د ويکټور هوګو ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د نامتو لیکوالو په سرلارو کې د “هوګو” نوم هم د یادولو وړ دی. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو د فرانسې هېواد ددې ستر لیکوال په اړه ډېر معلومات ولولئ.

هوګو څوک و؟

هوګو په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د فرانسې او په کُل کې د ټولې نړۍ نامتو لیکوال او شاعر دی. د نوموړي بشپړ نوم ويکټور هوګو (Victor Hugo) دی. دې ستر لیکوال په “۱۸۰۲” زیږديز کال کې د فرانسې هېواد په بزانسون سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ویل کېږي چې نوموړی ډېر کمزوری ماشوم و، نو اکثرو خلکو هیله نه لرله چې هوګو دې ګوندې ژوندی پاتې شي. مګر د خلکو د وړاندوینې برعکس هغه ژوندی پاتې شو او یو ستر لیکوال ترې جوړ شو.

هوګو لومړنۍ زده کړې په پاریس کې وکړې. له یو څه مودې وروسته یې په شعر، لاتيني ژبه او ریاضي کې ښه نوم وويست. هوګو خپله شاعري د مکتب په دوره کې پيل کړه او شاعرۍ يې په ښوونځي کې مډال وګټه. په همدې وخت کې ورته د فرانسې بل نوموتي لیکوال “شاتوبریان” د “عالي ماشوم” لقب ورکړ.

د هوګو شعري ټولګه په ۱۷ کلنۍ کې چاپ شوه. چې خلکو یې ښه هرکلی وکړ. په یوویشت کلنۍ کې د فرانسې پاچا لخوا پر دندې وګومارل شو او دوه زره فرانکه یې معاش و. په هغه وخت کې دا ډېرې پیسې وې. په همدې توګه هوګو سیاسي لوبې ته هم ور ودانګل. له دې کبله یې په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې هم ولیدې.

ددې ستر لیکوال ځينې مهم اثار عبارت دي له: ((هغه سړی چې خاندي، بېنوایان، د خزان پاڼې، د یوه محکوم وروستۍ ورځ، وړوکی ناپيلیون او …))

هوګو په “۱۸۸۵” زیږديز کال کې ناروغ شو. ډېر خلک به یې پوښتنې ته راتلل. چې په پای کې د همدې کال د می په شلمه تاریخ د درې اتيا کالو په عمر ومړ. پخپله یې وصیت کړی و، چې:

ـ له خپلو شتو څخه ۵۰۰۰۰ فرانکه بېوزلانو ته بخښم.

ـ زما جسد د فقیرانو په تابوت کې هدیرې ته ورسوئ.

ـ د کلیسا له دعا او بخښنې بېزاره یم.

ـ غواړم خلک راته دعا وکړي.

ـ پر خدای بشپړ ایمان لرم.

د هوګو ویناوې

ـ ژوند ریاضي ده. ښېګڼې جمع کړئ، شخړې منفي کړئ. خوښي ضرب کړئ! دردونه تقسیم کړئ. د نفرت جذر وباسي او عشق پر توان لوړ کړئ.

ـ احتیاط د پوهانو لومړنی شرط دی.

ـ هر ښوونځی مو چې پرانيست، د زندان یو ور مو وتاړه

ـ حېوانات له دې امله نېکمرغه دي، چې دوزخ ته نه ځي.

ـ ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.

ـ بد چانسه سړی هغه دی، چې پر خپلو وړتیاوو باور نه لري.

ـ ادبیات د تمدن پټ راز او شعر د پټو هيلو سرچينه ده.

ـ ټنبلي دوه اولادونه لري. زوی یې غل او لور یې لوږه نومېږي.

ـ له هغه چاسره مینه وکړه، چې ستا د مينې وړ وي، نه د مینې وږی. ځکه چې د مينې وږی یوه ورځ مړېږي.

د بېوزله سړي ملګری یوازې چوپتيا او “هو” ده.

Exit mobile version