د ويښتانو د سپينېدو لاملونه

لیکوال: ډاکتر عبدالله مخلص

که چيرې د يو چا ويښتان د خپلې کورنۍ د مشرانو د ويښتانو برخلاف سپين شي او کوم ارثي خواص ونه لري نو په دې کې بيا حتماً د چاپيريال او ژوند د کړو وړو رول دی چې په لاندې کرښو کې پرې بحث شوی.

زيات ذهني بوج:
د روغتيايي چارو ماهرينو د ويښتانو د بې وخته سپېندو په اړه ډير بحثونه کړي دي چې ډيرو يې بيلابيل لاملونه په نښه کړي دي.
د نيويارک پوهنتون د يوې څېړنې پايلې ښيي چې زيات ذهني بوج او بې خوبي د ويښتانو د سپيندو او کمزوري کېدو لامل کيږي.

روغتيايي ستونزې:
له وخت نه مخکې د ويښتانو د سپينېدو بل لامل د پوستکي ناروغي ده او هغه خلک چې د پوستکي د خوشک کېدو او يا په بدن د دانو د راختلو ناروغي ولري نو له دې سره هم د ويښتانو کمزوې کيدل او سپينېدل رامنځته کيږي.

د ويټامن کموالی:
په بدن کې لکه څنګه چې نور ويټامين د روغتيا او بدن بيلابيلو برخو ته اړتيا لري همدا ډول د وټامن بي ۱۲ هم د ويښتانو د قوت او له وخت نه مخکې د ويښتانو د سپيندو د مخنيوي له پاره اړين دي، خواړه يوازې او يوازې تر سبزيجاتو محدودول، د نشه يي توکو استعمال، د زوکړې د بندولو د درملو استعمال او د وينې کموالی هم د ويښتانو په سپينېدلو اغيز لري.

د سګريټو او ترياکو استعمال:
له وخت نه مخکې د ويښتانو د سپېنېدو بل لامل د سګريټو او ترياکو استعمال دی چې دغه اعتياد په ويښتانو له اغيز سره سره په پوستکي هم اغيز کوي او له ۳۰ کلنۍ څخه مخکې د ويښتانو سپينېدل رامنځته کوي، همدا راز که څوک زیات سګريټ څښوي د هغه انسان د بدن پوستکی هم ډير ژر ګونځې او مړاوی کيږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button