د وېټامين D نوى خاصيت؛ له سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي

ژباړه: نسيمه محمدي
د څېړونکو يوې ډلې دا پايله تر لاسه کړې، چې د وېټامين D مصرف په سرطان ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ کموي.

د JAMA Network Open په حواله، د يوې څېړنې پاپله ښيي، چې وېټامين D په بدن کې، د سرطان په ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ کموي.
متخصصانو دا آزمايښت د پنځه کلونو په موده کې، په پنځه ويشت زره روغو او ناروغو وګړو ترسره کړه، چې د دغه وېټامين نوى خاصيت يې کشف کړ. دغه څېړنه د ٥٠ کالو څخه لوړ عمر لرونکو نارينه وو او د ٥٥ کلونو څخه لوړ عمر لرونکو مېرمنو باندې ترسره شوې ده.

متخصصانو د دغې څېړنې ګډونوال، په څلورو ډلو ووېشل: د لومړۍ ډلې لپاره د وېټامين D او امېګا٣ خواړه تجويز شول. دويمې ډلې ته وېټامين D د پلاسيبو سره ورکړل شو، درېيمه ډله يوازې د امېګا٣ په مصرف پورې محدود شوه او څلورمې ډلې ته يوازې پلاسيبو ورکړل شو.

په ورته وخت کې ناروغان اړ شول، چې د وېټامين D او غوړو اسيدونو ورځنى مصرف ٨٠٠ واحد ته ورسوي. روغتياپالانو هر کال د هغوى روغتيايي وضعيت کنټرول او روغتيايي معاينات ترسره کول.

تجربو ښودلې ده، چې خوړنيز قرصونه د سرطان ناروغۍ اخته کېدلو کې، هېڅ اغېز نه لري، خو د وېټامين مصرفوونکو ترمنځ د سرطان ناروغۍ له امله د مړينې کچه ټيټه وه.

په ورته وخت کې، د سرطان ډول/ټايپ هېڅ پايله اغېزمنه نه کړه. څېړونکو څرګنده کړې ده، چې د وېټامين D اغېز د بدن په اندازې/ جسامت پورې هم تړاو لري. د طبيعي وزن لرونکو داوطلبانو څخه ثبت شوى شاخص ٣٨% ته رسېږي، په داسې حال کې چې دا شاخص په چاغو وګړو کې مخ په صفر ځي. د مړينې د کچې کمښت هم، نږدې ١٧% وو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button