د پاکستان د هوایي بریدونو ترشا څو پیغامونه

شیرالله – پامیر

د هرې وسله والي او مخامخ جګړې شاته یوه پټه جګړه هم روانه وي. په جګړه کې ښکیل لوري او یا هغوئ چې په یوه جګړه کې د خپلو ګټو په لټون پسي وي. پاکستان له څلورڅلويښتو کلونو را په دې خوا د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټي لټوي. او خپل سرسخت سیال هند ته هم د سرخوږي جوړولو هڅه کوي. په اپوټه يي هند هم داسې کړنې او حرکتونه کوي. نو بیا ښکیلې خواوې کله کله په یوه پوځي حرکت سره څو نورسیاسي، اقتصادی او… هدفونه هم تر لاسه کوي. چې داسې کړنو ته تاکتیکي حرکتونه هم وايي د افغانستان په خوست، کنړ او نیمروز ولایتونو باندې د پاکستان له لوري د هوايي بریدونو ترشا د پاکستان پوځیانو بیلا بیلو اړخونو نړۍ، د سیمې هیوادونو په تیره بیا هند، د پاکستان طالبانو او د افغانستان خلکو او په خپله اسلامي امارت ته څو مهم پیغامونه ور رسول چې په دې لیکنه کې ورته تم کیږو.

دا چې د پاکستان پوځ له لوري په خوست، کنړ او نیمروز ولایتونو کې د دې هوايي بریدونو په پایله کې څومره ولسي وګړي ووژل شول او ټپیان شول د ډیرې خواشینۍ ځای دی. خو دلته یوه پوښتنه را ولاړیږي چې د پاکستان حکومت ولي په تیرو شلو کلونو کې په هغوو وسله والو طالبانوباندې چې د پاکستان هیواد ته يي سرخوږی جوړ کړی.هوايي بریدونه ونکړل.؟ دا هم د منلو خبره ده چې په تیرو وختونو کې به يي په کنړ ولایت د توپچي ګذارونه کول. چې په هغوو بریدونو کې به هم ډیری وخت تلفات ولسي وګړو ته رسیدل. د هغه مهال افغان حکومت به کله کله یوعادي غبرګون ښکاره کاوه، یا به يي هم داسې بریدونه، د اعلاميو په خپرولو سره غندل په دې اړوند به درۍ اړخیزې کمیټي جوړې غونډې به شوي. د پریکړو په اړه به يي یوه خبره دا وه چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او ترهه ګرو فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې به ټول ښکیل لوري خپلې هلې ځلې پیاړوې کوي. اطلاعاتي او استخباراتي ادارې به په دې تړاو له یو او بل لوري سره معلومات شریکوي. او له دې ورهاخوا په عملي توګه کوم ملموس څه نه تر سترګو کیدل. بله ورځ به بیا توپونه را وویشتل شول اوهماغه زړه کیسه به له سره تکرار شوه او هماغه د ولسې وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه به د رسنیو د سرټکي شول. خو کله هم داسې نه وه پیښه شوي چې د افغانستان هوايي حرم ته دې په ښکاره دننه شي او بریدونه دې وکړي هغه په ولسي وګړو. دلیل يي دا وه چې افغانستان په نړیواله کچه رسمیت درلود. په ملګرو ملتونو کې يي استازی ناست و، د سیمې په کچه يي هم ځیني هیوادونه ملګري ول. چې د داسې ښکاره تیري په کولو سره بیا له نړیوال غبرګون سره مخ کیده. که څه هم په هغه وخت کې هم په ډیرو ښکاره لاسوهنه سترګې پټیدې. خو په اوسنیو شرایطو کې بیا د پاکستان له لوري د افغانستان په دریو ولایتونو کې بمبارې او ولسي وګړو ته د سراو مال زیان رسول په حقیقت کې د څو پیغامونو له رسولو پرته بل څه کیدلای شي.
۱- په دغه برید سره خو لومړی د پاکستان نوي حکومت او صدراعظم شهاب باز شریف ته د پوځي او استخباراتي ادارو ای ایس ای پیغام دا وه چې په خپلو کړنلارو کې به د افغانستان په اړه ډیر نرم نه اووسي. او هر هغه څه چې استخباراتي ادارې کوي هغه به کیږي.

۲- ای ایس ای هندې استخباراتی سازمان ( راو- RAW‌ ) ته هم وښوده چې د افغانستان خاوره يي د خپل فعالیت خاوره او سیمه ده دوئ یعني پاکستان که هالته هرڅه غواړې کولای يي شي. همدا ډول يي ورته په ګوته کړه چې له افغانستان څخه نور نو د هند لاسونه لنډ شوي دي.

