د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

له ګڼو نورو فکټورونو ور هاخوا ناروغۍ هغه څه دي، چې د انسان ژوند ګواښي. یو له دغو ستونزو د وینې ټيټ (ښکته) فشار دی. په دې لیکنه کې به تاسو د وينې د ټيټ فشار په اړه معلومات ولولئ.

د وینې ټيټ فشار

که په لنډ ډول یې ووایو، د وينې ټيټ فشار (Hypotension) داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً ډېرو انسانانو ته ورپېښېږي. خو کله یې چې علایم ښکاره او بارز شي، په دې معنا ده چې وضیعت خطرناک دی، نو ژر تر ژره یې درملنه پکار ده.

کله چې د زړه او مغزو ترڅنګ د بدن نورو مختلفو غړو ته په مناسبه اندازه وینه و نه رسي نو د انسان بدن سم کار نه کوي. همدارنګه پر له پسې د ټيټ فشار حالت کې ژوند تېرول ستاسو د فکري تمرکز قوت کمزوری کوي.

د وينې ټيټ فشار څو درجې وي؟

که څه هم په بېلابېلو وګړو کې دا درجه فرق کوي، مګر بیا هم له “۹۰” درجو ښکته ټيټ فشار بللای شو. په داسې وخت کې باید ژر تر ژره ددې درجې د پورته کولو په فکر کې شئ.

علایم

په ځينې مواردو کې د وينې ټيټ فشار ستاسو په روغتيايي حالت کې د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. له همدې امله د وینې د ټيټ فشار علایم پېژندل مهم دي، تر څو ستونزه پر وخت حل شي. ځينې عمده علایم عبارت دي له:

ـ سر ګرځېدل

ـ بې هوښي

ـ زړه بدوالی

ـ په سترګو تیاره راتلل

ـ د فکري تمرکز له لاسه ورکول

ـ ستړيا

ـ د سترګو توروالی ورک کېدل

لاملونه

په عمده توګه د وینې د ټيټ فشار لاملونه په لاندې ډول دي:

ـ امیندواري

ـ د زړه ناروعۍ

ـ په بدن کې د اوبو کمښت

ـ په غدو کې اختلالات

ـ شدید عفونت

ـ د ځينو درملو اغېز

ـ د وينې بهېدل

ـ آنافیلاکسي (الرژيکي غبرګون)

ـ په غذايي رژيم کې د مغذي موادو کمښت

درملنه

مهمه خبره دا ده، چې تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ستاسو ناروغي معلومه کړی. خو وړاندې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، کولای شئ له ځینو ساده تګلارو ګټه واخلئ ترڅو فشار مو عادي حالت ته راشي.

لومړی ـ د لیمو شربت

که تاسو په کور کې لیمو او یا هم نارنج درلود نو بختور یئ. ژر تر ژره په یوه ګیلاس کې د لیمو او مالګې شربت جوړ کړئ او ناروغ ته یې ورکړئ. په لنډه موده کې به یې ستونزه حل شي.

دویم ـ د اوبو څښل

لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، د اوبو کمښت ستاسو د وینې فشار ټيټولای شي نو که همدا یې علت وي د اوبو څښل ستاسو فشار عادي حالت ته ګرځولای شي. د فشار د ټيټېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ.

درېيم ـ له پښو ګټه اخيستل

روغتيا پالان یو بل وړانديز هم کوي. کله چې فشار مو ټيټېږي کوښښ وکړئ د خپلو پښو لاندې بالښت کېږدئ او د سر طرف مو د پښو په پرتله ټيټ پرېږدئ. دا کار مو فشار کنټرولولای شي. یا هم کولای شئ خپلې پښې دېوال ته کېږدئ، په دې توګه به د پښو طرف د سر په پرتله پورته شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button