د ځینو استثناوو او ځانګړتیاوو پرته، پاکستان سره بل المثله پالیسي غوره کول او له احساساتو پرته په سړه سینه دهغې پليتوب، دې هېواد سره د موجوده ستونزو په حل کې تر ټولو غوره، ښه او اسانه لار ګڼل کېدای شي.
ټولو ته ښکاره ده، پاکستانی دولت له افغان دولت سره له کلونو راهیسې او په تېره بیا اوسمهال بې غوغا، ارامه او په سړه سینه سیاسي لوبه کوي. له پاکستاني لوري په ظاهر کې هرڅه ارام او نورمال ښکاري؛ په خبرو، وعدو او ژمنو کې کمی نه لېدل کیږي، خو د دې غولوونکې ارامتیا شا ته، دغه دولت د افغانستان په وړاندې له سبوتاژ او بېلابېلو توطیو نیولې، د ترهګرو د مختلفو ډلو او د پوځیانو او ملیشو په ګډون، نااعلان شوې او نیابتي جګړه مخته وړي!
پاکستاني مقامات د تروریزم د ملاتړ او د ترهګرو په مرسته په افغانستان کې د لاسوهنې او پوځي تیري په اړه، د افغانستان پرله پسې نیوکې او اعتراضونه، په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه او د مکر له اوښکو سره یوځای ځوابوي او داسې لوبه کوي چې هم د افغانانو نیوکې تکراري او بابیزه وځلوي، هم خپلو خلکو ته ځان په حق او د دوی د ګټو مدافع وړاندې کړي او هم د نړیوالې ټولنې په سترګو کې خاورې وپاشي او هغه تېرباسي او له دوی څخه پرله پسې ملاتړ، وسایل او پیسې ترلاسه کړي!
پاکستاني چارواکو د افغانستان په وړاندې د ترهګرو پروژه، پوځ او استخباراتو(ISI) ته سپارلي. پوځ او استخبارات دا پروژه ارامه، بې غږه او په سړه سینه مخته وړي!
بلخوا پاکستاني دولت خپلې مذهبي میډیا ته دنده ورکړې چې د افغانستان په وړاندې جهاد هم پخپله خوله او هم کله د طالب او اوس له هغو سره یوځای د داعش په ژبه جاري وساتی.
یعنې دا چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپلې ستراتیژیکې موخې لږ تر لږه په لاندې دریو لورو کې هممهال تعقیبوي:
(۲) پوځ او استخبارات يي د ترهګرو پروژه روزي، صادروي او د دوی په نوم او حضور جګړه پرمخ وړي
(۳) مذهبي میډیا يي د استخباراتو تر څار او لارښوونې لاندې د جهاد فتوې ورکوی او د وخت له ضایع کېدو پرته، پرله پسې د افغانستان په وړاندې د جهاد نارې وهي!
په دې سیاسي لوبه کې د پاکستان حکومتونه او اشخاص بدلیږي، کلونه او وختونه تیریږي، لوبغاړي یو د بل ځای نیسي، خو د لوبي ماهیت نه بدلیږي او لا پسې پيچلې او سختیږي!
په دې توګه د پاکستان په وړاندې باالمثل پالیسي باید لږ تر لږه په لاندې درې برخو کې تدوین وي:
۱ ــ د افغان حکومت پالیسي د ستراتیژیکو موخو لپاره
۲ ــ د افغاني استخباراتو پالیسي
۳ ــ د افغان مذهبي او مدني میډیا پالیسي
لومړی ــ د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د پالیسۍ عمده لوري:
ــ د تروریزم پر ضد جګړه کې پاکستان سره، د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍ پالیسي او د هغې دوام ( افغانستان باید د تروریزم پر ضد سیمه یز او نړیوال ایتلاف کې د پاکستان په ګډون ټینګار ته ادامه ورکړي او په دې ایتلاف کې د پاکستاني دولت د ونډې په څرګندتیا او عملي ګډون هم ټینګار وشي)