د وینې غوړ

ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟
ایا سر ګنګسۍلرئ؟
په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟
په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.

ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.
1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس
2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه
3-د سر دائيمي ګنګسوالی
4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس
5-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.
6-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی
7-د زړه د ضریانو اوریدل
8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي
9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي
10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي
11-د سترګو د شاخوا پړسوب

د وینې د غوړو بدې پایلې:
1-د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کیدو سببګرځي
2-د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په ماغزو،زړه،پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي.
3-د تریخې کاڼي جوړوي
4-د معدې د زخم سبب ګرځي
5-د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي
6-که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي.
7-د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي
8-د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي
9-په نارینه کېد پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.
10-په ښځمنو او نارینه کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.
تشخیص
په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile

درملنه
‌‌‌‌‌‌1-‌‌‌‌‌‌ډیرې اوبه څښکل
2-د لیمو او ترشي میوو خوړل په هغه صورت کې چې د وینی فشار نورمال وي.
3-دوامداره ورزش یا فزیک فعالیت او د وزن کمول
4-د شحمیاتو یا غوړویو د متابولیزم مخنیونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړې غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي.

Exit mobile version