د پاکستان پوځ اوسنۍ تګ لاره

سید عبید الله نادر
د پاکستان پوځ اوسنۍ تګ لاره
احمد رشید د پاکستان وتلی خبریال او نامتو لیکوال په خپل کتاب پاکستان د ګړنګ تر غاړه چې د نوم په اوریدو سره یې هر انسان فکر کوي چې نیم کتاب یې لوستلی ،په دریم څپرکی ، پاکستان چا چا ته دوکه ورکړه تر عنوان لاندی ۱۰۳ پاڼه کې لیکي :
د پاکستان پوځ اوسنۍ تګ لاره ،د پاکستان امنیت د طالبانو په منګولو کې غورځولی شي ، له ستراتیژیکو غوښتنو خلاف د پوځ دغه د انزوا تګلاره د افغانستان سیمی ،او لویدیځ غوښتونکو پر خلاف ده ،او دا ټول به په یوه ورځ په ناببره توګه د پاکستان داخلي امنیت او پر مختګ له ګواښ سره مخ کړي ،افسوس دا دی ، چې په پاکستان کې یو داسي سیاسي ځواک له سره، شتون نه لري ، چې پوځ او جنرالانو ته دا خبره وکړي ،او د حالاتو په اړه د هغوي ستراتیژي و ارزوي ، د دي ټولو خلاف زرداری او یوسف ګیلاني دواړه له کیاني څخه په ویره کې ښکاري ، د دي پر ځای چې دغه کسان له ملکي فشار ،رسنیو پارلمان او نورو ځواکونو کار واخلي ،بلکی د اوږود مهال له پاره ، په خپلو دندو د پاتي کیدو لپاره نه غواړي ،له پوځ سره مخالفت وکړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button