د ټټر درد څومره جدي دی؟

ډاکتر رحیم

بیلابیل عوامل د ټټر یا سینې د درد سبب کېدای شي، ممکن دا یوه ډیره عادي او یا هم یوه ډیره خطرناکه ناروغي وي. له همدې کبله دنړۍ په زیاتو طبي مرکزونو کې د سیني د درد لپاره ځانګړې څانګه د (chest pain unit) شته چې هلته د دې خوږ ناروغان په منظم ډول څارل کېږي.

د سیني درد هر ډاکټر ته لومړی څه چې وریادوي هغه د زړه د حملي Myocardial infarction ناروغي ده.

زړه د انسان د وجود پاچا او ډیره لږه ګډوډۍ یې د انساني وجود امپراتوري ګډوډوي. زړه داسې غړی دی که خدای مه کړه د یو څو دقیقو لپاره خپل کار پریږدې نو بیرته راګرځیدل ناشونی دی.

د سیني په منځ کې د زړه موقعیت او رګونه داسې تنظیم شوي چې دردونه یې نه ډېر څرګند ځای او نه هم ډیره څرګنده تشریح لري.

د زړه دردونه به لاندینۍ ژامې څخه تر نامه، د سیني دواړو لورو، د اوږو بندونو، کیڼ لاس او ګوتو او یا هم شا ته خپریږې، یا هم له همدغو ځایونو پیلیږي او یا هم له همدغو ځایونو څخه د یوې برخې درد کیدای شي د زړه د حملې درد وي.

همدارنګه کیدای شي درد ډیر تیز (د چاقو وهلو په څېر)، فشار اچوونکی، سوزوونکی یا هم یوازې د نیولو په څېر وي.

په زړو خلکو، د شکرې ناروغانو او ښځو کې کیدای شي یوازې د کمزورۍ احساس د زړه د حملې نښه وي.

خو همدا نښې ډیر کله د عصبي او روحي فشار او نورو وړو ناروغیو له کبله هم رامنځ ته کیږي.

د هیواد په ډيرو روغتونو کې د زړه د حملې د ناروغۍ د پیژندلو لپاره یوازې د زړه بریښناېې ګراف پرمختللې معاینه یا ټست ګڼلی شو، چې هغه هم پنځه ویشت سلنه دروغ لري یعنې کله ناروغ، روغ او کله روغ، ناروغ ښیې.

لنډ ه دا چې د زړه د حملې تشخیص او ردول د یو تجربه کار ډاکټر لپاره هم اسانه نه دی او د سیني درد د هر داکټر او روغتون یوه مهمه ستونزه جوړوي.

که چیري تاسي، ستاسي دوستان او خپل خپلوان له پورتنیو حالتونو سره مخ شئ نو لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ.

۱: وخت سره زر نه دی، بلکه ستاسو دژوند په بیه دی.

که چېرې په ۹۰ دقیقو کې یو مجهز روغتون ته ورسیږئ نو تاسي له اساسی درملو پوره ګټه تر لاسه کولای شئ، که په درې ساعتونو کې ورسېږئ نو ګټه مو نیمیږې او که لا ناوخته کړئ نو کیدای شي ستاسي ډاکټر له اساسي درملو تېر شي.

۲: خپل دردونه پخپله مه توجیه کوئ او ژر تر ژره ځان روغتون ته ورسوئ.

۳: د ډاکټرانو په کتنځایونو او درملتونو کې خپل وخت مه ضایع کوئ.

۴: د دردونو ضد درمل مه کاروئ، ځکه دغه درمل د ګټي په ځای زیان رسوي، د زړه تخریب زیاتوي او د مړیني سبب کیږې او دردونه نه شي ارامولی.

۵: که چیرې د معدې د تیزابو ضد درمل کاروئ نو ویې کاروئ خو ورته مه په تمه کېږئ.

۶: له فزیکي کار او حرکت څخه ډډه وکړئ، تر ممکني اندازې د ارام په حالت روغتون ته لاړ شئ.

۷: که چېري ډاکټر مو د بستر کیدو پریکړه کوله هیڅ وخت یې مه ردوئ.
۸: په یاد ولرئ چې د روغتیاپال او ډاکټر له مشورو سرغړونه ستاسو د مړیني لامل کیدای شي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button