د ويښتانو د وتلو لاملونه

ریاض مقامزی

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.

د ويښتانو د وتلو علتونه

۱. د تیروئید ستونزې
که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو توليد ډېر کړي نو امکان لري، چې د ويښتانو په وده کې ستونزې رامنځته شي.

۲. امیندواري
حامله کېدل د جسمی فشار یو ډول دی، چې په ښځو کې د ويښتانو د وتلو یو ستر علت بلل کېږي. اکثرا د ماشوم له زېږېدو وروسته دا حالت رامنځته کېږي خو ښه خبره دا ده، چې له دې امله د ويښتانو وتل موقتي وي او بېرته عادي حالت ته ګرځي.

Telogen effluvium .۳
د سر د پوټکي یو ډول ناروغي ده. چې خطرناکو جراحي عملیاتو، ماشوم زېږولو، وزن کمېدنې او فشار له امله پيدا کېږي. ددې ناروغۍ له کبله د سر ويښتان ډېر زیان ويني. په ځانګړې توګه کله چې تاسو خپل ويښتان وينځئ نو موټي موټي ويښته به مو لاسونو ته راځي.

۴. د اوسپنې کمښت
په بدن کې د اوسينې کمښت ددې سبب کېږي، چې ويښتان مو ورژوي. نو باید پخپل سر له هغو ګولیو ګټه وا نخلئ چې اوسپنه لري. کوښښ وکړئ له داکتر سره تر مشورې وروسته دغه کار وکړئ. ځکه چې له اندازې ډېره اوسپنه هم بدن ته زیان رسوي.

۵. د هورموني تعادل نشتون
ښځې له ۳۰ کلنۍ وروسته د هورموني ګډوډۍ تجربه کوي. نو ډېر امکان شته، چې په دې عمر کې د ښځو ويښتان ووځي.

۶. استټرس (فشار)
له حده ډېر سټرس (فشار) هم ددې سبب کېدای شي، چې په ناڅاپي توګه مو د ویښتانو وتل پيل شي. که تاسو هم له ورته حالت سره مخ یئ، کولای شئ د ورزش، یوګا او مساژ له لارې خپل فشار کم کړئ.
له دې ټولو عواملو ور هاخوا ځينې نور عوامل هم ستاسو د ويښتانو د تويېدو (وتلو) سبب کېدای شي.
۷ ـ د ډېرو دواګانو خوړل
۸ ـ د ويټامين آ ډېر کارول
۹ ـ جینيټيکي عوامل
۱۰ـ د پروتين کمښت
۱۱ـ سخت غذايي رژيم
۱۲ـ د ويني کمښت
۱۳ـ د عمر زیاتوالی
۱۴ـ د ويښتانو اوتو کول
۱۵ـ سګرټ څکول

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button