. تيرې سهوې باید تکرار نشي. مخالفت که اوس کمزورى هم وي، اړينه ده چې د کورنیو او بهرنیو فکتورونو له امله په بالقوه توګه د وسلوال مخالفت د ګراف لوړيدو امکانات په نظر کې ونيسو او بالمثل عمل زموږ ستونځه لا د پيچلتيا خواته بيايي.

اوس موږ ته د عين اليقين په توګه ثابته شوه چې هيواد په جګړو کولو او د خطرونو منلو له لارې نه جوړيږي. د حکومتونو لپاره ملي بڼه درلودل او په کړنو کې يې د ملي اجماع شتون د تداوم او بريا ضمانت دى. د انحصار فکر او ولسي ملاتړ نه ترلاسه کول ستونځه نوره هم زياتوي. د پخلاينې کمیسیون ته مو سپارښتنه ده چې پخوانیو زورواکانو جنګسالارانو، غاصبانو او بدنامو مفسدو عناصرو ته د مصئونيت او امتیازاتو په ورکولو پر ځاى د هيواد بنسټيزو ستونځو حل لارو او په ملي اجندا باندي تمرکز وکړي.

څومره به پرځاى اقدام وي چې اوسنى رامنځته شوى کمیسیون د ملي او نړیوالو رسنيو له لارې د اسلامي نظام، هيواد او ملي ګټو د خوندیتوب په موخه او د تيرو حاکمانو د کړنو له امله د ملت د بايللى اعتماد د را ژوندي کولو لپاره خپله د لارې نقشه، د مذاکراتو اساسي موضوعات، دغه کمیسیون ته سپارل شوي واکونه او دهغو ستونځو يادونه وکړي چې د افغانانو ترمنځ د جګړو او په هيواد کې د ناامنیو لامل ګرزي.

دا به داسې نوښت وي چې افغانان به اقلاً دومره باور ترلاسه کړي چې اوسنى د پخلاينې کمیسیون تيرې تېروتنې نه تکراروي او د ملي پخلاينې پروسه د دولتي امتیازاتو د ويش پربنسټ نه پيلېږي، بلکې د واکمنانو لخوا قرباني ورکول او د مرورو افغانانو لخوا د ملي ګټو لپاره د امتیازاتو له غوښتنو څخه تيريدل د دغې پروسې روح جوړوي.

د پخلاينې په نوم د لوړې کچې کمیسیون جوړول د ستاينې وړ ګام دى، خو تاريخي تيروتنو ته په کتو باید د کميسيون له جوړولو وړاندې د ذهنيتونو په جوړيدو باندي کار شوى واى. افغانانو باید د امتیازاتو ورکولو او غوښتلو پرځاى په ملي مسایلو ستونځو او د تلپاتې حل په لارو باندې پرانستى بحثونه کړي واى.

د امارت د چارواکو او مرورو افغانانو ترمنځ د خبرو له پيل وړاندې باید د دواړو اړخونو ترمنځ داسې تعهد موجود وي چې په واک کې د پاتې کيدلو، واک ترلاسه کولو او په دې پورې تړلي اجنډا پرځاى به په لمړي سر کې د افغانستان د سياسي نظام، اساسي قانون او له اوسنى ناوړه حالت څخه يوه قانوني جوړښت ته د ننوتلو لپاره د ميکانيزم په جوړولو باندې د هوکړې هڅه کيږي. که د امارت خوا د بيعت غوښتنه کوي او مخالف اړخ په واک کې د ځان لپاره برخه غواړي، نو د پخلاينې له کميسيون څخه د خير تمه کول به خوب خيال او محال وي.

زه منم چې د واک په مورد کې پورتني وړانديزونه منل به په ځينو مواردو کې د طالبانو او په ځينو نورو برخو کې د مرورو افغانانو منفي غبرګونونه را پاروي. ځکه چې طالبان واک غنيمت ګڼي او مخالف اړخ شرایطو او وضعیت ته له کتو پرته هوايي غوښتنې کوي، خو هغه د پښتو متل دى چې وايي “که زهر ترخه هم دي، خو رنځور ورته مجبور دى” موږ مجبور يو چې که د څلورو لسيزو غميزې ته د پاى ټکى ږدو، نو په هيواد کې تلپاتې سوله، اسلامي نظام، پرمختګونه او د ملت نورو ارمانونو ته تحقق ورکول به هغه خوب وي چې تعبير به متأسفانه ونه لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button