د پاکستان په لویوښارونو کې د طالبانو فعالیتونه

سیدعبدالله پاچا

د طالبانو له نوم سره د پاکستان نوم ځکه یادیږي چې پاکستاني پوځ او استخبارات په دې اعتراف کوي چې د خپلو ګټو لپاره طالبانو سره همکاري کوي، بشري قوه ورته برابروي او مالي امکانات ورکوي.

له دې طالبان هم انکار نه شي کولی او نه یې تراوسه انکار کړی دی چې ګنې دوی د پاکستان ملیشې نه دي.

طالبان ځکه د پاکستان له ملاتړ څخه نه شي منکر کیدلی چې پاکستان غواړي په افغانستان کې ځان ښکاره وښيي چې لاسوهنې کوي.

تاسو به تراوسه نه وي لیدلي چې طالبانو د کوم پاکستاني چارواکي د څرګندونو غبرګون کې ویلي وي چې موږ د پاکستان د ګټو لپاره افغانستان کې جګړه نه کوو.

تازه یو ځل بیا پاکستان کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي او دا فعالیتونه لار او سړکونو ته راوتلي دي.

کویټه کې د طالبانو فعالیت هیڅکله نه دی پټ شوی او ډير کله یې ښکاره غونډې کړي، په موټرو او موټر سایکلونو له بیرغونو سره ګرځي او وسلې ورسره وی.

د پاکستان حکومت هم پر دې ډله کار نه لري، ځکه پاکستان د طالبانو دوه ډوله تعریف کړی دی، ښه او بد طالبان، ښه طالبان هغه دي چې د پاکستان د ګټو لپاره نورو هېوادونو کې جګړه کوي او بد طالبان هغه دي چې د پاکستان پرضد فعالیتونه کوي او هر کله د پاکستان ګټو ته ګواښ وي.

پيښور کې د طالبانو ښکاره فعالیتونه لیدل کیږي او دا ډله له خپلو وسلو او بیرغونو سره بیلابیلو سیمو کې ښکاره ګرځي ، چندې ټولوي، تبلیغات کوي او لکه خپل کور یې چې وي داسې ګرځيدل کوی.

پاکستان د طالبانو فعالیت ته وروسته له هغې ښکاره اجازه ورکړه چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته طالبان د جګړې د بشري قوې له سخت کمښت سره مخ شول.

طالبان ځکه د وسله والو له کمښت سره مخ شول چې اوس طالبان هیڅ د جګړې لپاره شرعي دلیل نه لري، هیڅ دا جګړه نه شي توجیه کولی او له همدې کبله ورته ستونزمنه شوې چې ځوانان د جګړې لپاره جذب کړي.

پاکستان استخباراتو طالبانو ته ډاډ ورکړی چې یو شمېر مدرسې به واک کې ورکړي چې هلته پراخ تبلیغ وکړي او ځوانان د جګړو لپاره جذب کړي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو وسله وال د پاکستان له مدرسو جذب کیدل، خو طالبان ورپسې نه سرګردانه کیدل، اوس طالبان په وسله والو پسې سخت سرګردانه ګرځي او هڅه کوي چې هر څه ژر خپلو لیکو ته کسان جذب کړی.

په دې برخه کې د پاکستان استخباراتو ورسره ژمنه کړې چې استخباراتي د مدرسو استادان به همکار شي چې خپل زده کوونکي افغانستان ته د جګړې لپاره ولیږي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button