۳ ـ په دغه برید سره پاکستاني طالبانو ته وښودل شوه چې تاسو اوس زموږ له سترګو نه شي پټیدلای. دا يي هم ورته په ډاګه کړه چې دا بریدونه د اسلامی امارت له چارواکو سره په همغږي تر سره شوي. ځکه چې په تیره څه موده کې د اسلامي امارت ځینو چارواکو د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جوړ جاړې د خبرو له پاره د کوربه او اسانچاري رول لوباوه. خوپه دې خبرو کې د پاکستاني طالبانو لوري هغه څه ونه منل کوم چې د پاکستان حکومت غوښتل په دې توګه يي د پاکستاني طالبانو غوږونو ته خبره ورسوله چې اسلامی امارت مو ملاتړی نه دی. که څه هم د دغه ملاتړښکاره شواهد نشته خو داسې هم نه ده چې اسلامي امارت له پاکستاني طالبانو سره خواخوږي نه لري. یا يي له کړنو او فعالیتونو څخه نه خبریږي. همدا چې د خبرو له پاره يي د کوربه او اسان چاري رول لوبوي په خپله دا ښيي چې ورسره خواخوږي هم لري. ځکه چې هغوئ ورسره دا خواخوږي لرله،آن په وسله والو جګړوکې ورسره برخه وال وو.

۴- دې بریدونو اسلامي امارت ته وښوده چې له نظامي اړخه دوئ یعني پاکستان کولای شي. د افغانستان په هره څنډه کې خپل اهداف تعقیب کړي. او د افغانستان په فضا کې د دوئ جنګې الوتکې په ډاډ سره پرته له دې چې ورته کوم ګواښ متوجې شي ګرځیدلای شي. مانا دا چې د افغانستان هوايي مدافعه له صفر سره ضرب شوي. پاکستانی هوايي ځواک په حقیقت کې خپله پوځي او هوايي وړتیا هم نندارې ته وړاندې کړه. که ښه ځیر شو دا وړتیا بیا له افغانستان پرته د سیمې نورو هیوادنوپه وړاندې نه شي په ډاګه کولای. پاکستاني لوري د دغه برید په کولو سره د اسلامي امارت د چارواکو باټې او هغه له احساساتو ډکې ویناووې. چې ګویا د امریکا له ماتیدو وروسته اوس ( افغانستان د نړۍ لومړی زبرځواک او سوپرطاقت دی) له خاورو سره خاورې کړي. له بله پلوه پاکستان په دغو هوايي بریدونو سره په امارت کې دننه هغوو چارواکو ته چې لږ او ډیر د پاکستان خبرو ته غوږ نه نیسې دا پیغام ورساوه چې که چیرته د دوئ له اوامرو څخه سرغړونه کوي، نو دوئ يي په نښه کولای هم شي. د دغه برید تر ټولو بل مهم او سیاسي پیغام يي دا وه چې طالبانو ته وښيي، ستاسو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې یو ګوښه منزوي او له کوم هیواد په تیره بیا ملګرو ملتونو سره د اړیکو نه لرونکی هیواد دی او په دغه نړیوال سازمان او یا بل کوم نړیوال سیتج کې يي مو غږ هم د اوریدو نه دی. او نړیوالو ته يي پیغام دا و چې طالبان خپلې کړې ژمنې نه شي عملي کولای څه چې په خوله وايي په عمل کې يي نه کوي یا يي د کولو وس نه لري چې د هغوو وسله والو او ترهه ګرو فعالیتونه کنترول کړای شي. کوم چې کولای شي له افغانستانه نورو هیوادونو ته ګواښ رامنځ ته کولای شي. هغه دا چې وسله والو ترهه ګرو ډلو همدا اوس اوس له افغانستان څخه د پاکستان امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.که ښه ځیر شو دا هغه پیغامونه دي چې تر ډیره يي نړۍ يي ورسره مني. ځکه خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند عاصم افتخارپه دې اړه له افغانستان څخه وغوښتل چې ( چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دې امنیت ټینګ کړي) هغه څه چې طالبانو به يي نړیوالو ته ډاډ ورکاوه. او د پاکستان پخوانیو چارواکو به هم له نورې نړۍ څخه غوښتل چې اوس په افغانستان کې امنیت راغلي باید ګوښه پاته نه شي. خو اوسني چارواکي بیا ورنه هیله کوي چې امنیت ټینګ کړئ. له بلې خوا پاکستان نړیوالو ته هم وښوده چې له طالب سره تامل شونی نه دی. دا ځکه چې پاکستان له مودو مودو راهیسي هڅه وکړه چې له طالبانو سره اړیکې ولري. د مشرانوکورنیو ته يي په خپل هیواد کې خوندې ځای ورکړي. له پاکستان څخه يي د وسله والې مبارزې د ملاتړ تر خوا سیاسي ډګر ته راباسي خو بیا هم دوئ له خپله پخواني دریځ څخه نه یوه ذره هم په شا نه شول ښايي له دغه بریده وروسته به په نړیوالو غونډو کې دا خبرې هم په ځغرده ووايي چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره ځان نه شي اعیارولی، په هیواد کې دننه يي خلک ګرو کړي هغوئ يي له بشری حقونو څخه بې برخې کړي دي. مدني فعالان بندیانوي، آن چې وژني يي هم، د نجونو له پاره د زده کړو په بهیر کې خنډونه جوړوي، د بیان ازادې يي تر کنترول لاندې راوستي، د سیاسي ګوندونو ملغي کیدل او د واک انحصار هم هغه څه دي چې دوئ ( طالبان) يي په اړه له نورو سره جوړ جاړې نه شي کولای.

