د پاکستان له پاره څرنګه حکومت په افغانستان کې

سید عبیدالله نادر
د پاکستان له پاره څرنګه حکومت په افغانستان کې
احمد رشید : د پاکستان وتلی خبریال او لیکونکی
ژباړن : ډاکتر ځلاند
پاکستان د ګړنګ پر غاړه له کتابه څخه
دویم څپرکی
د همدې کتاب ۴۵مخ
پا کستان په بحران کې
د پاکستان له پاره په افغانستان کې ، د یو کمزوري افغانی حکومت ګټه دا هم ده ، چې د هندوستان ــــــــ پاکستان تر مینځ په جګړه کې به یې دوي په خپل ګټه کاروي ،دغه بی منطقه تیوري ما په خپل کتاب کې ، چې طالبانو په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې ښکاره مخالفت غوره کړی ، بیان کړي دي ،
پوځ غواړي په سیمه او په ځانګړي ډول ، په افغانستان کې یاده بی منطقه تیوري و غځوي ، نو له همدي امله ده ، چې د افغانستان په اړه یې تر اوسه د بریا لیو او غوره پالیسیو له وړاندی کولو سره مخالفت کړی دی ،
څلورم فکټور چې د پاکستان د ما تیدو سبب ګرځي هغه د قومی ګروپونو تر مینځ د سیاسي همغږی نه شتون دی ، دغه ګروپونه په دي ،نه دي توانیدلی چې د یو بل سره سیاسي همغږۍ رامینځ ته کړي ، پوځ په دي اړه هم ځکه ناکام بلل کيږي . چې تر اوسه یې د پاکستان د سیاسي سیستم او په قومی لحاظ د رامینځ ته شویو سیاسي ګوندونو د سیستمومونو ناکامی او تیت پرک کیدو مخه نه ده نیولی ، پنجاب له جغرافیوی پلوه د پاکستان دوهم لوی ولایت دی ،چې د هیواد ۶۰ سلنه نفوس په کې میشت دي ، خو د حکومت ۷۰ سلنه بیورو کراسی ټوله له همدې پنجاب څخه سر چینه اخلي ، پنجاب د قومی جوړښت له پلوه ډیر یو ګونی ولایت هم ګڼل کيږي .
ځکه چې د نفوس یوه لویه برخه یې پنجابیان جوړوي ،بلوچان ، سیندیان او پښتانه په دي هم خفه دي چې د هیواد په ګټو کې د هغوي د ادعا له مخې د دوی په پرتله کم شریک دي ، پنجابیان د هیواد ۶۰ سلنه جوړوي ،که دا نور پاتي قومونه سره یو ځای هم شي ،د پنجابیانو پروړاندی کم دي ،او هغه اغیز چې پنجابیان یې د هیواد په اقتصاد او پالیسیو غورځوي ،ورسره برابریدای نه شي ، له دي ټولو سر بیره د ځینو نورو موضوعاتولکه د اوبو بریښنا ویش او یا نورو ستونزو پرسر ځیني وخت بلو چان ،سند او خیبر پښتونخوا ولایتونه ګیلي کوي ،او ان کله کله خو ناندرۍ هم رامیځ ته کوي ، د وړو ولایتونو له پاره پنجاپ د هیواد د مرکز په توګه کار تر سره کوي ،ځکه چې نظامی قوت او حکومتی بیرو کراسي هم له همدې ولایته سر چینه اخلي ،په یو هیواد کې د پنجاب دي نازولتوب او نورو ولایتونو بی برخي توب هغه لاملونه دي چې د وخت په تیریدو سره له مرکز څخه د نورو ولایتونو واټن مخ په زیاتیدو دی ، بی برخي ولایتونه د مرکز په وړاندی ،د خپل حق تر لاسه کولو د پاره له هرې وسیلي څخه کار اخلي ،لکه سیاسي مخالفت ، عوامی خوځښتونه او ملی قیامونه چې ان کله کله خو د دواړو لوریو تر منځ په اخ ودب هم تمامه شوي ده په بلو چستان کې روانه وسله واله جګړه د همدي ډول پنځم ځل دی ، چې تر سره کیږي نو د ملي یو والي د نه موجودیت له امله په پاکستان کې قومی ،مذهبی او ژبنۍ ستونزی مخ په زیاتیدو دي ،که چیرته پاکستان د نړیوال سوداګری د پاره یو مرکز ګرځیدلی وای ، پاکستانی چارواکو خپله خاوره همداسي یو مرکز ګرځولای وای ،ټول قومی ګروپونه یې سره راټول کړي وای ، او په یو دسترخوان یې ، په شته خواړو راضی کړی وای ،نو نن به پاکستان له دي حالت سره مخ نه وو ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button