د پاچاخان د رهبرۍ اغیزه

له تاند ویب پاڼی څخه

سپينه، د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د څلورم کال محصله

ټولنه د افرادو ګډ کور بلل کیږي. او دلته خلک ګډ فرهنګ ، ګډ ژبه او ګډ رسم او روجونه لري.

د ټولني د کنترول او تنظیم لپاره یو رهبر ته ضرورت سته تر څو خلګ د پرمختګ لور ته رهنمایې کړي. د خلګو تر منځ اختلافات حل او خلګ د سختیو او خواریو څخه خلاص کړي. کټ مټ همداشان د پښتني ټولني د مشکیلاتو ، پس پاتوالي، او د زور زیاتي څخه د خلاصون لپاره د اوسني خیبرپښتونخوا د هشنغرپه سیمه او د بهرام خان په کور کښي په ۱۸۹۰ م کال کښي یو ماشوم وزیږید چي د کورني لخوا د عبدالغفار نوم پري کیښودل سو .

کله چي عبدالغفار په دي فاني نړۍ کي سترګي وغړولي نو د پښتنو او پښتني ټولني د قسمت ستوري هم وځلیدل. عبدالغفار خان له ماشومتوب څخه د درس ویلو او سولي مېن و.

د زوي دغه شوق بهرام خان دیته اړ کړ ترڅو عبدالغفار د خپل کلۍ په ابتدایه مکتب کي شامل کړي. عبدالغفار خان تر پنځم صنف همدلته شاګرد و خو د شپږم صنف پیل د یې د پیښورپه میشن مکتب کي سوي و چي بالاخره عبدالغفار خان له دي مکتب څخه فارغ سو . عبدالغفار به تل په دي سوچ کي ډوب و چي څنګه پښتانه او پښتنې ټولنه له خواریو او غلامۍ څخه خلاص کیږي.نو اراده یې وکړه . او د عدم تشدد د فلسفې سره د مبارزي ډګرته راغلې د خلکو د اتفاق ، اصلاح او ویښولو لپاره کوڅه په کوڅه ، کلۍ په کلۍ وګرځیدي . د خپلو خلکو د فکري زرغونتیا لپاره یې ښوونځۍ او مدرسي جوړي کړي.

په ټولنه کي يې د تشدد پر ضد د عدم تشدد بیرغ ورپاوه د ارامي او سوکالې ټولني د جوړیدو لپاره یې د خلکو په زړونو کي د عدم تشدد له لاري د ورورولي ، انسانیت، بشریت ته د ژمنتیا خواخوږي او زغم تخمونه وشیندل. د خلکو په ذهنونو او زړونو کښي یې د ولسي رهبري هېلې راژوندي کړي . په پشتنو کي ذهني انقلاب راوستي او شعوري سیاست یې رایج کړه.

تر دومره هلو ځلو وروسته ورته د خلکو لخواد پاچاخان لقب ورکول سو. پاچاخان د خلکو د یو ځاي کولو په موخه بیلابیلي ټولني دد اصلاح الافاغنه یا دافغان ځوانانو ټولنه او د زلمو جرګۍ په نامه ټولني درلودي. ددي ټولنو د یو ځاي کیدو په موخه يې یو قوي خداي خدمتګار ګوند جوړ کړي.چي ۱۰۰۰۰ زره سره پوشانو یا سورکمیسو یې غړي توب درلودي. پاچاخان د وړو،وړو ټولنیزو بد یو په لري کولو سره يې خلکو ته فرهنګي پوهه ورکړه. خپلو خلکو ته یې د پښتون په نامه مجله خپره کړه. مشاعري به یې جوړولي خلک يې هڅول چي پښتو ژبه زده کړي. پښتو کتابونه مطالعه او چاپ کړي. په پښتو ژبه لیک او لوست وکړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button