نو ځکه لازمه ده چې ورته شا کړو او بلکې پرې بریدونه وکړو.

۵- پاکستان په دغه برید سره روسيي او چین ته هم وښوده چې طالبان د باور وړ نه دي. او په دې توګه يي د دغو دوو هیوادونو چې په نړیوال ستیج يي د طالبانو په وړاندې د امریکا اوایتلاف کړنې او موخې چینج کولای شوای د رسمیت پیژندنې بهیر چې ورو ورو د ورنژدې کیدو په حال کې و. په ټپه وداراوه یا يي لږترلږه ځنډنی کړ.

۶- اوس به پاکستاني چارواکي د اسلامي امارت په وړاندې نور شرطونه کیږدي. د اغزن تار په اړوند به يې غلي کیدو ته وهڅوي. د داعش په وړاندې به يي له ډیر جدي چلند څخه را وګرځوي. ترڅو په افغانستان کې د امریکا د لاس وهنو له پاره په تل پاتې ډول بهانې موجودې وي. د بهرینو اړیکو په اړوند به ورنه د پوره کنترول سند واخلي. د پوځ روزنه به هم د پاکستان له لوري ترسره کیږي او شمیر به يي هم ورته هغوئ ټاکي. او که طالبانو بیا هم ځان ها خوا دې خوا کاوه نو بیا به هم پاکستان حکومت له پاکستان څخه د هغوو طالب چارواکو د را ایستلولړۍ پیل کړي چې تر ډیره له ای ایس ای سره په یوه لاره نه ځي. کله چې د دوئ کورنۍ له پاکستانه را ویستلي شي ښايي بیا هم په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو تر برید لاندې راشي. چې پړه به يي هم د امریکا په غاړه ور واچوله شي. یا يي ښايي هغوئ به خپله پړه ومني. دا هم شوني ده چې پړه يي د امریکا او پاکستان په خوښه د امارت اوسني مخالفان په غاړه واخلي. چې په هیواد کې به دننه او د باندې د طالبانو مخالفان ډیر زیات کریډیټ هم ترلاسه کړي. خلک به په امنیت او طالبانو باندې بي باوره یا کم باوره کړي. په ورته وخت کې د پاکستان له پاره په طالبانو د فشار راوړلو نورې لارې چارې کمي نه دي، د بیلګې په ډول د افغان کډوالو را ایستل هغه هم د ژمي په مهال، د سوداګریزو توکوپه مخ د لارو بندول، دا هغه څه دي چې پاکستان يي هر وخت په افغان حکومت باندې د فشار په توګه کارولای شئ. اسلامي امارت دم ګړۍ په افغانستان کې دننه خلکو ته د کارپیدا کولو وس نه لري چې د پاکستان کډوال هم پرې ور اضافه شي نو ستونزې به دوه برابره شي.

د حیرانۍ خبره خو لا داده ویل کیږي دا بریدونه د پاکستاني ښځینه پیلوټانو له خوا ترسره شوي دي. کوم څه چې د اسلامي امارت چارواکي يي په افغانستان کې له کوره د راوتلو اجازه نه ورکوي. خو پاکستان بیا د افغان په کور د بمونو اورولو وس ورکړی او زموږ د کورونو د ویجاړولو قومانده ورکوي او امارت يي د دفع کولو له پاره نه بهرنۍ وسله لري او نه هم په راتلونکې کې دا تمه شته چې کوم هیواد دې ورته داسې وسله ورکړي. یا دې دوئ په خپله هم ورته کومه لاره چاره ولټولای شي. د پاکستان هوايي بریدونو وښوده چې نور نو پاکستان هم د طالبانو له پاره د رسمیت پیژندنې له لابي ګري لاس واخیست او نه به هم په نړیوال سیتج باندې نور له نړیوالې ټولنې څخه غواړې چې له طالبانو او حکومت سره یی باید تامل وشي. ځکه اوس پاکستان نه غواړې له طالبانو سره ملګرتیا له ښکاره شرطونو پرته وکړي که چیرته ملګرتیا هم کوي یا ورته په نړیوال ستیج لابیګري، نو له شرطونو سره به يي کوي. که چیرته اسلامي امارت په رسیمت پیژني نو بیا به هم خپل شرایط ورته په مخ کې کښیږدي.

په پایله کې ویلای شو. چې بهرنی سیاست د ټوکوټکالو کار نه دی په ټوله نړۍ خپله خبره منل هغه هم له کوم، اقتصادي، پوځي اوسیاسي زور پرته ناشوني ده. د مم زرما ټوله زما خبره هم باید شاته وغورځوله شي. لږ په کورني سیاست کې هم نرمښت وکړئ. کنه په زور کلي نه کیږي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button